۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

اتلسم باب

پاتې شوې زمکه تقسيمول

۱ کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله. ۲ د بنى اِسرائيلو اووۀ قبيلې تر اوسه پورې داسې وې چې هغوئ ته په هغه مُلک کښې حِصه نۀ وه حواله شوې. ۳ نو يشوَع بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو به ترڅو پورې دومره اِنتظار کوئ چې تاسو لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو له درکړے دے؟ ۴ تاسو به د هرې قبيلې نه درې سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ ولېږم چې هغه ټوله علاقه وګورى او د دې ميراث د تقسيمولو تفصيل راوړى او بيا به هغوئ ما له واپس راشى. ۵ هغه مُلک به په هغوئ باندې په اوو برخو کښې تقسيم شى، يهوداه به د هغې په جنوبى حِصه کښې ايسار شى او يوسف به د هغې په شمالى حِصه کښې ايسار شى. ۶ د دې اوو حِصو د تقسيم يو تفصيل وليکئ او ما له يې راوړئ. بيا به زۀ ستاسو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک په وړاندې د مشورې دپاره ستاسو سره پچه واچوم. ۷ خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“ ۸ کله چې هغه سړى د مُلک کتلو دپاره روان شول نو يشوَع ورته وفرمائيل چې، ”داسې به وکړئ، په هغه ټول مُلک باندې وګرځئ او تفصيل يې جوړ کړئ او بيا ما له واپس راشئ. او بيا به زۀ دلته په سيلا کښې د مالِک خُدائ په وړاندې د مشورې دپاره تاسو سره پچه واچوم.“ ۹ نو هغه سړى په ټول مُلک باندې وګرځېدل او هغوئ د دې بيان وليکلو چې په اوو حِصو کښې به يې څنګه تقسيموى او د ښارونو تفصيل يې وليکلو. بيا هغوئ واپس يشوَع له د سيلا کېمپ ته لاړل. ۱۰ نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.

بنيامين ته حواله شوې علاقه

۱۱ اول پچه د بنيامين د قبيلې راوتله. د هغوئ زمکه د يهوداه او يوسف قبيلو په مينځ کښې پرته وه. ۱۲ په شمال کښې د هغوئ سرحد د اُردن سره شروع کېدو او بيا د يريحو شمال طرف ته بره ختلے وو او نمر پرېواتۀ طرف ته د بيت‌آون په صحرا کښې د غرونو په مُلک کښې تلے وو. ۱۳ هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيت‌ايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيت‌حورون په جنوب طرف په غر باندې وو. ۱۴ بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَت‌بعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَت‌يعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو. ۱۵ جنوبى سرحد يې د قِريَت‌يعريم په غاړه شروع شوے وو او د نفتوح چينو ته تلے وو. ۱۶ بيا دا لاندې د غرۀ لمنو ته کوز شوے وو چې د هنوم وادى ترې نه ښکارېده، دا د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. بيا دا د هنوم په وادۍ کښې جنوبى طرف ته، د يبوسيانو په جنوبى غاړه د عين‌راجل طرف ته تلے وو. ۱۷ بيا دا د عين‌شمس شمالى طرف ته او بيا جليلوت ته تاو وو، چې د ادميم درې ته مخامخ دے. سرحد بيا لاندې د بوهن کاڼى ته تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو. ۱۸ او د هغه غاړې شمالى طرف ته تېر وو چې د اُردن وادى ترې نه ښکارېده. دا لاندې وادۍ ته ورننوتلے وو، ۱۹ د بيت‌حجلاه شمالى غاړې نه تېر وو او د مالګې درياب د شمالى خولې سره ختم وو، په کوم ځائ کښې چې د اُردن سيند اوبۀ ورغورزيږى. دا جنوبى سرحد وو. ۲۰ اُردن يې د نمرخاتۀ طرف ته سرحد وو. دا د هغه مُلک سرحدونه وُو کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شُو چې د هغوئ خپل ميراث شى. ۲۱ د بنيامين د قوم د قبيلو ښارونه دا وُو، يريحو، بيت‌حجلاه، عميق قصيص، ۲۲ بيت‌اراباه، صمريم، بيت‌ايل، ۲۳ عويم، فاره، عفره، ۲۴ کفرالعمونى، عُفنى او جبعه، دا دولس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۲۵ هلته جبعون، راما، بيروت، ۲۶ مصفاه، کفيره، موضه، ۲۷ رِقم، ارفيل، تراله، ۲۸ ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.