د اشعیا نبي کتاب

دېرشم فصل

د مصر سره بې ګټې تړون

۱ څښتن ویلي دي: «افسوس د یاغي زامنو په حال! ځکه هغوی له ما سره مشوره نه کوي او خپلې نقشې جوړوي. زما د خوښۍ او رضا په خلاف د نورو سره تړون کوي او په دې ډول د خپلو ګناهونو بار ډېروي. ۲ هغوی بې له دې چې زما سره مشوره وکړي د مرستې په خاطر مصر ته ځي. هغوی له فرعونه غواړي چې د دوی ساتنه وکړي او هغوی د مصر سیوري ته پناه وړي. ۳ خو په فرعون توکل به د هغوی د شرم او د مصر سیوري ته پناه وړل به د هغوی د رسوایۍ سبب وګرځي. ۴ که څه هم د یهودا د پاچا استازي لا د مخکې نه د مصر د صوعن او حانیس ښارونو ته رسېدلي دي، ۵ د یهودا قوم به وشرمیږي او رسوا به شي چې هغوی په یو بې باوره هېواد باندې باور وکړ. ځکه هغوی ورڅخه د مرستې تمه لرله، خو هغه هېواد د هغوی سره هېڅ مرسته ونه کړه.»

۶ دا د څښتن هغه پیغام دی چې د جنوبي دښتې د حیواناتو په اړه دی: دا استازي د هغه وطن په لاره سفر کوي چې خطرناک او د ستونزو څخه ډک دی، چې هلته زمریان او زهرجن او ټوپ وهونکي ماران اوسیږي. هغوی خپل خره او اوښان په قیمتي سوغاتونو بار کړي دي او هغه هېواد ته یې وړي چې د هغوی سره مرسته نه شي کولای. ۷ د مصر مرسته ګټه نه لري. نو ځکه ما مصر ته د «د سیند د لویې او بېکاره بلا» لقب ورکړی دی.

د خلکو سرغړونه

۸ څښتن ماته وویل: «اوس لاړ شه، د هغوی په وړاندې دا ټولې پېښې د یوې تیږې په لوحې او یا په یو طومار کې د تلپاتې نښې په توګه ولیکه. ۹ هغوی تل د څښتن په وړاندې سرغړونه کوي، دروغجن دي او د هغه د تعلیم د منلو څخه انکار کوي. ۱۰ هغوی نبیانو ته وایي: ‹رویاګانې مه ګورئ. مونږ ته د رښتینولۍ په اړه خبرې مه کوئ. مونږ ته هغه خبرې وکړئ چې اورېدل یې غواړو. خیر دی که هغه دروغ هم وي. ۱۱ زمونږ له لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مه نیسئ. مونږ نه غواړو چې د اسراییلو د سپېڅلي خدای په اړه څه واورو.›»

۱۲ په دې خاطر د اسراییلو سپېڅلی خدای داسې وایي: «زه چې څه وایم هغه تاسو نه منئ او په ظلم او غولونې باندې تکیه کوئ. ۱۳ تاسو ګناهکاران یئ. تاسو د هغه لوړ دېوال په شان یئ چې درز یې کړی وي او دا دېوال به ډېر زر ناڅاپه راوغورځیږي. ۱۴ دا دېوال به لکه د خاورین لوښي په شان ټوټې ټوټې شي، داسې په بې رحمۍ سره به ټوټې ټوټې شي چې یوه ټوټه به یې هم داسې غټه نه وي چې د نغري نه ورباندې بل سکاره راواخیستلی شي او یا په کې د ډنډ څخه اوبه راوویستل شي.»

۱۵ څښتن تعالی د اسراییلو سپېڅلی خدای خلکو ته داسې وایي: «زما خواته راستانه شئ او په ما باندې باور وکړئ ترڅو وژغورل شئ. بیا به تاسو قوي، ارام او په امن کې اوسئ.» خو تاسو دا ونه غوښتل. ۱۶ د دې په ځای، تاسو پلان لرئ چې په تېزو اسونو باندې سپاره شئ او د خپلو دښمنانو څخه وتښتئ. تاسو په حقه یئ، باید وتښتئ. تاسو فکر کوئ چې ستاسو اسونه تېز دي، خو د هغو خلکو اسونه چې په تاسو پسې دي هغه ستاسو د اسونو څخه ډېر تېز دي! ۱۷ کله چې تاسو د دښمن یو عسکر ووینئ، نو ستاسو زر کسان به ورڅخه وتښتي. پنځه عسکر ستاسو د ټولو د ځغلولو دپاره بس دي. ستاسو د لښکر څخه به د غره په سر د بیرغ د لرګي پرته نور هېڅ شی پاتې نه شي. ۱۸ خو بیاهم څښتن دې ته انتظار کوي چې په تاسو باندې مهربان شي. هغه تیار دی چې په تاسو رحم وکړي، ځکه چې څښتن عادل خدای دی. هغه خلک بختور دي چې په څښتن باندې توکل کوي.

د خدای برکت ورکول خپل قوم ته

۱۹ ای د صهیون خلکو چې په اورشلیم کې اوسېږئ، تاسو به نور ونه ژاړئ. څښتن رحیم دی او څنګه چې هغه ستاسو ژړا او چیغې واوري، نو په تاسو به رحم وکړي او ستاسو غوښتنه به ومني. ۲۰ که څه هم څښتن تاسو ته د ډوډۍ او اوبو دپاره تکلیف درکړی دی، بیاهم هغه ستاسو ښوونکی دی او نور به ستاسو څخه خپل ځان نه پټوي. تاسو به په خپلو سترګو هغه ووینئ. ۲۱ که چېرې له تاسو لاره ورکه شي چې ښي خواته لاړ شئ یا چپ خواته، ستاسو غوږونه به د شا له خوا د هغه اواز واوري: «لاره دا ده، په دې لاره لاړ شئ.» ۲۲ بیا به تاسو خپل هغه بتان چې په سپینو او سرو زرو باندې پوښل شوي دي لکه د نجس شي په شان لېرې ګوزار کړئ او وبه وایئ: «زمونږ د مخې نه لېرې شئ!»

۲۳ هرکله چې تاسو تخمونه کرئ نو څښتن به باران را اوروي چې هغه راشنه شي او تاسو ته به پرېمانه حاصلات درکړي. هغه وخت به ستاسو د څارویو د پوولو دپاره پراخه څړځایونه وي. ۲۴ کوم غویان او خره چې ستاسو په پټیو کې قلبه کوي هغوی به ډېر ښه خوراک چې په بېلچې او درې غاښي ښاخۍ سره پاک شوی دی، وخوري. ۲۵ کله چې ستاسو دښمنان ووژل شي او لوړ برجونه یې راوغورځیږي، په هغه ورځ به ستاسو دپاره د اوبو ویالې له هره غره څخه او له هرې غونډۍ څخه جاري شي. ۲۶ د سپوږمۍ رڼا به د لمر په شان وي او د لمر رڼا به اووه ځلې زیاته شي او داسې به وي لکه په یوه ورځ کې چې د اوو ورځو رڼا راشي. دا به هغه وخت وشي چې څښتن د خپلو خلکو هډوکي چې مات کړي یې دي وتړي او په هغو ټپونو باندې چې خپلو خلکو ته یې ورکړي دي د ملهم پټۍ کېږدي او هغوی روغ کړي.

اشور ته سزا

۲۷ وګورئ، د څښتن واک او جلال د لېرې ځای څخه ښکاري. اور او تور لوګی د هغه د غوسې نښه ده. هغه خبرې کوي او د هغه وینا د اور په شان سوځوونکې ده. ۲۸ د هغه ساه لکه د سېلاب په شان ده چې اوبه یې تر ستوني پورې رسیږي. هغه به قومونه چاڼ او غلبېل کړي چې ورک یې کړي. هغه به د هغوی په خوله کې قیضه واچوي او د تباهۍ خواته به یې یوسي. ۲۹ خو ای د څښتن قومه! تاسو به خوشحاله یئ او داسې سندرې به ووایئ لکه د سپېڅلي اختر په شپه یې چې وایئ. تاسو به د هغو خلکو په شان خوشحاله یئ چې د شپېلۍ په وهلو سره د څښتن کور ته روان وي، د هغه چا کور چې د اسراییلو ساتونکی دی.

۳۰ څښتن به خپل د شان او شوکت نه ډک اواز د هر چا غوږ ته ورسوي او د خپل قهر زور به ورته وښایي. هرڅوک به د اور لمبې، سیلۍ، زورور باران او د ږلۍ توفان وویني. ۳۱ کله چې اشوریان د څښتن اواز واوري، نو هغوی به د هغه د سزا لرګی احساس کړي او ډېر به ووېریږي. ۳۲ هرځل چې څښتن په خپل لرګي په هغوی ګوزارونه کوي، نو د هغه قوم به چمبې او ربابونه وهي. خدای به په خپله د اشوریانو په وړاندې وجنګیږي. ۳۳ ډېر پخوا د اشور پاچا د مړي د سوځولو دپاره یو ځای تیار شوی ؤ. هغه ځای ژور او پراخه دی او د لرګیو څخه ډک دی. د څښتن پوکی به لکه د اور غورځوونکي لمبو د ویالې په شان هغه ته اور واچوي.