فصل بعدی

د هوشع نبي کتاب

څوارلسم فصل

هوشع اسراییلو ته بلنه ورکوي چې څښتن ته راوګرځي

۱ ای د اسراییلو خلکو، خپل څښتن خدای ته راوګرځئ، ځکه چې ستاسو ګناه ستاسو د رالوېدلو سبب شوې ده. ۲ څښتن ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او هغه ته ووایئ: «زمونږ ټول ګناهونه وبخښه او زمونږ دعا قبوله کړه، ترڅو مونږ ستا د ثنا او صفت سره تا ته قرباني وړاندې کړو. ۳ آشوریان مونږ هېڅکله ژغورلی نه شي او جنګي اسونه زمونږ ساتنه کولای نه شي. مونږ به نور هېڅکله په خپلو لاسونو جوړ شویو بتانو ته ونه وایو چې هغه زمونږ خدایان دي. ای څښتنه، یوازې ته یئ چې په یتیمانو باندې رحم کوې.»

د اسراییلو دپاره د بخښنې وعده

۴ څښتن وایي:

زه به ختمه کړم د هغوی بې‌وفایي

او شفا به ورکړم

د زړه د اخلاصه به کړم مینه له هغوی سره

او زه به هغوی باندې نور قهر نه کوم

۵ زه به یم د اسراییلو دپاره

لکه د پرخې په شان

هغوی به وغوړیږي

لکه ګلانو د سوسن په شان

هغوی به ولري کلکې ریښې

لکه د لبنان د سبر ونو په شان

۶ د هغوی څانګې به خپرې شي

او وي به ښایسته لکه زیتون د ونو په شان

وي خوشبویي به د دوی

د لبنان د سبر ونو په شان

۷ هغوی به بیا تېروي ژوند زما د سیوري لاندې

هغوی کري به غلې

او وبه غوړیږي د انګور تاک په شان

شي مشهور به هغوی لکه شراب د لبنان

۸ ای اسراییلو، تاسو به کار نه لرئ

نور د بتانو سره

هغه زه یم چې قبلوم به دعاګانې ستاسو

او زه به کومه پام په تاسو باندې

زه سرپناه به یم ستاسو دپاره د تل شنې ونې په شان

ستاسو مېوه راځي زما له خوا نه

اخرنۍ نتیجه

۹ کوم خلک چې هوښیار دي، نو هغوی دې په دې خبرو باندې پوه شي او کوم خلک چې عقلمند دي، هغو ته دې په خپلو زړونو کې ځای ورکړي. د څښتن لارې سمې دي او صادقان خلک به په هغو باندې روان وي، خو سرکښه خلک به په دې لارو راولویږي.

فصل بعدی