د پیدایښت کتاب

یودېرشم فصل

یعقوب د لابان څخه تښتي

۱ یعقوب واورېدل چې د لابان زامنو ویلي دي چې «هرڅه چې زمونږ د پلار سره وو، هغه یعقوب واخیستل او دا ټوله شتمني یې زمونږ د پلار د شتمنۍ څخه لاسته راوړه.» ۲ هغه ولیدل چې د لابان چلند د هغه سره د پخوا په شان دوستانه نه دی. ۳ بیا څښتن یعقوب ته وویل: «بېرته خپل پلرني وطن او خپلو خپلوانو ته لاړ شه. زه به ستا سره مل یم.»

۴ نو یعقوب راحیل او لیې ته خبر ولېږه چې صحرا ته یعنې هغه ځای ته راشي چې د هغه رمې په کې وې. ۵ یعقوب هغوی ته وویل: «زه وینم چې ستاسو د پلار چلند زما سره د پخوا په شان دوستانه نه دی، خو زما د پلار خدای زما سره مل دی. ۶ تاسې دواړه پوهېږئ چې ما په خپل ټول قوت سره ستاسو د پلار خدمت کړی دی. ۷ سره له دې چې ستاسو پلار زما سره ټګي کړې ده او لس ځله یې زما مزدوري بدله کړه، خو خدای هغه پرېنښود چې ماته زیان راورسوي. ۸ کله چې به لابان وویل: ‹خالداره وزې دې ستا مزدوري وي،› نو ټولو رمو به خالداره بچي زېږول او چې کله به یې وویل: ‹خطداره دې ستا وي،› نو ټولو رمو به خطداره بچي زېږول. ۹ نو خدای ستاسو د پلار څخه رمې واخیستلې او ماته یې راکړې.

۱۰ د بچیو د زېږولو په موسم کې ما یو خوب ولیده. سترګې مې پورته کړې او ومې لیدل هغه سېرلي چې د وزو سره جوړه کېدل خطداره او خالداره وو. ۱۱ د خدای فرښتې په خوب کې راته وویل: ‹ای یعقوبه!› ما ځواب ورکړ: ‹زه حاضر یم.› ۱۲ هغه وویل: ‹سترګې پورته کړه او وګوره. هغه ټول سېرلي چې د وزو سره جوړه کیږي ټول خالداره او خطداره دي، ځکه هرڅه چې لابان ستا سره کړي دي، هغه مې لیدلي دي. ۱۳ زه هماغه خدای یم چې په بیت‌ییل کې درښکاره شوم. په هغه ځای کې چې تا په هغې تیږې باندې د زیتونو تېل واچول او زما دپاره دې نذر ورکړ. اوس دا خاوره پرېږده او هغه وطن ته لاړ شه چې ته په کې پیدا شوی یې.›»

۱۴ راحیل او لیه یعقوب ته په ځواب کې وویل: «مونږ ته د خپل پلار څخه هېڅ شی په میراث کې راپاتې نه دی. ۱۵ هغه زمونږ سره د پردیو په شان چلند کوي. هغه مونږ خرڅې کړې یو او هغه پیسې چې زمونږ دپاره هغه ته ورکړل شوې وې، ټولې یې مصرف کړي دي. ۱۶ هغه ټول مال او دولت چې خدای زمونږ د پلار څخه اخیستی دی، هغه زمونږ او زمونږ د اولادونو دی. نو هرڅه چې خدای درته ویلي دي، هماغسې وکړه.»

۱۷ نو یعقوب خپل اولادونه او خپلې ښځې په اوښانو باندې سپرې کړې. ۱۸ هغه خپل ټول حیوانات مخکې کړل او هغه څه چې په بین‌النهرین کې یې ګټلي وو ټول واخیستل، ترڅو خپل پلار اسحاق ته چې په کنعان کې ؤ، لاړ شي. ۱۹ په هغه وخت کې چې لابان د خپلو پسونو د سکولولو دپاره تللی ؤ، راحیل د خپل پلار د کورنۍ بتان غلا کړل. ۲۰ یعقوب لابان وغولاوه، ځکه چې هغه یې په دې باندې خبر نه کړ چې دی د تللو نیت لري. ۲۱ هرڅه چې هغه درلودل هغه یې واخیستل او وتښتېده. هغوی د فرات د سیند څخه تېر شول او د جلعاد د غرنۍ سیمې په لور روان شول.

لابان یعقوب تعقیبوي

۲۲ په درېمه ورځ لابان ته خبر ورسېده چې یعقوب تښتېدلی دی. ۲۳ هغه خپل خپلوان د ځان سره واخیستل او اووه ورځې یې په هغه پسې لاره ووهله او د جلعاد په غرنۍ سیمه کې هغه ته ورورسېد. ۲۴ خو خدای د شپې په خوب کې لابان ته ښکاره شو او هغه ته یې وویل: «پام کوه چې یعقوب ته هېڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد.» ۲۵ یعقوب د جلعاد په غرنۍ سیمه کې خپلې خېمې ودرولې وې چې لابان ورورسېد او هغه هم د خپلو خپلوانو سره په هغه ځای کې خېمې ودرولې.

۲۶ لابان یعقوب ته وویل: «څه دې وکړل؟ زه دې وغولولم او زما لورګانې دې د جنګي اسیرانو په شان بوتللې. ۲۷ ولې دې زه وغولولم او په پټه وتښتېدلې؟ ولې دې زه خبر نه کړم چې تاسو مې په خوشحالۍ، په سندرو او د چمبو او رباب په ساز سره رخصت کړي وای. ۲۸ زه دې پرېنښودم چې خپل لمسیان او لورګانې ښکل کړم او خدای پاماني ورسره وکړم. بې‌عقله کار دې وکړ. ۲۹ زه دا توان لرم چې زیان درورسوم، خو ستا د پلار خدای تېره شپه ماته وویل چې پام کوه چې یعقوب ته هېڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد. ۳۰ اوس ته روان یې، ځکه چې تا دا ارمان درلود چې بېرته د خپل پلار کور ته لاړ شې، نو زما بتان دې ولې غلا کړي دي؟»

۳۱ یعقوب لابان ته په ځواب کې وویل: «زه ووېرېدم، ځکه چې ما فکر وکړ چې خپلې لورګانې به په زور زما څخه واخلې. ۳۲ خو که د هرچا سره دې خپل بتان پیدا کړل، هغه دې ووژل شي. زمونږ د خپلوانو په مخکې یې وګوره. که چېرې ستا کوم شی زمونږ سره وي، خپل ځان ته یې واخله.» خو یعقوب په دې باندې نه پوهېده چې راحیل هغه بتان غلا کړي وو.

۳۳ نو لابان د یعقوب خېمې ته ننوت او هغه یې ولټوله. بیا د لیه خېمې ته او د دواړو وینځو خېمو ته ننوت او هېڅ یې پیدا نه کړل. بیا هغه د راحیل خېمې ته ننوت. ۳۴ راحیل بتان د اوښ د زین لاندې ایښي وو او ورباندې ناسته وه. لابان ټوله خېمه ولټوله، هېڅ یې ونه موندل. ۳۵ راحیل خپل پلار ته وویل: «پلاره، خفه نه شې. زه ستا په مخکې نه شم پاڅېدلی، ځکه چې په ما باندې میاشتینۍ ناروغي راغلې ده.» لابان خېمه ولټوله، خو بتان یې پیدا نه کړل.

۳۶ یعقوب په قهر شو او د لابان سره یې شخړه وکړه او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ما څه جرم کړی دی؟ او کومه خطا مې کړې ده چې راپسې یې؟ ۳۷ اوس چې تا زما ټول سامان ولټاوه که د خپل کور سامان دې موندلی وي، دلته یې زما د خپلوانو او ستا د خپلوانو په مخکې کېږده او پرېږده چې هغوی دا پرېکړه وکړي چې زمونږ دواړو څخه کوم یو په حقه دی. ۳۸ شل کاله کیږي چې زه ستا سره وم. ستا مېږو او وزو بچي زیان نه کړل او ستا د رمو څخه مې یو پسه هم نه دی خوړلی. ۳۹ هغه حیوانات چې وحشي ځناورو به داړلي وو، هغه مې نه دي راوړي. د هغوی تاوان مې په خپل ځان منلی دی او هغه چې د ورځې یا به د شپې غلا شوي وو، د هغو بیه به دې زما څخه غوښتله. ۴۰ دا زما حال ؤ چې د ورځې په ګرمۍ او د شپې په یخنۍ کې به ځورېدلم او خوب مې نه شو کولای. ۴۱ په دې ډول زه شل کاله ستا په کور کې وم. څوارلس کاله مې ستا د لورګانو په خاطر ستا خدمت وکړ او شپږ کاله مې ستا د رمو دپاره. لس ځلې دې زما مزدوري بدله کړه. ۴۲ که چېرې زما د نیکونو خدای، د ابراهیم او د اسحاق خدای زما سره مل نه وای، نو زه به دې په یقین سره تش لاس لېږلی وای. خو خدای زما سختۍ او د لاسونو خواري ولیدله او تېره شپه یې ملامته کړې.»

د یعقوب او لابان ترمنځ تړون

۴۳ لابان یعقوب ته ځواب ورکړ: «دا ښځې زما لورګانې دي. د هغوی اولادونه زما اولادونه دي او دا رمې زما رمې دي او دا هرڅه چې دلته وینې زما دي. خو زه ستا څخه خپلې لورګانې او د هغوی اولادونه نه شم اخیستلی. ۴۴ زه تیار یم چې ستا سره یو تړون وکړم. راځئ چې د تیږو یوه ډېرۍ جوړه کړو چې مونږ ته به زمونږ تړون رایادوي.»

۴۵ نو یعقوب تیږه راواخیستله او هغه یې د یادګار په توګه ودروله. ۴۶ هغه خپلو خپلوانو ته وویل چې تیږې راټولې کړي. نو هغوی تیږې راواخیستلې او ډېرۍ یې کړې. بیا یعقوب او لابان د هغې ډېرۍ په څنګ کې سره ډوډۍ وخوړله. ۴۷ لابان په هغه باندې یجر سهدوتا نوم کېښود. خو یعقوب هغه د جلعید په نوم یاد کړ. ۴۸ لابان وویل: «دا د تیږو ډېرۍ به زمونږ دواړو دپاره یو یادګار وي.» په دې خاطر هغه د جلعید په نوم یاده شوه. ۴۹ همدارنګه هغه د مصفه په نوم هم یاده شوه، ځکه چې لابان وویل: «کله چې مونږ یو د بل څخه بېل شو، نو څښتن دې زمونږ دواړو ناظر اوسي. ۵۰ که ته زما د لورګانو سره بد چلند وکړې او یا نورې ښځې وکړې، حتی که زه له دې څخه خبر هم نه شم، نو یاد ساته چې خدای زما او ستا ترمنځ شاهد دی.»

۵۱ همدارنګه لابان یعقوب ته وویل: «دا هغه ډېرۍ او هغه یادګاري تیږه ده چې زما او ستا ترمنځ مې ودرولې ده. ۵۲ دا ډېرۍ او دا تیږه دواړه زمونږ دپاره د یادګار په توګه دي. زه به د دې ډېرۍ څخه ستا خواته نه درتېرېږم چې حمله درباندې وکړم او ته به د دې ډېرۍ او د دې تیږې څخه نه راتېرېږې چې حمله راباندې وکړې. ۵۳ د ابراهیم او د ناحور خدای به زمونږ ترمنځ قضاوت کوي.» بیا یعقوب د هغه خدای په نوم چې د هغه پلار اسحاق ورته عبادت کاوه، سخت قسم وخوړ چې په دې وعدې باندې به ودریږي. ۵۴ یعقوب هلته په هغې غرنۍ سیمه کې قرباني وکړه او خپل خپلوان یې ډوډۍ خوړلو ته راوبلل. د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته هغوی هلته شپه تېره کړه. ۵۵ لابان سهار وختي پاڅېد، خپل لمسیان او لورګانې یې ښکل کړل، خدای پاماني یې ورسره وکړه او بېرته خپل کور ته روان شو.