۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یعقوب لیک

دوهم فصل

د طرفدارۍ په خلاف خبرداری

۱ای زما خویندو او ورونو! که چېرې تاسو زمونږ په څښتن عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی ایمان لرئ، نو د چا طرفداري مه کوئ. ۲فرض کړئ یو سړی چې د سرو زرو ګوته یې په لاس وي او ښکلي کالي یې اغوستي وي او ستاسو غونډې ته راشي او یو غریب سړی په زړو کالیو کې راشي ۳او تاسو د هغه سړي درناوی وکړئ چې ښکلي کالي یې اغوستي دي او ورته ووایئ: «مهرباني وکړئ دلته په دې ښه ځای کې کښېنئ» او هغه غریب سړي ته ووایئ: «هلته ودرېږه یا دلته په ځمکه باندې کښېنه.» ۴ایا تاسو په خپل منځ کې د تبعیض څخه کار وانخیست او ایا د بدو خیالونو له مخې مو قضاوت ونه کړ؟

۵ای زما ګرانو خویندو او ورونو! واورئ، ایا خدای د دې نړۍ غریبان نه دي غوره کړي چې په ایمان کې شتمن وي او د هغې پاچاهۍ وارثان وي چې خدای د هغو خلکو سره وعده کړې ده چې ورسره مینه کوي؟ ۶خو تاسو د غریب سړي سپکاوی وکړ. ایا شتمن خلک په تاسو باندې ظلم نه کوي او تاسو محکمو ته نه راکاږي؟ ۷ایا هغوی د مسیح نېک نوم چې خدای په تاسو باندې ایښی دی، نه بدناموي؟

۸که چېرې تاسو په رښتیا سره د څښتن د شریعت په شاهانه حکم باندې عمل وکړئ چې د خدای په کلام کې یې یادونه شوې ده چې وایي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه» نو ښه کار کوئ. ۹خو که چېرې تاسو د کوم چا طرفداري کوئ نو ګناه کوئ او شریعت تاسو د قانون ماتوونکو په توګه محکوموي. ۱۰ځکه که چېرې څوک د شریعت په ټولو حکمونو عمل وکړي خو یو حکم یې مات کړي نو هغه د ټول شریعت په ماتولو ګناهکار شو. ۱۱ځکه چا چې ویلي دي: «زنا مه کوه.» نو دا یې هم ویلي دي: «قتل مه کوه.» که ته زنا نه کوې خو قتل وکړې، نو بیاهم ته د شریعت ماتوونکی شوې. ۱۲نو د هغو خلکو په شان خبرې او عمل وکړئ چې د هغه شریعت له مخې به ورباندې قضاوت کیږي چې مونږ ته ازادي راکوي. ۱۳ځکه چې د قضاوت په وخت کې به خدای په هغه چا باندې رحم ونه کړي چې په نورو باندې یې رحم نه دی کړی. خو بیاهم رحم په قضاوت باندې بریالی دی.

بې له عمل نه ایمان مړ دی

۱۴ای زما خویندو او ورونو! که څوک ووایي چې زه ایمان لرم خو عمل نه کوي نو ګټه یې څه ده؟ ایا داسې ایمان هغه ته خلاصون ورکولای شي؟ ۱۵فرض کړئ تاسو ووینئ چې یو ورور یا خور کالیو او خوړو ته اړتیا لري، ۱۶او ستاسو څخه یو څوک هغه ته ووایي: «په خیر لاړ شه او تود او موړ اوسه.» خو چې کومو شیانو ته اړتیا لري هغه ورته ورنه کړئ نو څه ګټه به ولري؟ ۱۷نو په همدې ډول که چېرې د ایمان سره عمل نه وي نو هغه ایمان مړ دی.

۱۸خو کېدای شي چې څوک ووایي: «ته ایمان لرې او زه نېک کارونه کوم. ته دې خپل ایمان بې له عمله ماته وښایه او زه به خپل ایمان د خپلو عملونو په وسیله تاته دروښایم.» ۱۹ته په دې باور لرې چې خدای یو دی نو ډېره ښه ده. شیطان او پېریان هم په دې باور لري او له وېرې رپیږي. ۲۰ای ناپوهه سړیه! ایا په دې نه پوهېږې چې ایمان بې له عمل نه بې‌ګټې دی؟ ۲۱کله چې زمونږ نیکه ابراهیم خپل زوی اسحاق د قربانۍ په ځای کې خدای ته وړاندې کړ نو ایا هغه په دې عمل سره د خدای له خوا نېک ونه ګڼل شو؟ ۲۲تاسو ګورئ چې د هغه ایمان او عمل په ګډه سره کار وکړ او په عمل سره د هغه ایمان کامل شو. ۲۳په دې ډول د خدای د کلام هغه وینا رښتیا شوه چې وایي:

ابراهیم په خدای ایمان راوړ او په دې باندې هغه عادل وګڼل شو.

او هغه د خدای دوست وبلل شو. ۲۴نو تاسو وینئ چې انسان یوازې په ایمان نه بلکې په خپل عمل باندې نېک کیږي. ۲۵نو په همدې ډول بدلمنه راحاب د خپلو نېکو عملونو په وسیله چې اسراییلي استازو ته یې پناه ورکړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په بله لاره وتښتي، نېکه وګڼل شوه.

۲۶نو لکه څنګه چې بدن بې له روح نه مړ دی، نو همدا شان ایمان هم بې له عمل نه مړ دی.