کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د اورشلیم پاچا ادوني صدق واورېدل چې یوشع عای نیولی دی او هغه یې بیخي له منځه وړی او د هغه ځای پاچا یې وژلی دی لکه څنګه چې هغه د اریحا او د هغه ځای د پاچا سره همداسې کړي وو. هغه دا هم واورېدل چې د جبعون خلکو د اسراییلو سره د سولې تړون کړی دی او د هغوی په منځ کې اوسیږي. ۲ د اورشلیم خلک ډېر وېرېدل، ځکه چې جبعون د شاهي ښارونو په شان یو ډېر لوی ښار ؤ. دا ښار د عای څخه لوی ؤ او ټول خلک یې ښه جنګیالي وو. ۳ نو ادوني صدق د حبرون پاچا هوهام، د یرموت پاچا فرآم، د لاخیش پاچا یافیع او د عجلون پاچا دبیر ته دا لاندېنی پیغام ولېږه: ۴ «راشئ او زما سره مرسته وکړئ چې په جبعون باندې حمله وکړو، ځکه چې د هغه ځای خلکو د یوشع او اسراییلیانو سره د سولې تړون کړی دی.» ۵ د اموریانو دغو پنځو پاچاهانو یعنې د اورشلیم پاچا، د حبرون پاچا، د یرموت پاچا، د لاخیش پاچا او د عجلون پاچا خپل ځواکونه سره یوځای کړل. هغوی جبعون کلابند کړ او په هغه باندې یې حمله وکړه.
۶ جبعونیانو یوشع ته هغه کمپ ته چې په جلجال کې ؤ دا پیغام ولېږه: «د خپلو خدمتګارانو څخه لاس مه اخله. همدا اوس راشه او زمونږ سره مرسته وکړه او مونږ وژغوره! ځکه چې د غرنۍ سیمې د اموریانو ټولو پاچاهانو زمونږ په ضد ځواکونه سره یوځای کړي دي او په مونږ باندې یې حمله کړې ده.»
۷ نو یوشع د خپل ټول لښکر سره چې د هغه تر ټولو ښه جنګیالي په کې شامل وو د جلجال څخه روان شو. ۸ څښتن یوشع ته وویل: «د هغوی څخه مه وېرېږه. هغوی به تاته په لاس درکړم. د هغوی څخه به یو تن هم ونه شي کولای چې ستا په وړاندې ودریږي.» ۹ یوشع او د هغه لښکر ټوله شپه د جلجال څخه د جبعون پورې مزل وکړ او په اموریانو باندې یې ناڅاپي حمله وکړه. ۱۰ څښتن اموریان د اسراییلیانو په لیدلو سره ووېرول. اسراییلیانو هغوی په جبعون کې ووژل او پاتې یې په بیت حورون کې د غره د غاښي په ښکتنۍ لاره تعقیب کړل. هغوی تر هغه وخته پورې په اموریانو باندې خپلې حملې ته دوام ورکړ، ترڅو د عزیقه او مقیده ښارونو ته ورسېدل. ۱۱ کله چې اموریان د اسراییلو د لښکرو څخه ښکته د غاښي په لاره باندې تښتېدل، څښتن په هغوی باندې تر عزیقه پورې غټې غټې ږلۍ واورولې. د هغو خلکو شمېر چې په ږلیو مړه شول د هغو خلکو څخه زیات وو چې د اسراییلیانو له خوا ووژل شول.
۱۲ په هغه ورځ چې څښتن اسراییلیانو ته په اموریانو باندې بری ورکړ، یوشع څښتن ته دعا وکړه. هغه د اسراییلیانو په مخکې وویل:
ای لمره، ودرېږه د جبعون په سر باندې
ای سپوږمۍ، ودرېږه د ایالون په دره باندې
۱۳ نو لمر او سپوږمۍ تر هغه وخته پورې ودرېدل، ترڅو چې قوم په خپلو دښمنانو باندې بری وموند.
دا پېښه د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده. لمر د اسمان په منځ کې ودرېده او ټوله ورځ ونه لوېد. ۱۴ داسې ورځ هېڅکله نه ده راغلې او نه به راشي چې خدای لمر او سپوږمۍ د یو انسان د دعا په خاطر ودروي. څښتن په رښتیا سره د اسراییلو په خاطر جنګېده!
۱۵ د جګړې څخه وروسته یوشع او د هغه لښکر بېرته خپل کمپ ته جلجال ته ستانه شول.
۱۶ د جګړې په وخت کې هغه پنځه اموریایي پاچاهان تښتېدلي وو او ځانونه یې په مقیده کې په سمڅه کې پټ کړي وو. ۱۷ یو چا هغوی پیدا کړل او یوشع خبر شو چې هغوی د مقیدې په سمڅه کې پټ شوي وو. ۱۸ یوشع خپلو کسانو ته وویل: «د سمڅې خولې ته یو څو غټې تیږې ورغړوئ او هلته یو څو ساتونکي ودروئ، ۱۹ خو تاسو په خپله هلته مه پاتې کېږئ. د دښمن پسې شئ او د شا له خوا ورباندې حمله وکړئ. هغوی مه پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورورسیږي! ځکه چې زمونږ څښتن خدای مونږ په هغوی باندې بریالي کړي یو.» ۲۰ نو یوشع او اسراییلیانو د دښمن عسکر نژدې ټول له منځه یووړل. خو یوازې یو څو کسان چې پاتې شوي وو هغوی خپلو دېوال لرونکو ښارونو ته ورورسېدل. ۲۱ بیا ټول لښکر یوشع ته هغه کمپ ته چې په مقیده کې ؤ روغ راستون شو. له دې وروسته هېچا جرات نه شو کولای چې د اسراییلیانو په هکله کومه بده خبره وکړي.
۲۲ بیا یوشع وویل: «د سمڅې خوله خلاصه کړئ او هغه پنځه پاچاهان ماته راوباسئ.» ۲۳ نو هغوی هغه پنځه پاچاهان یعنې د اورشلیم، حبرون، یرموت، لاخیش او د عجلون پاچاهان د سمڅې څخه راوویستل. ۲۴ کله چې هغوی دا پاچاهان یوشع ته راوستل، هغه د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او د لښکرو قوماندانانو ته یې چې د هغه سره راغلي وو امر وکړ چې راشي او د دې پاچاهانو په ورمېږونو باندې خپلې پښې کېږدي. نو هغوی همداسې وکړل. ۲۵ بیا یوشع خپلو قوماندانانو ته وویل: «مه وېرېږئ او زړونه مه بایلئ. قوي او زړور اوسئ، ځکه چې څښتن به ستاسو په ټولو دښمنانو باندې چې تاسو ورسره جنګ کوئ، همداسې کار وکړي.» ۲۶ بیا یوشع هغه پنځه پاچاهان ووژل او هغوی یې په پنځو ونو کې ځوړند کړل او د هغوی مړي تر ماښامه پورې هلته پاتې شول. ۲۷ د لمرپرېواته په وخت کې یوشع امر وکړ او هغوی د هغو پاچاهانو مړي د ونو څخه راښکته کړل او په هغه سمڅه کې یې وغورځول چې هغوی مخکې په کې پټ شوي وو. هغوی د سمڅې په خوله کې لویې لویې تیږې کېښودلې او هغه تر نن ورځې پورې هلته دي.
۲۸ په هماغه ورځ یوشع د مقیده په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه او د هغه پاچا یې وواژه. هغه د دې ښار ټول خلک ووژل. هېڅوک یې ژوندی پرېنښود. هغه د مقیده د پاچا سره هماغه شان چلند وکړ لکه څنګه چې هغه د اریحا د پاچا سره کړی ؤ.
۲۹ وروسته له هغې یوشع او د هغه ټول لښکر له مقیده څخه لبنه ته لاړل او په هغه ځای باندې یې حمله وکړه. ۳۰ څښتن اسراییلیان په دې ښار او د هغه په پاچا باندې هم بریالي کړل. هغوی هېڅوک ژوندی پرېنښود او د ښار ټول خلک یې ووژل. لکه څنګه چې هغوی د اریحا پاچا وژلی ؤ هماغه شان هغوی د لبنه پاچا هم وواژه.
۳۱ له هغې وروسته یوشع او د هغه لښکر د لبنه څخه لاخیش ته لاړل، هغه یې کلابند کړ او حمله یې ورباندې وکړه. ۳۲ د جګړې په دوهمه ورځ څښتن اسراییلیان په لاخیش باندې بریالي کړل. هغوی د ښار ټول خلک د لبنه د خلکو په شان ووژل.
۳۳ هورام د جازر پاچا د لاخیش سره د مرستې دپاره راغی، خو یوشع هغه او د هغه لښکر ته ماتې ورکړه او د هغوی یو کس یې هم ژوندی پرېنښود.
۳۴ بیا یوشع او د هغه لښکر د لاخیش څخه عجلون ته لاړل، هغه یې کلابند کړ او حمله یې ورباندې وکړه. ۳۵ هغوی په هماغه ورځ دا ښار ونیوه او د لاخیش په شان یې د هغه ځای ټول خلک ووژل.
۳۶ له هغې وروسته هغوی د عجلون څخه د غونډیو له لارې حبرون ته وروختل او په هغه باندې یې حمله وکړه. ۳۷ هغوی هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول، بیا یې ټول خلک ووژل چې په هغو کې پاچا هم شامل ؤ. لکه څنګه چې هغوی عجلون له منځه وړی ؤ هماغه شان یې حبرون هم بیخي له منځه یووړ.
۳۸ بیا یوشع د خپل لښکر سره راوګرځېد او په دبیر باندې یې حمله وکړه. ۳۹ هغوی ښار، د هغه پاچا او شاوخوا ټول کلي ونیول. د هغه ځای ټول خلک یې بیخي له منځه یووړل. هغوی د دبیر او د هغه ځای د پاچا سره هماغه شان کار وکړ لکه څنګه یې چې د حبرون د ښار او د لبنه د ښار او پاچا سره کړی ؤ.
۴۰ یوشع ټوله خاوره فتح کړه. هغه د غرنۍ سیمې، د غرونو د ختیځو لمنو، د غرونو د لوېدیځو لمنو او د کنعان د جنوبي سیمې پاچاهانو ته ماتې ورکړه. هغه هېڅوک ژوندی پرېنښود، ټول ووژل شول. دا هغه څه وو چې د اسراییلو څښتن خدای د هغو حکم کړی ؤ. ۴۱ یوشع دا خاوره د قادش برنیع څخه تر غزې او د جوشن د ټولې سیمې څخه تر جبعون پورې فتح کړه. ۴۲ یوشع په یوې لښکر کشۍ سره په دې ټولو پاچاهانو او د هغوی په سیمو باندې فتح تر لاسه کړه، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای د اسراییلو دپاره جګړه کوله. ۴۳ بیا یوشع د خپل لښکر سره په جلجال کې خپل کمپ ته راستون شو.