۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

ديارلسم باب

د مريدانو پښې وينځل

۱ د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه. ۲ د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى. ۳ او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے. ۴ نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه. ۵ بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه. ۶ کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“ ۷ عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“ ۸ پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“ ۹ شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”بيا نو مالِکه، نۀ يواځې زما پښې بلکې لاسونه او سر مې هم ووينځه.“ ۱۰ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“ ۱۱ ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ. ۱۲ د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟ ۱۳ تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم. ۱۴ نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ. ۱۵ ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى. ۱۶ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى. ۱۷ اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ. ۱۸ زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“ ۱۹ زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم. ۲۰ زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“

د حضرت عيسىٰ د خپل مُخبر په حق کښې پېشګوئې

۲۱ د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“ ۲۲ مريدانو يو بل ته وکتل او شکمن شول چې دے دا د چا په حقله خبرې کوى. ۲۳ په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو. ۲۴ نو شمعون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”تپوس ترې وکړه چې هغه دا څوک يادوى.“ ۲۵ نو هغه مريد عيسىٰ ته سر ورنزدې کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”مالِکه، دا څوک دے؟“ ۲۶ عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه. ۲۷ د روټۍ د ټکړې خوړلو نه پس شېطان په هغۀ کښې ورننوتو. عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”څۀ چې کوې، زر يې وکړه.“ ۲۸ څوک چې روټۍ ته ناست وُو د هغوئ نه يو کس هم په دې پوهه نۀ شو چې هغۀ ولې دۀ ته داسې وفرمائيل. ۲۹ ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه. ۳۰ د نوړۍ اخستو نه پس سمدستى يهوداه بهر ووتو. او دا توره شپه وه.

د حضرت عيسىٰ نوے حُکم

۳۱ کله چې يهوداه بهر لاړو نو عيسىٰ وفرمائيل، ”اوس اِبن آدم خپله لوئى وموندله او خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله. ۳۲ کۀ خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله، نو خُدائ پاک به هم هغۀ ته په خپل ځان کښې لوئى ورکړى او هغۀ ته به زر لوئى ورکړى. ۳۳ زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. ۳۴ زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ. ۳۵ کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“

د حضرت عيسىٰ د شمعون پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې کول

۳۶ شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، تۀ چرته ځې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چې زۀ ځم، تۀ اوس ما پسې هلته نۀ شې راتلے خو وروستو به راشې.“ ۳۷ پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“ ۳۸ عيسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ به په رښتيا خپل ځان په ما قربان کړې څۀ؟ زۀ تا ته رښتيا وايم چې نن به تۀ د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“