د اشعیا نبي کتاب

نهه پنځوسم فصل

د ګناه په خلاف خبرداری

۱ ګومان مه کوئ چې د څښتن لاس دومره لنډ دی چې تاسو ژغورلی نه شي او یا یې غوږ دومره دروند دی چې ستاسو زارۍ اورېدلی نه شي. ۲ خو پوه شئ چې ستاسو بد عمل ستاسو او د څښتن ترمنځ بېلتون راوستی دی. ستاسو ګناهونو د هغه مخ ستاسو څخه پټ کړی دی، له دې کبله هغه ستاسو زارۍ نه اوري. ۳ لاسونه مو په وینو او ګوتې مو په ګناه ککړې دي. له شونډو نه مو دروغ راوځي او ژبه مو په بدو خبرو خوځیږي.

۴ هېڅوک په محکمه کې له انصافه کار نه اخلي او رښتینی قضاوت نه کوي. په دروغو تکیه کوي چې خپله دعوه وګټي او نورو ته د نقصان رسولو نقشې جوړوي او بدي راولي. ۵ د هغوی نقشې د مار د هګیو په شان دي چې کله ماتې شي، نو د خلکو د تباهۍ دپاره کارول کیږي. خو دا نقشې هم د غڼو د جالونو په شان دي. ۶ هغوی نه شي کولای چې د غڼو د تارونو څخه کالي جوړ کړي، ترڅو خپل ځانونه ورباندې پټ کړي. هر ډول بد عملونه د هغوی له خوا رامنځته کیږي او لاسونه یې د خلکو د تباه کولو دپاره تیار دي. ۷ هغوی ګناه کولو دپاره منډې وهي او زر زر د بې ګناه خلکو وینه تویوي. دوی یوازې د بدۍ نقشې جوړوي او د ژوند لاره یې ورانی او تباهي ده. ۸ هغوی د سولې او سلامتۍ لاره نه پېژني او د هغوی په لارو کې انصاف نشته. هغوی په کږو لارو باندې روان دي. هرڅوک چې په داسې لارو باندې ځي، سوله او سلامتي نه پېژني.

د خپلو ګناهونو منل

۹ خلک وایي: «اوس مونږ پوهېږو چې ولې زمونږ سره انصاف نه کیږي او خدای ولې مونږ د هغو خلکو نه چې په مونږ ظلم کوي، نه ژغوري. مونږ د رڼا په هیله یو. خو ګورئ، مونږ ته یوازې تیاره ښکاري، رڼا نه وینو او په تیاره کې روان یو. ۱۰ مونږ د ړندو خلکو په شان په تیاره کې لاس په دېوال کېږدو او روانېږو. مونږ په رڼا ورځ لکه د شپې په شان تیندکونه خورو او په ژوندیو خلکو کې د مړو په شان یو. ۱۱ مونږ ټول لکه د اېږو په شان غورېږو او د کوترو په شان سخت زګېروي کوو. د انصاف په تمه یو، خو هغه نشته. د ژغورنې په هیله یو، خو ژغورنه زمونږ نه ډېره لېرې ده. ۱۲ ځکه مونږ ستا په وړاندې ډېر جرمونه کړي دي او ګناهونه مو زمونږ په ضد شاهدي ورکوي. مونږ مجرمان یو او خپل ګناهونه منو. ۱۳ مونږ ستا په وړاندې بغاوت کړی دی. ته مو نه یې منلی او ستا له پیروۍ نه مو انکار کړی دی. مونږ په نورو ظلم او سرغړونه کړې ده. زمونږ خیالونه سم نه دي او زمونږ خبرې دروغ دي. ۱۴ انصاف مو پریښی دی او عدالت زمونږ نه لېرې ولاړ دی. رښتیا په کوڅه او بازار کې تیندک خوړلی دی او رښتینولي هلته هېڅ ځای نه لري. ۱۵ هېڅوک رښتیا نه وایي او څوک چې غواړي له بدۍ نه لاس واخلی، په هغه باندې حمله کیږي.» څښتن دا هرڅه ولیدل او هغه په دې خفه ؤ چې انصاف نه ؤ.

څښتن او د خپل قوم ژغورنه

۱۶ هغه هک پک حیران پاتې شو چې داسې هېڅوک نشته چې د مظلومانو سره مرسته وکړي. نو هغه د خپلو قوي مټو څخه کار واخيست چې هغوی وژغوري. د څښتن عدالت هغه بریالی کړ. ۱۷ هغه عدالت د زغرو د کالیو په شان واغوست او د خلاصون د زغرو خولۍ یې په سر کړه. هغه د بدل اخیستلو کالي واغوستل او د غیرت چپنه یې په تن کړه. ۱۸ هغه به خپلو دښمنانو ته د هغوی د کړنو سره سم سزا ورکړي او غضب به یې ور باندې نازل شي، حتی که هغوی په ډېرو لېرې هېوادونو کې هم واوسیږي. ۱۹ نو هغه وخت به د لوېدیځ خلک د څښتن د نوم څخه ووېریږي او څوک چې په ختیځ کې اوسیږي هغوی به د څښتن د جلال په لیدلو سره وډار شي. ځکه چې هغه به د یو تېز سیلاب په شان په هغوی باندې راشي لکه د څښتن باد چې هغه راروان کړی وي.

۲۰ څښتن خپل قوم ته داسې وایي: «یو خلاصوونکی به صهیون ته راشي، ترڅو د یعقوب له اولادې څخه هغه کسان چې د خپلو ګناهونو نه توبه وباسي، وژغوري.» ۲۱ څښتن وایي: «زه ستاسو سره دا لوظ کوم: ‹زه تاسو ته خپل روح درکوم او خپل کلام مې په تاسو باندې نازل کړی دی. دا خبرې به نه ستاسو، نه ستاسو د ماشومانو او نه ستاسو د لمسیانو له خولې څخه لېرې شي. دا زما وعده ده، له همدا اوس نه تر ابده پورې.›»