د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط

دوېم باب

نورو رسولانو پولوس رسول قبول کړو

۱نو څوارلس کاله وروستو زۀ د برنباس سره بيا يروشلم ته لاړم او تيطوس مې هم د ځان سره بوتلو. ۲زۀ د خُدائ پاک د الهام په مطابق هلته لاړم. هلته بيا ما د هغوئ د مشرانو سره پټ ملاقات وکړو. د هغوئ وړاندې مې هغه زيرے کېښودو کوم چې ما غېر‌يهوديانو ته بيان کړے وو. ځکه چې زۀ يرېدلم هسې نه چې زما اوسنۍ يا پخوانۍ منډې ترړې بې‌فائدې شى. ۳خو تيطوس څوک چې ما سره وو اګر کۀ هغه يونانى هم وو خو هغه په سنتولو مجبوره نۀ کړے شو. ۴ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى. ۵خو مونږ د هغوئ تابعدارى لږ ساعت له هم ونۀ کړه د دې دپاره چې د زيرى رښتينوالے په تاسو کښې همېشه قائم پاتې شى. ۶او کوم خلق چې مشران حسابېدل، هغه کۀ هر څنګه وُو، زما ورسره هيڅ کار نشته ځکه چې خُدائ پاک د هيچا طرفدارے نۀ کوى، د هغه مشرانو نه زما په زېرى کښې هيڅ زياتوالے رانۀ غلو. ۷خو د دې قاعدې په خلاف، هغوئ وليدل چې ما ته د غېر‌يهوديانو دپاره د مسيح د زيرى ذمه وارى حواله شوې ده، لکه څنګه چې پطروس ته د يهوديانو دپاره د زيرى ذمه وارى حواله شوې وه. ۸نو دغه شان، څنګه چې خُدائ پاک په پطروس کښې د يهوديانو د رسالت دپاره طاقت پېدا کړو، نو هم هغۀ د غېرو يهوديانو د رسالت دپاره ما ته هم طاقت راکړو. ۹او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى. ۱۰هغوئ بس دومره راته ووئيل چې خوار غريب ياد ساته، ولې زۀ پخپله د دې کار دپاره ليواله وم.

په اَنطاکيه کښې پولوس رسول، پطروس ورټلو

۱۱خو کله چې پطروس اَنطاکيه ته راغلو نو ما مخامخ د هغۀ مخالفت وکړو ځکه چې هغه په خپله ملامته وو. ۱۲کله چې هغه راغلو نو هغۀ د غېر‌يهوديانو ايماندارانو سره خوړل څښل، خو وروستو کله چې د يعقوب ملګرى راغلۀ نو هغۀ نور د غېر‌يهوديانو سره خوړل څښل پرېښودل. ځکه چې هغه د هغه خلقو نه يرېدو چا چې د غېر‌يهوديانو سنتېدل غوښتل. ۱۳او نور يهوديان وروڼه هم د هغۀ په مرسته په رياکارۍ کښې ورسره شامل شول تر دې چې برنباس هم د هغوئ سره د رياکارۍ په وجه ګمراه شو. ۱۴نو کله چې ما وليدل چې هغوئ د زيرى د رښتينوالى په مطابق په نېغه لار نۀ ځى، نو ما د ټولو په وړاندې پطروس ته دا ووئيل چې، ”کۀ څۀ هم چې تۀ يهودى يې او د غېر‌يهوديانو په شان ژوند تېروې، نو بيا تۀ ولې غېرقومونه د يهوديانو په شان ژوند تېرولو ته مجبوروې؟“

يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه په ايمان بچ شول

۱۵مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېر‌يهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو. ۱۶خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى. ۱۷خو کۀ په مسيح باندې د ايمان ساتلو په وجه هغه مونږ د خُدائ پاک سره صادقان کړى، او کۀ په دې مونږ ګناه ګار ګڼلے شُو چې ګنې مونږ شريعت پرېښودو، نو ولې د دې مطلب دا شو چې ګنې مسيح مونږ ته د ګناه دعوت راکړو؟ نه هيڅکله نه. ۱۸کۀ زۀ هغه شريعت بيا آباد کړم کوم چې ما ونړولو، نو زۀ به خپل ځان مجرم ثابت کړم. ۱۹په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو. ۲۰زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو. ۲۱زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بې‌مطلبه مړ شو.