د ایوب کتاب

دري دېرشم فصل

د الیهو دلیلونه د ایوب په وړاندې

۱ اوس ایوبه واوره وینا زما

ونیسه غوږ ټولو خبرو ته زما

۲ اوس زه خوله خلاصوم

اوس خبرو ته تیار یمه زه

۳ ټولې خبرې مې دي ډکې له رښتیا

د زړه له اخلاصه غږیږي شونډې زما

۴ زه پیدا کړم د خدای روح

او ما ته راکړ ژوند د قادر مطلق ساه

۵ که ته کولای شې راکړه زما ځواب

تیار کړه خپل بحثونه او وکړه د ځان دفاع

۶ د خدای نظر کې زه او ته یو یوشان

دواړه جوړ شوي یو له خاورې څخه

۷ نو تا سره نشته دلیل چې ووېرېږې له ما

زه به په تا باندې زور نه راولم

۸ بې له شکه تا خبرې کړې زما په مخکې

او ما واورېدلې ټولې خبرې ستا

۹ ته وایې چې زه یمه نېک او نه مې کړې بدي

او زه یمه پاک او بې‌ګناه یمه زه

۱۰ خو په ما باندې حملې دپاره خدای بهانې لټوي

او کوي چلند راسره لکه دښمن په شان

۱۱ هغه مې اچوي په پښو کې زنځیرونه

کوي څارنه زما د هر قدم

۱۲ خو زه درته وایمه ایوبه چې په غلطه یې ته

ځکه خدای لوی دی د هر انسان نه

۱۳ ولې په خدای باندې ته لګوې داسې تورونه

چې هېڅ نه اوري شکایتونه ستا؟

۱۴ که څه هم خبرې کوي خدای بیا بیا

هېڅوک نه کوي پام د هغه خبرو ته

۱۵ کله چې خلک په ژور خوب ویده کیږي شپه کې

خدای کړي خبرې په خوبونو او رویاګانو کې

۱۶ خدای اوري په هغوی باندې خپلې خبرې

او وېروي هغوی په اخطارونو باندې

۱۷ خدای خبرې کوي چې هغوی واړوي

له خپلو ګناهونو څخه

او چې وژغوري هغوی له مغرورتیا څخه

۱۸ پرې به نږدي خدای چې له منځه لاړ شي هغوی

هغه په خپله یې له مرګه ژغوري

۱۹ اصلاح کوي خلک خدای په ناروغۍ

او د هډوکو په دوامداره درد

۲۰ ترڅو چې ورکړي خپله اشتها له لاسه

او وي بېزاره د ډېرو ښو خوړو نه

۲۱ هغوی به دومره شي ډنګر

چې هډوکي به یې ښکاري ټول

۲۲ هغوی نژدې دي چې لاړ شي د مړو دنیا ته

او فرښتې د مرګ کړي انتظار د هغوی

۲۳ خو که د زرګونو فرښتو څخه

راشي یوه فرښته د هغوی مرستې ته

وي به بس چې ورته وښایي سمه لاره

۲۴ وبه وایي فرښته په رحم سره چې

هغوی وژغورئ چې نه ځي د مړو دنیا ته

دا ده د ژوند بیه د هغوی چې کړي ازاد هغوی

۲۵ پرېږده چې ځوان شي

او قوي شي بدنونه د دوی

۲۶ کله چې وکاندي دعا هغوی خدای به یې کړي قبوله

هغوی به وکړي عبادت د خدای په خوشحالۍ سره

خدای به بیا تا وګڼي نېک او عادل

۲۷ په ډاګه وایي به هر یو چې ما ګناه کړې ده

او ما ته یې رانه کړه سزا چې یې لایق ومه زه

۲۸ هغه د مړو دنیا ته له تګ نه وساتلم

او زه ژوندی یمه تر‌اوسه پورې

۲۹ خدای کوي دا ټول کارونه

بیا بیا د انسان دپاره

۳۰ هغه ژغوري د انسان ژوند د مړو دنیا نه

او ورکوي ورته د ژوند خوشحالي

۳۱ اوس ای ایوبه، ونیسه غوږ زما خبرو ته

ما پرېږده چې خبرې وکړم او غلی شه ته

۳۲ خو که د ویلو دپاره ته څه لرې، پرېږده چې واورم هغه

په خوښۍ سره به وکړم دا اقرار چې ته یې نېک او عادل

۳۳ که نه، نو غلی شه او ونیسه غوږ ما ته

چې درزده کړمه حکمت تا ته