کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څه موده وروسته څښتن په رویا کې ابرام ته وویل: «ای ابرامه مه وېرېږه، زه ستا سپر یم او ډېر لوی اجر به درکړم.» ۲ ابرام وویل: «ای څښتن تعالی، ماته به څه راکړې، ځکه چې زه بېاولاده پاتې شوم. زما یوازېنی وارث دمشقي الیعازر دی. ۳ ماته دې اولادونه نه دي راکړي، نو زما د کورنۍ نوکر به زما میراث خور شي.»
۴ څښتن په ځواب کې وویل: «دا سړی به ستا میراث خور نه وي، بلکې ستا خپل زوی چې په خپله ستا څخه به پیدا شي، ستا میراث خور وي.» ۵ څښتن هغه دباندې وویست او ورته ویې ویل: «اسمان ته وګوره او هڅه وکړه چې ستوري وشمارې، نو ستا اولاده به د هغو په شان دومره زیاته وي.» ۶ ابرام په څښتن باندې ایمان راوړ او د هغه ایمان له امله څښتن هغه عادل وګاڼه.
۷ بیا څښتن هغه ته وویل: «زه هغه څښتن یم چې ته مې د کلدانیانو د اور د ښار څخه راوویستلې چې دا ځمکه درکړم او ستا ملکیت شي.» ۸ خو ابرام وویل: «ای څښتن تعالی، زه به څنګه پوه شم چې هغه به زما شي؟»
۹ نو څښتن هغه ته وویل: «ماته یوه درې کلنه غوا، درې کلنه وزه، درې کلن پسه، یوه کوتره او یوه قمري راوړه.» ۱۰ ابرام دا ټول هغه ته راوړل او هر یو یې په منځ کې دوه ټوټې کړ او هره نیمه شوې ټوټه یې بلې ټوټې ته مخامخ کېښودله، خو مرغان یې دوه ټوټې نه کړل. ۱۱ کله چې ټپوسان د دې مړو حیواناتو په تنو باندې راښکته شول، ابرام هغه وشړل.
۱۲ کله چې لمر په پرېوتلو شو، په ابرام باندې ډېر دروند خوب راغی او سخته وېروونکې تیاره ورباندې راغله. ۱۳ څښتن هغه ته وویل: «په دې پوه شه چې ستا اولاده به په پردۍ خاوره کې مسافره شي او هغوی به هلته غلامان شي او په دوی باندې به څلور سوه کاله ظلم کیږي. ۱۴ خو زه به هغه قوم ته چې دوی یې غلامي کوي، سزا ورکړم او له هغې وروسته به دوی د ډېرې شتمنۍ سره ووځي. ۱۵ ته به په پاخه عمر کې په ارامۍ سره مړ شې او ښخ به شې. ۱۶ ستا اولاده به له څلورم نسل څخه وروسته بېرته دلته راشي، ځکه زه به تر هغې پورې اموریان ونه شړم، ترڅو پورې چې هغوی دومره بدکاره شي چې باید سزا ومومي.»
۱۷ کله چې لمر پرېوت او تیاره شوه، د لوګي څخه ډک یو تنور او بلېدونکی څراغ راښکاره شول او د دې ټوټو له منځ څخه تېر شول. ۱۸ په هماغه ورځ څښتن د ابرام سره لوظ وکړ او ویې ویل: «زه ستا اولادې ته دا ټوله خاوره د مصر د سیند څخه نیولې د فرات تر لوی سیند پورې ورکوم ۱۹ یعنې د قینیانو، قنزیانو، قدمونیانو، ۲۰ حیتیانو، فرزیانو، رفاییانو، ۲۱ اموریانو، کنعانیانو، جرجاشیانو او یبوسیانو خاوره.»