فصل قبلی

د ارمیا نبي کتاب

لومړی فصل

۱ په دې کتاب کې هغه خبرې دي چې د حلقیا کاهن زوی ارمیا کړې دي. حلقیا کاهن د بنیامین په سیمه کې د عناتوت د ښار د کاهنانو د ډلې څخه ؤ. ۲ څښتن د یهودا د پاچا آمون د زوی یوشیا د پاچاهۍ په دیارلسم کال د ارمیا سره خبرې وکړې ۳ او څښتن بیا په هغه وخت کې چې یهویاقیم د یوشیا زوی د یهودا پاچا ؤ، د هغه سره خبرې وکړې. له هغې وروسته د یوشیا د زوی صدقیا د پاچاهۍ تر یوولسم کال پورې څښتن څو څو ځلې د ارمیا سره خبرې وکړې. د هماغه کال په پنځمه میاشت د اورشلیم خلک جلاوطنه شول.

څښتن ارمیا د پیغمبرۍ دپاره ټاکي

۴ څښتن ما ته وویل: ۵ «مخکې له دې چې ته مې د مور په خېټه کې پیدا کړې، ته مې پېژندلې او مخکې له دې چې دنیا ته راشې، ته مې غوره کړې چې د قومونو دپاره پیغمبر شې.»

۶ ما په ځواب کې وویل: «ای څښتن تعالی، زه نه پوهېږم چې څنګه خبرې وکړم، ځکه چې زه لا ډېر ځوان یم.» ۷ خو څښتن ما ته وویل: «دا مه وایه چې ته ډېر کوچنی یې، خو هغو خلکو ته ورشه چې زه دې ورلېږم او د کومو شیانو حکم چې درته کوم، هغوی ته یې ووایه. ۸ د هغوی نه مه وېرېږه، ځکه چې زه به درسره مل یم او ساتنه به دې کوم. ما څښتن داسې ویلي دي!»

۹ بیا څښتن خپل لاس را‌اوږد کړ او زما په خوله یې کېښود او ما ته یې وویل: «واوره، ما درته هغه خبرې وښودلې چې باید ویې کړې. ۱۰ ګوره، زه نن تا ته د ټولو قومونو او پاچاهیو د له منځه وړلو او راچپه کولو، بربادولو، راغورځولو او د ودانولو او کرلو اختیار درکوم.»

ارمیا دوه رویا ګانې ویني

۱۱ نو بیا څښتن زما څخه پوښتنه وکړه: «ای ارمیا، ته څه وینې؟» ما ځواب ورکړ: «د بادام د ونې یوه څانګه.» ۱۲ څښتن وویل: «ته رښتیا وایې او زه ګورم چې زما خبرې به رښتیا شي.»

۱۳ څښتن د دوهم ځل دپاره زما سره خبرې وکړې. هغه پوښتنه وکړه: «نور څه وینې؟» ما ځواب ورکړ: «زه د شمال خواته یو دېګ وینم چې خوټیږي او نژدې دی چې زمونږ خواته راتوی شي.» ۱۴ هغه راته وویل: «مصیبت د شمال له خوا نه د دې وطن په ټولو اوسېدونکو باندې راروان دی، ۱۵ ځکه چې زه د شمال نه ټول قومونه راغواړم چې راشي. د هغوی پاچاهان به خپل تختونه د اورشلیم د دروازو او د هغه د شاوخوا دېوالونو او د یهودا د نورو ښارونو شاوخوا کېږدي. ۱۶ زه به د خپلو خلکو په هکله قضاوت وکړم او هغوی ته به سزا ورکړم، ځکه چې هغوی ګناه کړې ده. هغه دا چې زه یې پریښی یم او نورو خدایانو ته یې قربانۍ وړاندې کړې دي. هغوی بتان جوړ کړي دي او عبادت ورته کوي. ۱۷ خو ای ارمیا، ته تیار شه، لاړ شه او زه چې د هر هغه څه حکم درکوم هغوی ته یې ووایه. اوس د هغوی نه مه وېرېږه او که نه، نو کله چې ته د هغوی سره یې، زه به دې نور هم زیات ووېروم. ۱۸ ای ارمیا واوره، په دې وطن کې چې هرڅوک وي، که هغه د یهودا پاچاهان وي، که هغه مامورین وي، که کاهنان وي او که عادي خلک وي، هر یو به ستا په ضد وي. خو نن زه تا ته داسې قوت درکوم چې د هغوی په وړاندې ټینګ ودرېږې. ته به د یو قوي ښار، د اوسپنې د پایې او د برنجو د دېوالونو په شان یې. ۱۹ هغوی به ستا په ضد وجنګیږي، خو تا ته به ماتې نه شي درکولای، ځکه چې زه به ستا سره یم، ترڅو تا وژغورم. ما څښتن داسې وویل.»

فصل قبلی