کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ نو یعقوب خپل سفر ته دوام ورکړ او د مشرق د خلکو خاورې ته راغی. ۲ هغه په صحرا کې یوه څاه ولیدله چې د پسونو درې رمې یې په څنګ کې پنډې وې. له دې څاه څخه به رمو اوبه څښلې او د څاه خولې ته یوه لویه تیږه ایښې وه. ۳ کله چې به ټولې رمې هلته راټولې شوې، نو شپنو به دغه تیږه د څاه د خولې څخه لېرې کوله او رمو ته به یې اوبه ورکولې. بیا به یې تیږه بېرته د څاه خولې ته ایښودله.
۴ یعقوب د شپنو څخه پوښتنه وکړه: «ای زما ورونو، تاسو د کوم ځای یئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د حران یو.» ۵ هغه پوښتنه وکړه: «تاسو د ناحور لمسی لابان پېژنئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ هغه پېژنو.» ۶ هغه پوښتنه وکړه: «هغه ښه دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه ښه دی. وګوره، دا د هغه لور راحیل ده چې د خپلې رمې سره راروانه ده.»
۷ یعقوب وویل: «تراوسه پورې لا لمر جګ ولاړ دی او د رمو د راټولېدلو وخت نه دی. پسونو ته اوبه ورکړئ او هغه بېرته څړځای ته بوځئ.» ۸ هغوی وویل: «دا کار مونږ نه شو کولای. کله چې ټولې رمې راټولې شي او د څاه د خولې څخه تیږه لېرې کړای شي، بیا به پسونو ته اوبه ورکړو.»
۹ یعقوب لا د هغوی سره خبرې کولې چې راحیل د رمې سره راغله، ځکه چې هغه شپونکۍ وه. ۱۰ کله چې یعقوب راحیل ولیدله چې د هغه د ماما لابان رمه ورسره وه، هغه څاه ته ورغی او تیږه یې د څاه د خولې څخه لېرې کړه او د لابان پسونو ته یې اوبه ورکړې. ۱۱ بیا یعقوب راحیل ښکل کړه او په لوړ اواز سره یې وژړل. ۱۲ یعقوب راحیل ته وویل: «زه ستا د پلار د خپلوانو څخه یم او د ربکا زوی یم.»
هغه په منډه لاړه او خپل پلار یې خبر کړ. ۱۳ څنګه چې لابان د خپل خوریي یعقوب خبر واورېد، نو په منډه د هغه لیدلو ته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ او خپل کور ته یې راوست. بیا هرڅه چې پېښ شوي وو، یعقوب لابان ته بیان کړل. ۱۴ لابان هغه ته وویل: «په رښتیا سره ته زما خپله وینه او خپل هډوکی یې.» یعقوب پوره یوه میاشت د هغه سره پاتې شو.
۱۵ لابان یعقوب ته وویل: «ایا په دې خاطر چې ته زما خپل یې، نو ماته به وړیا خدمت کوې؟ ووایه چې ته څومره مزدوري غواړې؟» ۱۶ لابان دوه لورګانې درلودلې، د مشرې نوم لیه او د کشرې نوم راحیل ؤ. ۱۷ د لیه سترګې ښکلې وې، خو راحیل ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود. ۱۸ یعقوب په راحیل باندې مین شوی ؤ او ویې ویل: «که چېرې خپله کشره لور ماته راکړې، نو زه به اووه کاله ستا خدمت وکړم.»
۱۹ لابان وویل: «دا به ښه وي چې هغه تاته درکړم، نه کوم بل چاته. زما سره دلته پاتې شه.» ۲۰ نو یعقوب د راحیل دپاره اووه کاله خدمت وکړ، خو دا کلونه هغه ته لکه د ډېرو لږو ورځو په شان ښکاره شول، ځکه چې هغه د راحیل سره ډېره مینه درلودله.
۲۱ نو یعقوب لابان ته وویل: «هغه موده پوره شوې ده، نو اجازه راکړه چې ستا د لور سره واده وکړم.» ۲۲ نو لابان د هغه ځای ټول خلک راټول کړل او مېلمستیا یې ورکړه. ۲۳ خو کله چې شپه شوه، هغه د راحیل په ځای لیه یعقوب ته وروستله او یعقوب د هغې سره یوځای شو. ۲۴ لابان خپله وینځه زلفه خپلې لور لیه ته د نوکرې په توګه ورکړه. ۲۵ کله چې سهار شو، یعقوب ته معلومه شوه چې هغه لیه وه. هغه لابان ته ورغی او ورته ویې ویل: «زما سره دې ولې داسې وکړل؟ ما د دې دپاره کار کاوه چې راحیل ماته راکړې، زه دې ولې وغولولم؟» ۲۶ لابان ځواب ورکړ: «دلته زمونږ په ځای کې داسې رواج نه دی چې کشره لور دې د مشرې څخه مخکې واده کړي. ۲۷ صبر وکړه چې د لیه د واده اوومه ورځ پوره شي بیا به راحیل هم درکړم، خو ته به اووه کاله نور هم زما خدمت کوې.»
۲۸ یعقوب قبوله کړه او د لیه سره یې د واده اوومه ورځ پوره کړه او لابان خپله لور راحیل هم هغه ته ورکړه. ۲۹ لابان خپله وینځه بلهه خپلې لور راحیل ته د نوکرې په توګه ورکړه. ۳۰ یعقوب د راحیل سره هم یوځای شو. په هغه باندې د لیه څخه راحیل ډېره ګرانه وه. هغه لابان ته اووه کاله نور خدمت وکړ.
۳۱ کله چې څښتن ولیدل چې یعقوب د لیه سره ډېره مینه نه کوي، خدای هغې ته اولادونه ورکړل، خو راحیل شنډه وه. ۳۲ لیه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې روبین نوم کېښود، ځکه هغې وویل: «څښتن زما سختي لیدلې ده. اوس به مې مېړه راسره مینه کوي.» ۳۳ هغه بیا امیدواره شوه، زوی یې وزېږاوه او ویې ویل: «دا ځکه چې څښتن پوهیږي چې یعقوب زما سره مینه نه کوي، نو دا یې هم راکړ.» نو په هغه باندې یې شمعون نوم کېښود. ۳۴ هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه، ویې ویل: «اوس به د خپل مېړه زړه ته ورنژدې شم، ځکه چې درې زامن مې ورته وزېږول.» نو په دې خاطر یې په هغه باندې لاوي نوم کېښود. ۳۵ هغه بیا امیدواره شوه او کله چې د هغې زوی پیدا شو، هغې وویل: «دا ځل به زه د څښتن ستاینه وکړم.» نو هغې په هغه باندې یهودا نوم کېښود. وروسته له هغې څخه لیه د اولاد د زېږولو څخه ولوېدله.