۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

يويشتم باب

د ليويانو ښارونه

۱ د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل. ۲ هلته د کنعان په مُلک سيلا کښې مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے چې مونږ له به د اوسېدو دپاره ښارونه راکولے شى او داسې د دې نه ګېرچاپېره زمونږ د څاروو دپاره به د څرن زمکه راکولے شى.“ ۳ نو د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق بنى اِسرائيلو د خپلو علاقو نه ليويانو له خاص ښارونه او د څرن زمکې ورکړې. ۴ وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول. ۵ د قُهات باقى پاتې قبيلې ته د اِفرائيم، دان او نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقو نه لس ښارونه حواله کړے شول. ۶ د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول. ۷ د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول. ۸ بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو. ۹ دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو، ۱۰ دا د هارون اولاد له ورکړے شوى وُو چې هغوئ د قُهات قبيله وه، چې هغوئ د ليويانو اولاد وو، ځکه چې اول هغوئ ته علاقه حواله کولے شوه. ۱۱ هغوئ له د قِريَت‌اربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه. ۱۲ خو د هغه ښار پټى او نزدې کلى د مخکښې نه د يفُنه زوئ کالب له په ميراث کښې ورکړے شوى وُو. ۱۳ دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اِمام اولاد ته حواله شوى وُو، حبرون کوم چې د پناه ښار وو، او لِبناه، ۱۴ يتير، استموع، ۱۵ حولون، دبير، ۱۶ عين، يُوطه او بيت‌شمس، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې، نهۀ ښارونه د يهوداه او شمعون دواړو قبيلو نه ورته حواله کړے شوى وُو. ۱۷ د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه، ۱۸ عنتوت او د علمون ښارونه، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې. ۱۹ ټول ديارلس ښارونه، سره د څرن د زمکې د هارون اولاد اِمامانو له ورکړے شوى وُو. ۲۰ د ليوى قبيلې د قُهات قبيلې نورو کورَنو ته د اِفرائيم د علاقې نه څۀ ښارونه حواله کړے شوى وُو. ۲۱ هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر، ۲۲ قِبضيم او د بيت‌حورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې. ۲۳ د دان د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، التِقيه، جبتون، ۲۴ ايالون او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۵ د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقې نه هغوئ له دوه ښارونه ورکړے شوى وُو، تعنک او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۶ د قُهات قبيلې کورَنو ته ټول لس ښارونه مِلاو شول، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۷ د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۸ د يساکار د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، قِسيون، دبرت، ۲۹ يرموت او عين‌جنيم، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۰ د آشر د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، مِسال، عبدون، ۳۱ حلقت او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۲ د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۳ د جيرسون قبيلې مختلفو کورَنو ته ټول ديارلس ښارونه مِلاو شول چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۴ د ليوى قبيلې د مرارى پاتې قبيلې ته د زبولون علاقې نه څلور ښارونه مِلاو شول، يقنِعام، قرتاه، ۳۵ دِمنه او نحلال چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۶ د روبين علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، بصر، يهض، ۳۷ قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۸ د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم، ۳۹ حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې. ۴۰ نو د مرارى قبيلې ته ټول دولس ښارونه حواله شوى وُو. ۴۱‏-۴۲ د بنى اِسرائيلو د خپل مُلک نه ټول اتۀ څلوېښت ښارونه ليويانو له ورکړے شوى وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې وې.

د بنى اِسرائيلو مُلک نيول

۴۳ نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول. ۴۴ مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه. ۴۵ مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.