د اشعیا نبي کتاب

اووه څلوېښتم فصل

د بابل د سقوط په هکله پېشګویي

۱ څښتن وایي:

«ای د پېغلې انجلۍ په شان بابله

شه راښکته له خپل تخته

او کښېنه د ځمکې خاورو باندې

ځکه ته نه یې نور هغه ښکلې او نازکه پېغله!

۲ اوس راواخله پل د ژرندې او اوړه کړه غنم

لېرې کړه خپل نقاب! ښکلي کالي وباسه!

لمن دې پورته کړه او له ویالو تېره شه!

۳ خلک به وویني چې ته یې لوڅه

هغوی به وویني چې ته یې سپکه

او شرمېدلې یې ته

زه به واخلمه بدل له تا نه

او وبه نه کړمه زه رحم په چا»

۴ زمونږ ژغورونکی دی

سپېڅلی خدای د اسراییلو

د هغه نوم دی مطلق قادر څښتن

۵ څښتن بابل ته وایي:

«تیارې ته لاړه شه او کښېنه غلې

ځکه چې تاته به نور څوک

د پاچاهیو ملکه نه وایي

۶ زه وم په قهر په خپل قوم باندې

د هغوی سره مې داسې چلند وکړ

چې ګوندې نور هغوی زما نه دي

نو په دې خاطر مې په لاس درکړل تاته هغوی

خو تا ونه کړلو رحم په هغوی باندې

حتی تا کېښود ډېر دروند پېټی

د سپین ږیرو په اوږو باندې

۷ تا ویل: ‹زه به تل یم ملکه›

او ودې نه نیول نظر کې دا شیان

او هېڅ وخت دې فکر نه ؤ کړی

د دې کار پای ته

۸ نو دې خبرې ته اوس غوږ ونیسه

ای د عیاشۍ سره مینه لرونکې

فکر کوې چې ته یې په امن او په امان کې

کوې دعوه چې بل څوک نشته زما په شان

فکر کولو تا چې هېڅکله به کونډه نه شم

یا به ونه وینم دا غم

چې اولادونه مې له لاسه ورکړم

۹ خو په یوه شېبه او یوه ورځ کې

په ټول قدرت به په تا راشي دغه دواړه بلاګانې

او سره له ټولو کوډو او جادو چې ترې کار اخلې

خپل اولادونه او مېړه به ته له لاسه ورکړې

۱۰ تا په امن کې ګڼلو خپل ځان په بدو کړنو سره

تا کاوه فکر چې ما نه ویني هېڅوک

بې لارې کړې یې ته خپل حکمت او پوهې

او د خپل ځان سره دې دا وویل

چې بل څوک نشته دی زما په شان

۱۱ خو په تا باندې به راشي مصیبت

او مخنیوی به یې ونه شي کړای

کوډې او جادو هم ستا

په تا به راشي مصیبت

او خلاصولی به ترې نه شي خپل ځان

په تا به راشي تباهي ناڅاپه

یوه داسې تباهي چې دې په خوب کې هم لیدلې نه وي

۱۲ تا د ځوانۍ له وخته زیار وېسته

چې ډېرو کوډو څخه کار واخلې

نو هغو کوډو ته دوام ورکړه

شي کېدای چې بریالۍ شې

او ووېروې خپل دښمنان

۱۳ چې درکول کیږي تاته کومې مشورې

ته له هغو نه ستړې شوې یې

چېرې دي هغه نجومیان ستا

چې ګوري ستورو ته او کړي د هغو څېړنه

او پېشګویي کړي میاشت په میاشت

چې په تا څه پېښیږي

هغوی دې راشي او تا دې وژغوري

۱۴ خو پوه شه چې نجومیان به

وسوځي اور کې لکه د بوسو په شان

وبه نه لري د دې وس او توان

چې ځان وژغوري د اور له سرو لمبو نه

دا به نه وي د سکرو د اور په شان

چې انسان کښېني او ورته تود کړي خپل ځان

۱۵ دي همدا نجومیان چې تا زیار اېستلی

چې مشوره ترې واخلې

او له ځوانۍ نه دې دا کار کاوه

هغوی به پرېږدي تا او په خپله لاره به ځي

او پاتې به نه شي څوک چې تا وژغوري»