کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د خویندو او ورونو په شان یو د بل سره مینه کوئ. ۲ دا مه هېروئ چې باید د مسافرو مېلمهپالنه وکړئ، ځکه چې ځینو خلکو داسې کړي دي او هغوی د فرښتو مېلمهپالنه کړې ده که څه هم هغوی یې نه دي پېژندلې. ۳ هغه کسان چې په زندان کې دي داسې یادوئ لکه چې تاسو ورسره په زندان کې یئ. هغه کسان در په یادوئ چې ظلم ورسره کیږي، نو داسې وګڼئ لکه تاسو چې کړاوونه وینئ. ۴ ټول باید واده ته درناوی ولري او ښځې او مېړونه باید یو بل ته وفادار اوسي، ځکه چې خدای به بداخلاقه او زناکاره خلک محکوم کړي. ۵ په خپل ژوند کې د پیسو سره د مینې کولو نه ځان لېرې وساتئ او څه چې لرئ په هغو باندې قناعت وکړئ، ځکه چې خدای ویلي دي: «زه به هېڅکله تاسو یوازې پرېنږدم او هېڅکله به مو نه هېروم.» ۶ نو مونږ په ډاډه زړه ویلی شو:
زما مرستندوی دی څښتن
نه به وېرېږمه زه
څه کولای شي انسان ما سره؟
۷ خپل مشران چې تاسو ته یې د خدای کلام بیان کړ، په یاد ساتئ. د هغوی د ژوند د لارو او څرنګوالي په هکله فکر وکړئ او د هغوی ایمان د ځان دپاره مثال وګرځوئ. ۸ عیسی مسیح پرون، نن او د تل دپاره یوشان دی. ۹ د هر ډول عجیبه تعلیمونو له امله مه بېلارې کېږئ. دا ښه ده چې زمونږ زړونه د خدای په فضل باندې قوي شي، نه په مذهبي قوانینو پورې تړلي خوړو باندې، ځکه کوم خلک چې دا قانون په مخ وړي هېڅ ګټه ورته نه رسیږي.
۱۰ مونږ داسې د قربانۍ ځای لرو چې حتی هغه کاهنان چې هلته په سپېڅلې خېمه کې خدمت کوي، د هغې قربانۍ د خوړلو حق نه لري. ۱۱ ځکه چې لوی کاهن به د حیواناتو وینه د ګناه د قربانۍ په توګه ډېر سپېڅلي ځای ته وړله، خو د هغوی مړي د کمپ نه دباندې سوځول کېدل. ۱۲ نو له دې امله عیسی هم د ښار د دروازې نه دباندې کړاوونه وزغمل او مړ شو، ترڅو د خپلې وینې په وسیله خلک د ګناه څخه پاک کړي. ۱۳ نو راځئ چې هغه ته د کمپ نه دباندې ورشو او هغه بېعزتي وزغمو چې هغه زغملې وه. ۱۴ ځکه چې په دې دنیا کې زمونږ دپاره هېڅ داسې ښار نشته چې د تل دپاره پاتې وي، خو مونږ د هغه ښار په لټه کې یو چې په راتلونکې کې به موجود وي.
۱۵ نو راځئ چې د عیسی په وسیله د قربانیو په توګه تل د خدای ثنا او صفت وکړو، یعنې په خپلو خولو د هغه د نوم اقرار وکړو. ۱۶ نېکي کول او د نورو سره مرسته کول مه هېروئ، ځکه چې خدای په داسې قربانیو خوشحالیږي.
۱۷ د خپلو مشرانو اطاعت کوئ او څه چې درته وایي هماغسې کوئ. هغوی په تاسو باندې پام کوي او خدای ته به حساب ورکوي. نو پرېږدئ چې هغوی دا کار په خوشحالۍ سره وکړي، نه په خفګان. که نه، نو تاسو ته به یې ګټه ونه رسیږي. ۱۸ زمونږ دپاره دعا کوئ. مونږ ډاډمن یو چې زمونږ وجدان پاک دی او غواړو چې په هر لحاظ د عزت ژوند وکړو. ۱۹ زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې دعا وکړئ، ترڅو ډېر زر بېرته تاسو ته راشم.
۲۰ اوس دې د سولې او سلامتۍ خدای چې د تلپاتې لوظ د وینې په وسیله یې زمونږ څښتن عیسی چې لوی شپون دی، د مړو نه بېرته راژوندی کړ، ۲۱ نو هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره په خپلو ټولو ښو کارونو کې تیار کړي او د عیسی مسیح په وسیله دې په مونږ کې هغه کارونه وکړي چې هغه پرې خوشحالیږي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
۲۲ ای خویندو او ورونو! ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې زما نصیحت په صبر او حوصلې سره واورئ، ځکه چې هغه مې درته په لنډ ډول لیکلی دی. ۲۳ زه غواړم تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تیموتاوس د زندان نه خلاص شوی دی. که هغه زر دلته راشي، نو هغه به زما سره ستاسو لیدو ته درشي. ۲۴ خپلو ټولو مشرانو او ایماندارانو ته زمونږ سلامونه ووایئ. د ایټالیې ایمانداران هم تاسو ته خپل سلامونه وایي. ۲۵ په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.