کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، هغه په ساره باندې مهربانه شو. څښتن هغه وعده سرته ورسوله چې د ساره سره یې کړې وه. ۲ ساره امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. په هغه وخت کې ابراهیم زوړ ؤ. دا هلک په هماغه وخت کې پیدا شو چې خدای یې وعده کړې وه. ۳ ابراهیم د خپل زوی نوم اسحاق کېښود ۴ او لکه څنګه چې خدای هغه ته حکم کړی ؤ، اسحاق د اتو ورځو ؤ چې ابراهیم هغه سنت کړ. ۵ ابراهیم د سلو کالو ؤ چې د هغه زوی اسحاق پیدا شو. ۶ ساره وویل: «خدای ماته خوشحالي او خندا راکړې ده او هرڅوک چې دا خبره واوري، نو زما سره به وخاندي.» ۷ هغې وویل: «هېچا فکر نه کاوه چې زه به د دې لایقه شم چې ابراهیم ته اولاد وزېږوم. خو سره له دې چې ابراهیم زوړ دی، ما هغه ته زوی وزېږاوه.»
۸ هلک لوی شو او هغه یې د تي څخه بېل کړ. په هماغه ورځ چې اسحاق یې د تي څخه بېل کړ، ابراهیم ډېره لویه مېلمستیا جوړه کړه. ۹ خو ساره ولیدل چې د مصرۍ هاجرې زوی په اسحاق باندې ملنډې وهي، ۱۰ نو هغې ابراهیم ته وویل: «دغه وینځه او د هغې زوی وشړه، ځکه چې د دې وینځې زوی دې زما د زوی اسحاق سره هېڅکله په میراث کې شریک نه شي.» ۱۱ ابراهیم په دې خبرې باندې ډېر خفه شو، ځکه چې اسماعیل هم د هغه زوی ؤ. ۱۲ خو خدای ابراهیم ته وویل: «د دې هلک او د خپلې وینځې په اړه مه خفه کېږه، هرڅه چې ساره درته وایي هغه واوره، ځکه چې ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي. ۱۳ زه به د وینځې د زوی څخه هم یو قوم جوړ کړم، ځکه چې هغه هم ستا اولاد دی.»
۱۴ ابراهیم سهار وختي یو څه ډوډۍ او د اوبو ژی واخیستل او هاجرې ته یې ورکړل او د هغې په اوږو یې کېښودل او هغه یې د خپل زوی سره رخصت کړه. هغه لاړله او د بیرشبع په دښته کې سرګردانه ګرځېدله. ۱۵ کله چې د ژي اوبه خلاصې شوې، هغې خپل زوی د یو بوټي لاندې پرېښود ۱۶ او شاوخوا د سلو مترو په فاصله د هغه څخه لېرې کښېناستله او د ځان سره یې وویل: «زه دا نه شم زغملی چې د خپل زوی مرګ ووینم.» هغه هلته ناسته وه او سلګۍ یې وهلې.
۱۷ خدای د هلک ژړا واورېدله او د خدای فرښتې د اسمان څخه په هاجرې باندې غږ وکړ: «ای هاجرې، ولې خفه یې؟ مه وېرېږه، خدای د هلک ژړا اورېدلې ده. ۱۸ پاڅه او هلک پورته کړه او هغه ته تسلي ورکړه. زه به د هغه د نسل څخه ډېر لوی قوم جوړ کړم.» ۱۹ بیا خدای د هغې سترګې پرانیستلې او هغې څاه ولیدله. هغه لاړله او د اوبو ژی یې ډک کړ او په خپل زوی یې وڅښلې. ۲۰ خدای د هلک سره مل ؤ او هغه غټېده. هغه د فاران په دښته کې اوسېده او یو غشي ویشتونکی شو. ۲۱ کله چې هغه هلته اوسېده، مور یې ورته یوه مصرۍ ښځه وکړه.
۲۲ په هغه وخت کې ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول ابراهیم ته وویل: «په هر کار کې چې ته یې کوې خدای درسره مل دی! ۲۳ اوس د خدای په حضور کې ماته قسم وخوره چې زما سره، زما د اولادونو او زما د نسل سره به ټګي نه کوې. لکه څنګه چې زه تاته وفادار وم، نو قسم وخوره چې ته به هم زما سره او د دې هېواد سره چې په کې اوسېږې، وفادار اوسې.» ۲۴ ابراهیم وویل: «زه قسم خورم.»
۲۵ ابراهیم ابي ملک ته د هغې څاه په اړه چې د هغه نوکرانو د ده څخه په زور اخیستې وه، ګیله وکړه. ۲۶ ابي ملک وویل: «زه نه پوهېږم چې دا کار چا کړی دی. تا ماته په دې هکله څه نه دي ویلي او دا لومړی ځل دی چې زه دا خبره اورم.» ۲۷ نو ابراهیم څو پسونه او غویان ابي ملک ته ورکړل او دواړو یو د بله سره یو تړون وکړ. ۲۸ ابراهیم د خپلې رمې څخه اووه مېږې بېلې کړې. ۲۹ ابي ملک د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: «د څه دپاره دې دا اووه مېږې بېلې کړې؟» ۳۰ ابراهیم ځواب ورکړ: «دا اووه مېږې قبولې کړه. په دې کار سره به ته شاهد یې چې دا څاه ما کیندلې ده.» ۳۱ په دې سبب هغه ځای د بیرشبع په نوم یاد شو، چې هغو دواړو هلته یو د بل سره قسم خوړلی ؤ.
۳۲ په بیرشبع کې د تړون جوړولو څخه وروسته ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول بېرته د فلسطینیانو هېواد ته راستانه شول. ۳۳ ابراهیم په بیرشبع کې د غز ونه وکرله او هلته یې څښتن یعنې ابدي خدای ته عبادت وکړ. ۳۴ ابراهیم د فلسطینیانو په هېواد کې د اوږدې مودې دپاره پاتې شو.