د عبرانيانو په نوم خط

اتم باب

حضرت عيسىٰ د غوره لوظ مشر اِمام

۱ اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے. ۲ هغه په هغه مقدس ځائ او هغه حقيقى خېمې کښې خادِم دے چې انسان نۀ بلکې مالِک خُدائ ودرولې ده. ۳ ځکه چې هر مشر اِمام د نذارانو او قربانو ورکولو دپاره مقرر دے، نو په کار دى چې زمونږ د اِمام سره هم د ورکولو دپاره څۀ وى. ۴ کۀ هغه په زمکه وے نو هغه به اِمام نۀ وے، ځکه چې نور اِمامان شته دے چې د شريعت په مطابق نذرانې پېش کړى. ۵ هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“ ۶ خو کوم خدمت چې عيسىٰ ته ورکړے شوے دے د زوړ لوظ نه د هغۀ مينځګړتوب ډېر زيات بهتر دے ځکه چې دا لوظ د ښۀ وعدو په بنياد شوے دے. ۷ ځکه چې کۀ اولنے لوظ بې‌نقصه وو نو بيا به د دوېم لوظ ضرورت نۀ پېښېدو. ۸ خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم. ۹ دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى. ۱۰ خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى. ۱۱ نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى. ۱۲ ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“ ۱۳ کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى.