د اشعیا نبي کتاب

اووه پنځوسم فصل

د نېکو خلکو مړینه

۱ هېڅوک د نېکو خلکو د مړینې پروا نه ساتي. کله چې هغوی مړه شي د مړینې په دلیل یې څوک نه پوهیږي. هغوی په دې خاطر مري، ترڅو له راروانې بلا څخه وژغورل شي. ۲ څوک چې نېکه لاره غوره کوي او مري، د هغوی دپاره مړینه سلامتي او ارامي ده.

د اسراییلو د بت پرستۍ غندنه

۳ ای کوډګرو، زناکارانو او فاسدو خلکو، دلته راشئ! ۴ تاسو د ژبې په ویستلو په چا ملنډې وهئ؟ تاسو سرکښ او غولوونکي نه یئ؟ ۵ تاسو د بتانو داسې عبادت کوئ، لکه څنګه چې د سپېڅلو څېړیو او هرې شنې ونې لاندې زنا کوئ. تاسو خپل اولادونه په وچو ویالو او د ګټو په غارونو کې قرباني کوئ. ۶ تاسو د هغو ځایونو نه ښویې تیږې را اخلئ، خپل ځان ته بتان جوړوئ او د خدایانو په توګه ورته عبادت کوئ. تاسو هغوی ته د څښلو نذرانې توی کړې دي او د غلو دانو نذرانې مو ورته راوړې دي. ایا دا ټول شیان ومنم؟ ۷ تاسو لوړو غرونو ته ځئ، بتانو ته نذرانې وړاندې کوئ او هلته زنا کوئ. ۸ د تړلو دروازو تر شا مو بتان ودرولي دي او زه مو پریښی یم. ځانونه لوڅوئ، د خپلو معشوقو سره په یوه بستره کې څملئ، هغوی سره لوظ کوئ او په دې ډول خپل هوس پوره کوئ. ۹ تاسو د مولک بت ته د تېلو سوغات وړاندې کوئ او په ځان باندې ډېر عطرونه وهئ. د دې دپاره چې نور خدایان پیدا کړئ، نو خپل استازي ډېرو لېرې ځایونو، حتی د مړو دنیا ته لېږئ. ۱۰ تاسو د نورو خدایانو په لټولو سره خپل ځانونه ستړي کړل، خو تاسو ونه ویل چې دا کار بې ګټې دی. تاسو د هغوی په لټون کې نوی قوت پیدا کړ او کمزوري نه شوئ.

۱۱ څښتن وایي: «دا خدای څوک دی چې تاسو ورڅخه دومره وېرېږئ، ماته دروغ وایئ او ما بیخي هېروئ؟ په دې خاطر چې زه ډېره موده غلی پاتې وم، زما څخه نه وېرېږئ؟ ۱۲ تاسو فکر کوئ چې ستاسو کارونه عادلانه دي، خو زه به ستاسو بد عملونه خلکو ته څرګند کړم. دا کارونه به تاسو سره کومه مرسته ونه شي کولای. ۱۳ کله چې تاسو د مرستې دپاره چیغې وهئ، نو پرېږدئ چې ستاسو بتان تاسو وژغوري! ځکه حتی یو نرم باد به هغوی ټول لېرې یوسي! خو څوک چې ماته پناه راوړي، هغوی به د دې هېواد او زما د سپېڅلي غره وارثان وي.»

د مرستې او شفا په اړه د خدای وعده

۱۴ څښتن وایي: «لاره جوړه کړئ، لاره جوړه کړئ! زما د خلکو د لارې څخه هر خنډ لرې کړئ!» ۱۵ ځکه خدای تعالی چې ډېر لوړ، تل ترتله ژوندی او نوم یې سپېڅلی دی، داسې وایي: «زه په لوړ او سپېڅلي ځای کې اوسېږم، خو زه د هغو خلکو سره هم اوسېږم چې توبه ګاره او عاجزان دي، ترڅو د عاجزو خلکو باور په ځای کړم او د توبه ګارانو هیله بېرته راژوندۍ کړم. ۱۶ زه به تل په خپل قوم باندې تور نه لګوم او نه به ورباندې په قهرېږم، ځکه که داسې مې وکړل، نو د خلکو نه به روح او ساه ووځي یعنې هغه ژوندون ورکوونکې ساه چې ما پیدا کړې ده. ۱۷ زه په هغوی د دوی د حریصتوب په خاطر په قهر وم، نو ځکه مې هغوی ته سزا ورکړه او مخ مې ورڅخه واړاوه. خو هغوی مرتد خلک وو او د ګناه لاره یې پرېنښودله. ۱۸ ما ولیدل چې زما خلکو څه کول، خو زه به هغوی ته شفا ورکړم. زه به دوی ته لارښوونه وکړم او تسلي به ورته ورکړم. ویرجنو خلکو ته به هم تسلي ورکړم ۱۹ او دوی به دې ته وهڅوم چې زما ثنا او صفت وکړي. زه به ټولو ته که نژدې وي یا لېرې، سوله او سلامتي ور په برخه کړم او خپلو خلکو ته به شفا ورکړم! ۲۰ خو بدکاره خلک د هغه توفاني بحیرې په شان دي چې غرهار یې هېڅکله درېدلی نه شي او اوبه یې چټلي او خټې له ځانه سره راوړي.» ۲۱ زما خدای وایي: «د بد عملو خلکو دپاره سوله نشته.»