کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کله چې یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې شته، نو هغه خپلو زامنو ته وویل: «تاسو ولې هسې ناست یئ او یو بل ته ګورئ؟ ۲ ما اورېدلي دي چې په مصر کې غلې دانې شته. هلته لاړ شئ او زمونږ دپاره یو څه واخلئ چې له لوږې څخه مړه نه شو.» ۳ نو د یوسف لس ورونه د غلو دانو د اخیستلو دپاره مصر ته لاړل. ۴ خو یعقوب د یوسف ورور بنیامین د هغوی سره ونه لېږه، ځکه چې هغه وېرېده چې کوم زیان ورته ونه رسیږي.
۵ نو د یعقوب زامن هم د هغو کنعانیانو په ډله کې وو چې د غلې د اخیستلو دپاره راغلي وو، ځکه چې په کنعان کې هم قحطي وه. ۶ یوسف د مصر د دوهم مشر په توګه د ټولې دنیا په خلکو باندې غله خرڅوله، نو کله چې د یوسف ورونه راورسېدل، هغه ته یې د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل. ۷ څنګه چې یوسف خپل ورونه ولیدل هغوی یې وپېژندل، خو ځان یې هغوی ته لکه د یو پردي په شان وښود او د هغوی سره یې په سخته لهجه خبرې وکړې. هغه پوښتنه ورڅخه وکړه: «له کوم ځای څخه راغلي یئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د کنعان څخه راغلي یو چې یو څه غله واخلو.»
۸ که څه هم یوسف خپل ورونه وپېژندل، خو هغوی یوسف ونه پېژانده. ۹ په دې وخت کې یوسف خپل هغه خوبونه رایاد کړل چې د هغوی په اړه یې لیدلي وو او هغوی ته یې وویل: «تاسو جاسوسان یئ! تاسو د دې دپاره راغلي یئ چې وګورئ زمونږ په هېواد کې د کوم ځای امنیت کمزوری دی.» ۱۰ هغوی ځواب ورکړ: «نه زما باداره، ستا غلامان د غلې د اخیستلو دپاره راغلي دي. ۱۱ مونږ ټول ورونه یو. مونږ جاسوسان نه یو، مونږ صادق خلک یو.» ۱۲ یوسف هغوی ته وویل: «نه! تاسو د دې دپاره راغلي یئ چې وګورئ زمونږ په هېواد کې د کوم ځای امنیت کمزوری دی.» ۱۳ هغوی ځواب ورکړ: «ستا غلامان دولس ورونه د یو سړي زامن یو چې هغه د کنعان په خاوره کې اوسیږي. یو ورور مو مړ شوی دی او کشر ورور اوس زمونږ د پلار سره دی.» ۱۴ یوسف هغوی ته وویل: «دا همدا خبره ده لکه څنګه چې ما درته ویلي وو. تاسو جاسوسان یئ. ۱۵ اوس به تاسو په دې ډول وازمایلی شئ. زه د فرعون په ژوندون باندې قسم خورم چې تاسو به هېڅکله له دې ځای نه لاړ نه شئ، تر هغې پورې چې ستاسو کشر ورور دلته رانه شي. ۱۶ ستاسو څخه دې یو تن لاړ شي چې ستاسو ورور راولي او پاتې به په زندان کې وساتل شي، ترڅو ستاسو خبره وازمایلی شي چې تاسو رښتیا وایئ او که نه. که داسې نه وي، نو د فرعون په نامه باندې قسم خورم چې تاسو جاسوسان یئ.» ۱۷ بیا یې هغوی درې ورځې په زندان کې وساتل.
۱۸ په درېمه ورځ یوسف هغوی ته وویل: «زه له خدایه وېرېږم. زه به تاسو په یو شرط ژوندي پرېږدم، ۱۹ که چېرې تاسو صادقان یئ، نو ستاسو د ورونو څخه دې یو کس په زندان کې پاتې شي او نور کولای شي چې لاړ شي او خپلو وږیو کورنیو ته غله یوسي. ۲۰ خو تاسو خامخا خپل کشر ورور ماته راولئ، نو ستاسو خبره به ثابته شي چې رښتیا وایئ او تاسو به مړه نه شئ.» هغوی رضا شول ۲۱ او یو بل ته یې وویل: «اوس مونږ دغه تکلیف د هغه کار په نتیجه کې وینو چې د خپل ورور سره مو کړی دی. مونږ ولیدل چې هغه په لوی مصیبت کې ؤ او مونږ ته یې د خپل ژوند دپاره زاري کوله، خو مونږ قبوله نه کړه. په همدې سبب دغه مصیبت په مونږ باندې راغلی دی.»
۲۲ روبین ځواب ورکړ: «ایا تاسو ته مې ونه ویل چې د دې هلک په وړاندې ګناه مه کوئ؟ خو تاسو زما خبره ونه منله! اوس به مونږ د هغه د وینې حساب ورکوو.» ۲۳ هغوی ته معلومه نه وه چې یوسف د هغوی په خبرو باندې پوهیږي، ځکه چې دوی د هغه سره د ترجمان په وسیله خبرې کولې. ۲۴ یوسف د هغوی څخه لېرې لاړ او په ژړا شو. خو بېرته دوی ته راستون شو او بیا یې د هغوی سره خبرې وکړې. د هغوی څخه یې شمعون ونیوه او د هغوی په مخکې یې وتاړه.
۲۵ یوسف امر وکړ چې د هغوی بوجۍ دې د غلو دانو څخه ډکې شي او د هر کس پیسې دې بېرته د هغه په بوجۍ کې کېښودلې شي او هغوی ته دې د سفر دپاره خواړه ورکړای شي. نو همداسې یې ورسره وکړل. ۲۶ هغوی غله په خپلو خرو باندې بار کړه او روان شول. ۲۷ په هغه ځای کې چې هغوی د شپې تېرولو دپاره پاتې شول، یو تن خپله بوجۍ خلاصه کړه چې خپل خره ته خوراک ورکړي، نو خپلې پیسې یې ولیدلې چې د بوجۍ په خوله کې وې. ۲۸ هغه خپلو ورونو ته وویل: «زما پیسې یې بېرته ماته راکړې دي او دلته زما په بوجۍ کې دي.» د هغوی زړونه ولوېدل او په رپېدلو یې یو بل ته مخ واړاوه او ویې ویل: «دا څه دي چې خدای زمونږ سره وکړل؟»
۲۹ کله چې هغوی خپل پلار یعقوب ته د کنعان خاورې ته راغلل، نو هغه څه چې په هغوی باندې تېر شوي وو، هغه ته یې بیان کړل او ویې ویل: ۳۰ «د مصر دوهم مشر زمونږ سره په سخته لهجه خبرې وکړې او په مونږ باندې یې دا تور ولګاوه چې مونږ د هغه په خاوره کې جاسوسي کوو. ۳۱ خو مونږ هغه ته وویل چې مونږ صادق خلک یو، مونږ جاسوسان نه یو. ۳۲ مونږ دولس ورونه او د یو پلار زامن یو. زمونږ یو ورور مړ شوی دی او کشر ورور مو په کنعان کې زمونږ د پلار سره دی. ۳۳ د مصر دوهم مشر په ځواب کې وویل: ‹هغه وخت به زه پوه شم چې تاسو صادقان یئ چې د خپلو ورونو څخه یو دلته زما سره پرېږدئ او د خپلو وږیو کورنیو دپاره غله واخلئ او لاړ شئ. ۳۴ خو خپل کشر ورور ماته راولئ، نو زه به پوه شم چې تاسو جاسوسان نه یئ، بلکې صادقان یئ. بیا به هغه وخت تاسو ته خپل ورور بېرته درکړم او تاسو به وکولای شئ چې دلته پاتې شئ او سوداګري وکړئ.›»
۳۵ نو څنګه چې هغوی خپلې بوجۍ خالي کړې، د هر کس په بوجۍ کې د هغه د پیسو کڅوړه وه. کله چې هغوی او د هغوی پلار د پیسو کڅوړې ولیدلې، نو ووېرېدل. ۳۶ د هغوی پلار یعقوب هغوی ته وویل: «تاسو زه د خپلو اولادونو څخه بېبرخې کړم، یوسف نور نشته او شمعون هم نور نشته. اوس غواړئ چې بنیامین بوځئ. دا هرڅه زما سره کیږي!»
۳۷ په دې وخت کې روبین خپل پلار ته وویل: «که بنیامین مې بېرته تاته رانهووست، زما دواړه زامن ووژنه. هغه ماته وسپاره زه به یې بېرته راولم.» ۳۸ خو یعقوب وویل: «زما زوی به تاسو سره هلته نه ځي. د هغه ورور مړ شوی دی او هغه یوازې پاتې دی. که چېرې په لاره کې په هغه باندې څه پېښه وشي، نو زه زوړ سړی یم، له غمه به مړ شم او تاسو ټول به ملامته شئ.»