کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ یعقوب ولیدل چې عیسو د خپلو څلور سوه کسانو سره راروان دی. نو هغه خپل اولادونه په راحیل او لیه او دوه وینځو باندې ووېشل. ۲ وینځې او د هغوی اولادونه یې مخکې کړل. لیه او د هغې اولادونه یې ورپسې کړل او راحیل او یوسف یې شاته کړل. ۳ په خپله یعقوب د هغوی څخه مخکې روان ؤ. څنګه چې خپل ورور ته ورنژدې شو، اووه ځلې هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۴ خو عیسو په منډه د یعقوب هرکلي ته ورغی او هغه یې په غېږ کې ونیوه. خپل لاسونه یې د هغه د غاړې څخه راتاو کړل او ښکل یې کړ او دواړو وژړل. ۵ بیا عیسو شاوخوا وکتل او ښځې او ماشومان یې ولیدل. هغه پوښتنه وکړه: «دا درسره څوک دي؟» یعقوب ځواب ورکړ: «دا زما اولادونه دي چې خدای په خپل فضل ماته راکړي دي.» ۶ بیا وینځې د خپلو اولادونو سره راغلې او د درناوي په خاطر یې خپل سرونه ټیټ کړل. ۷ بیا لیه او د هغې اولادونه راغلل او د ټولو څخه وروسته یوسف او راحیل راغلل او ټولو خپل سرونه د درناوي په خاطر ټیټ کړل.
۸ عیسو پوښتنه وکړه: «دا ټول حیوانات چې ماته دې رالېږلي دي، د هغو څخه ستا مقصد څه دی؟» یعقوب ځواب ورکړ: «ای باداره، دا د دې دپاره دي چې تاسو راباندې مهرباني وکړئ.» ۹ خو عیسو وویل: «ای زما وروره، زما سره هرڅه ډېر دي. ستا سره چې هرڅه دي، خپل ځان ته یې وساته.»
۱۰ یعقوب ځواب ورکړ: «نه! که په ما باندې مهربانه شوی یې، نو زما سوغات قبول کړه. ځکه چې ستا د مخ لیدل زما دپاره لکه د خدای د مخ د لیدلو په شان دي، په دې خاطر چې زه دې په مهربانۍ سره قبول کړم. ۱۱ نو د مهربانۍ له مخې دا سوغاتونه چې ستا دپاره مې راوړي دي قبول کړه، ځکه چې خدای په ما باندې فضل کړی دی او هرڅه ته چې زه اړتیا لرم، هغه ټول یې ماته راکړي دي.» یعقوب دومره ټینګار وکړ، تر هغې چې عیسو هغه قبول کړل.
۱۲ عیسو وویل: «راځئ چې لاړ شو. زه به تاسو بدرګه کړم.» ۱۳ خو یعقوب هغه ته وویل: «زما بادار پوهیږي چې اولادونه مې کمزوري دي او زه باید په دې مېږو او غواګانو باندې چې لنګې دي، پام وکړم. که چېرې هغه په یوه ورځ کې سختې وځغلولې شي، نو ټول به مړه شي. ۱۴ نو زما بادار دې زما څخه مخکې لاړ شي او زه به ورو، ورو د اولادونو او حیواناتو په قدم درځم، ترڅو د خپل بادار سره په ادوم کې یوځای شم.»
۱۵ عیسو وویل: «نو بیا اجازه راکړه چې د خپلو کسانو څخه یو څو تنه ستا سره پرېږدم.» یعقوب ځواب ورکړ: «د دې اړتیا نشته، ځکه زه یوازې دا غواړم چې خپل بادار راباندې مهرباني وکړي.» ۱۶ په هماغه ورځ عیسو په خپله لاره روان شو او بېرته ادوم ته ستون شو. ۱۷ خو یعقوب سوکوت ته لاړ او هلته یې د خپل ځان دپاره کور جوړ کړ او د خپلو حیواناتو دپاره یې څپرې جوړې کړې. نو ځکه هغه ځای د سوکوت په نوم یاد کړای شو.
۱۸ نو یعقوب د بینالنهرین څخه په سلامتۍ سره د شکیم ښار ته چې په کنعان کې دی، راغی او ښار ته نژدې یې په یو ځای کې خېمې ودرولې. ۱۹ هغه ځمکه چې په هغې کې یې خېمې ودرولې وې، هغه یې د شکیم د پلار حمور د اولادونو څخه د سپینو زرو په سلو سکو واخیستله. ۲۰ هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه یې د ایل الوهي اسراییل په نوم یاد کړ.