کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
شپږ دېرشم فصل
د خدای د لویۍ ستاینه
۱ بیا الیهو خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
۲ لږه وکړه حوصله او زه به وکړم لارښوونه تا ته
زه به نور څه هم ووایم د خدای له خوا نه تا ته
۳ زه به واخلمه کار له خپلې زیاتې پوهې
چې ښکاره کړمه دا چې عادل دی خالق زما
۴ څه چې وایمه زه تا ته غلطي نشته هغه کې
څوک چې ولاړ دی ستا په مخکې
ډېر پوه سړی دی هغه
۵ څومره قوي دی خدای
هغه نه ګوري هېچا ته په سپکه سترګه
داسې شی نشته چې هغه ورباندې نه پوهیږي
۶ ژوندي نه پرېږدي هغه ګناهکاران
خو د غریبانو سره کوي چلند عادلانه
۷ ساتي نظر هغه نېکانو باندې
هغوی پرېږدي چې وکړي حکومت د پاچاهانو په شان
او وربخښي ورته عزت د تل دپاره
۸ خو که بندیان شي هغوی په زنځیرونو کې
چې شي راګېر د مصیبت په جال کې
۹ نو ښکاره کوي ورته دلیل خدای
ښکاره کوي یې ګناهونه ورته چې یې کوي په غرور
۱۰ خلاصوي د هغوی غوږونه چې یې واوري لارښوونې
او ورکوي حکم چې وګرځي له بدې لارې څخه
۱۱ که هغوی وکړي اطاعت او خدمت د خدای
نو د هغوی ژوند به پای ته ورسیږي
په سوله او نېکمرغۍ کې
۱۲ خو که نه، نو هغوی به ووژل شي
او مړه به شي په جهالت کې
۱۳ هغه خلک په قهریږي څوک چې دي بېدینه
د سزا په وخت هم نه کوي د مرستې دعاګانې
۱۴ هغوی مړه کیږي په ځوانۍ کې
او ژوند یې پای ته رسي په فحاشۍ کې
۱۵ خو خدای چې خلکو ته سبق ورکوي
نو راولي ورباندې ستونزې
او کار اخلي له سختیو چې یې خلاصې کاندي سترګې
۱۶ له تکلیف نه خدای راوویستلې ته
او هغه پرېښودلې چې خوند واخلې له امن څخه
ډک له خوړو ؤ دسترخوان ستا
۱۷ ته د بدکارانو د قضاوت په هکله فکر کوې
خو تا سره وبه شي قضاوت د انصاف له مخې
۱۸ کوه پام چې دې ونه غولوي رشوت خواره خلک
نه دې تا کاندي بېلارې شتمني
۱۹ وبه نه رسوي تا ته ګټه ستا د مرستې فریاد
ستا ټول قوت به تا ته هېڅ مرسته ونه رسوي
۲۰ ارمان مه کوه د شپې د راتلو
دا هغه وخت دی چې هلاک به شي قومونه په کې
۲۱ پام کوه چې پورې نه کړې لاس بدو کارونو باندې
ستونزه ځکه په تا راغله
چې ودې ساتي له بدیو څخه
۲۲ یاد لره چې څومره لوی دی قدرت د خدای
هغه استاذ دی تر ټولو لوی
۲۳ نه شي کولای هېڅوک چې زده کړي خدای ته کار
نه لګولی شي څوک تور ورباندې د کوم بد کار
۲۴ خپلو کارونو په خاطر یې تل ستاینه شوې
باید ته هم وکړې د هغه ستاینه
۲۵ هرچا لیدلي د هغه کارونه
خو یوازې لېرې ځایونو څخه
۲۶ مونږ درک کولای نه شو په پوره توګه لویي د هغه
شمېرلی نه شو مونږ د ژوند کلونه د هغه
۲۷ راوباسي خدای د ځمکې نه اوبه
او بدلوي هغه په څاڅکو د باران
۲۸ اوروي هغه باران له ورېځو
په پرېمانۍ سره په ټولو انسانانو باندې
۲۹ څوک نه پوهیږي چې کړي ورېځې حرکت څنګه
یا د اسمان نه چې تخت دی د خدای څنګه غوریږي تندر
۳۰ ټول اسمان ته ورکوي هغه رڼا د برېښنا
خو پاتې کیږي د دریاب ژور ځایونه تیاره
۳۱ داسې کارونو سره ماړه کوي خدای خلک
او وررسوي ورته پرېمانه خواړه
۳۲ هغه نیسي خپل لاسونو کې برېښنا
او کوي حکم ورته چې وولي نښه
۳۳ تندر کوي اعلان د توفان د راتګ
هم خبریږي پادې د هغه له راتګ