فصل قبلی

د حجای نبي کتاب

لومړی فصل

څښتن خدای د خپل کور د بېرته جوړولو حکم کوي

۱ د فارس د پاچا داریوش د پاچاهۍ په دوهم کال، د شپږمې میاشتې په لومړۍ ورځ څښتن د حجای پیغمبر په وسیله خبرې وکړې. دا پیغام د یهودا د والي د شلتي‌ییل زوی زروبابل او یهوصاداق د زوی یوشع مشر کاهن دپاره ؤ. ۲ مطلق قادر څښتن حجای ته داسې وایي: «دا خلک وایي چې دا د څښتن خدای د کور د جوړولو دپاره سم وخت نه دی.» ۳ بیا څښتن د حجای پیغمبر په وسیله دا پیغام خلکو ته ولېږه: ۴ «ای زما خلکو، تاسو ولې په ښایسته کورونو کې اوسېږئ، په داسې حال کې چې زما کور کنډواله پروت دی؟ ۵ مطلق قادر څښتن داسې وايي: «وګورئ چې ستاسو سره څه کیږي. ۶ تاسو زیاتې غلې دانې کرلي دي، خو لږ فصل مو رېبلی دی. تاسو خورئ، خو ورباندې نه مړېږئ. تاسو څښئ، خو دومره نه دي چې ستاسو تنده ورباندې ماته شي! تاسو کالي لرئ، خو په کې نه ګرمېږئ. یو کارګر نه شي کولای چې دومره څه وګټي چې ژوند ورباندې وکړي.

۷ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «وګورئ چې ستاسو سره څه کیږي. ۸ اوس غونډیو ته وخېژئ، لرګي راپیدا کړئ او زما کور بیا جوړ کړئ، نو زه به خوشحاله او عزتمن شم. ۹ تاسو د زیات فصل په تمه وئ، خو هغه کم ؤ. کله چې هغه حاصلات مو کور ته راوړل، ما به هغه په باد یووړل. زه ولې داسې کار کوم؟ دا ځکه چې په داسې حال کې چې زما کور کنډواله پروت دی، تاسو هر یو د خپلو کورونو په جوړولو اخته یئ. ۱۰ نو ځکه هلته باران نه اوریږي او هېڅ شی نه راشنه کیږي. ۱۱ ما په ځمکه، غونډیو، کروندو، د انګورو په باغونو، د زیتونو په باغونو، د ځمکو په ټولو فصلونو، په خلکو، حیواناتو او په هغو ټولو شیانو باندې چې تاسو یې کرئ، وچکالي راوستې ده.»

خلک د څښتن د حکمونو څخه پیروي کوي

۱۲ بیا د شلتي‌ییل زوی زروبابل او د یهوصاداق زوی یوشع او هغو ټولو خلکو چې په بابل کې د جلاوطنۍ نه راستانه شوي وو، هغه کارونه وکړل چې خپل څښتن خدای ورته ویلي وو. هغوی د خپل څښتن خدای نه ووېرېدل او د هغه د استازي حجای اطاعت یې وکړ. ۱۳ بیا حجای خلکو ته د څښتن دا پیغام ورساوه: «دا زما وعده ده چې زه به ستاسو سره مل یم.» ۱۴ څښتن ټول خلک دې ته وهڅول چې د خدای په کور باندې کار وکړي، یعنې د شلتي‌ییل زوی زروبابل د یهودا والي، د یهوصاداق زوی مشر کاهن یوشع او هغه ټول خلک چې د جلا وطنۍ نه راستانه شوي دي. هغوی راغلل او د خپل مطلق قادر څښتن خدای په کور باندې یې کار شروع کړ. ۱۵ هغوی دا کار د داریوش پاچا د پاچاهۍ د دوهم کال د شپږمې میاشتې په څلورویشتمه ورځ شروع کړ.

فصل قبلی