د هوشع نبي کتاب

یوولسم فصل

د اسراییلو د سرکښه قوم سره د خدای مینه

۱ څښتن وایي:

اسراییل چې کله ؤ ماشوم

راباندې ګران ؤ لکه د زوی په شان

او ما د مصر نه راوغوښت هغه

۲ خو څومره چې ما کاوه اواز هغه ته

لېرې کېده هومره زما نه هغه

بعل بتانو ته کوله قرباني زما قوم

سوځولې خوشبویي هغوی بتانو ته

۳ خو بیاهم زه وم چې مې زده کړ

اسراییل ته د ګرځېدلو چل

هغه مې ونیوه د لاسونو څخه

خو هغه پوه نه شو چې ما پام کاوه

هغه باندې

۴ ما د مینې او محبت په رسۍ

راکش کړل هغوی خپل ځان ته

ما را‌اوچت کړ جغ چې هغوی وکړي خوراک

زه ورټیټ شومه هغوی ته او خواړه مې ورکړل

۵ هغوی باید مصر ته ورستانه نه شي، خو آشوریان به په هغوی باندې حکومت کوي، ځکه چې هغوی نه غواړي چې بېرته زما خواته راوګرځي. ۶ جنګ به لکه د توفان په شان د هغوی ښارونو ته راځي او د ښار دروازې به ماتې کړي. جنګ به زما خلک برباد کړي، ځکه چې هغوی به د خپلو بدو دسیسو له امله له منځه لاړ شي. ۷ زما خلکو پرېکړه کړې ده چې د هغه خدای په خاطر ما رد کړي چې دوی فکر کوي هغه ډېر قوي دی، خو هغه مرسته نه شي کولی.

۸ ای اسراییله، څنګه کولی شم چې تا پرېږدم؟

څنګه کولای شم چې دې تسلیم کړم چاته؟

کله کولای شم زه چې کړم تباه تا لکه ښار د ادمه؟

یا تا سره کار وکړم په شان د زبوییم د ښار؟

زړه مې نه غواړي چې وکړمه زه داسې کار

ځکه چې ستا سره کړمه ډېره زیاته مینه

۹ د خپل سخت قهر په وخت کې

به زه درنه کړم سزا

زه به بیا نه کړم اسراییل تباه

ځکه چې خدای یمه، انسان نه یمه

سپېڅلی ذات یم او تا سره مل یمه زه

زه به رانه شم په غضب تا ته

۱۰ کله چې زه په خپلو خلکو باندې لکه د زمري په شان وغورېږم، نو زما غوره شوی قوم به ولړزیږي. هغوی به زما پیروي وکړي. هغوی به په وېره د لوېدیځې خوا نه ماته راشي. ۱۱ هغوی به له وېرې د مصر نه د مرغانو په شان والوزي او د آشور نه به د کوترو په شان راشي. هغوی به بېرته خپلو کورونو ته راولم.

۱۲ د اسراییلو خلک په دروغو او چل سره زما څخه راتاو شوي دي او د یهودا خلک لا تر‌اوسه پورې زما په وړاندې چې وفادار او سپېڅلی خدای یم، سرکښي کوي. ما څښتن داسې ویلي دي.