د اشعیا نبي کتاب

پنځه دېرشم فصل

د خوشحالۍ سپېڅلې لاره

۱ خوشحالي به وکړي صحرا او وچه ځمکه

خوشحالي به وکړي دښته

او وبه غوړیږي ګلان

۲ او هغه ګلان به غوټۍ ونیسي پرېمانه

اورېدل کیږي به په دې ځایو کې

نارې او د خوشحالۍ سندرې

شنه او ښکلې به شي دښته

د لبنان د غرو په شان

شي حاصلخیزه به د کرمل

او شارون د کروندو په شان

خلک به وګوري شان او شوکت د څښتن

هغوی به وویني لویي زمونږ د خدای

۳ ورکړه قوت کمزورو او ستړو لاسونو ته

او قوي کړه هغه زنګنونه چې لړزیږي

۴ چې اندېښمن دي څوک، هغوی ته ووايئ:

«شئ قوي او مه وېرېږئ

ګورئ، راروان دی ستاسو خدای

تاسو به وژغوري

سزا به ورکړي هغه ستاسو دښمنانو ته

او ستاسو بدل به د هغوی نه واخلي.»

۵ په هغه وخت کې به ړانده بینا شي

او کاڼه به اوري

۶ وهي ټوپونه به ګوډان لکه هوسۍ په شان

څوک چې ګونګیان وي وهي نارې د خوشحالۍ به هغوی

په صحرا کې به بهیږي چینې د اوبو

او په دښته کې ویالې د اوبو

۷ شي به بدلې سوځوونکې شګې د اوبو په ډنډ

او وچه ځمکه د اوبو په چینو

چې په کوم ځای کې اوسېدل سورلنډیان

هلته راشنه به شي واښه او لوخې

۸ هلته به خلاصه شي یو لویه لاره

چې وي به یې نوم «سپېڅلې لاره»

تېر به نه شي ناپاک خلک په دې لار هېڅکله

خو غوره قوم د څښتن به په دې لاره قدمونه وهي

هرڅوک چې لاړ شي په دې لاره

که وي بې عقل هم خو نه به شي بې لارې

۹ هلته به نه وي زمریان

په دې لار به نه وي داړونکي حیوانات

خو چې ازاد کړي دي کوم خلک څښتن

هغوی به وکړي په دې لاره سفر

۱۰ هغه خلک چې ازاد کړي دي څښتن

په خوشحالۍ سره به ورسیږي اورشلیم ته هغوی

او راستانه به شي صهیون ته له سندرو سره

د هغوی په سر به وي تلپاتې خوشحالي لکه د تاج په شان

د هغوی زړونه به وي ډک له خوشحالۍ نه

او شي به خلاص د غم او له خفګانه څخه