کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى، ۲ د هغوئ نه به باتوران او فوجيان، قاضيان او پېغمبران، فالګران او مشران، ۳ فوجى آفسران، معتبر کسان، مشيران، ماهر کاريګران او جادوګران واخلى. ۴ زۀ به هلکان د هغوئ مشران جوړ کړم، او ماشومان به په هغوئ حکومت کوى. ۵ خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بېعزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بېعزتى کوى. ۶ په هغه وخت کښې به يو کس خپل ورور ته ووائى، ”تر اوسه پورې تا سره څادر شته نو په دې وجه راشه او زمونږ مشر جوړ شه. او د کنډراتو د دې ډيرى ذمه وارى اوچته کړه.“ ۷ خو هغه به ورته په جواب کښې وائى، ”نه، زۀ ستاسو علاج نۀ شم کولے. نۀ ما سره خوراک شته او نۀ ما څادر شته. ما د عوامو مشر مۀ جوړَوئ.“ ۸ بېشکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى. ۹ د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده. ۱۰ صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى. ۱۱ خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى. ۱۲ ځوانان زما د خلقو سره زياتے کوى، او ښځې په هغوئ باندې حکومت کوى. اے زما خلقو، خپلو مشرانو تاسو په غلطه لار باندې روان کړى يئ، او هغوئ ستاسو لارې ستاسو نه ګډې وډې کړې دى.
۱۳ مالِک خُدائ په خپل عدالت کښې تيار دے، او د خلقو د عدالت دپاره ولاړ دے. ۱۴ مالِک خُدائ د خپلو خلقو آفسران او مشران راولى چې د هغوئ عدالت وکړى. د هغوئ خِلاف د مالِک خُدائ دا اِعتراض دے، ”تاسو زما د انګورو باغ تباه کړے دے او د غريبانانو نه لوټ کړے شوے مال ستاسو په کورونو کښې دے. ۱۵ تاسو دا حق نۀ لرئ چې زما خلقو له رګړه ورکړئ او د غريبانانو پوزې زمکې پورې راکاږئ. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
۱۶ مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى. ۱۷ زۀ به د هغوئ په سرونو باندې دانې راوخېژوم او ګنجۍ به يې کړم.“ ۱۸ داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے، ۱۹ والۍ، بنګړى، نقابونه، ۲۰ لوپټې، ګونګړوګان، کمربندې، د عطرو بوتلې، تعويذونه، ۲۱ ګوتمې، نتکۍ، ۲۲ ښائسته جامې، چُوغې، شالونه، پرسونه، ۲۳ شيشې، د کتان جامې، پړُونى او بُرقعې. ۲۴ د عطرو د خوشبو په ځائ به د هغوئ نه بدبوئ خېژى، د کمربند په ځائ به هغوئ د ځان نه پړى تاو کړى وى، د ښائسته زلفو لرلو په ځائ به هغوئ ګنجۍ شى، د قيمتى جامو په ځائ به هغوئ د ټاټ جامې اغوستې وى. د هغوئ حُسن به په شرم بدل شى. ۲۵ د ښار سړى به په تُوره وژلے شى، ستاسو تکړه سړى او سپاهيان به په جنګ کښې مړۀ شى. ۲۶ د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.