۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضيانو کِتاب

ديارلسم باب

د سمسون پېدا کېدل

۱ بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى. ۲ په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو. ۳ د مالِک خُدائ فرښته هغې ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”تۀ هيڅکله د بچو د پېدا کېدو جوګه شوې نۀ يې، خو تۀ به زر اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى. ۴ خيال کوه چې مے يا شراب ونۀ څښې او نۀ چې حرام څيز وخورې، ۵ او ستا د زوئ پېدا کېدو نه پس هيڅکله چې د هغۀ وېښتۀ پرې نۀ کړې، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو د ورځې نه به هغه خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى. هغه به د فلستيانو نه د بنى اِسرائيلو بچ کول شروع کړى.“ ۶ بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو. ۷ خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې زۀ به اُميدواره شم او يو زوئ به مې وشى. هغۀ راته وفرمائيل چې مے يا شراب مۀ څښه او نۀ چې حرام څيز وخورې، ځکه چې تر کومې پورې هغه ماشوم ژوندے وى نو هغه به خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى.“ ۸ نو منوحه مالِک خُدائ ته سوال وکړو، ”مالِکه خُدايه، د خُدائ پاک هغه سړے کوم چې تا رالېږلے وو هغه پرېږده چې بيا مونږ له راشى او مونږ ته وښائى چې کله هغه هلک پېدا شى نو مونږ د هغۀ سره څۀ وکړُو.“ ۹ منوحه چې کوم سوال کړے وو نو خُدائ پاک هم هغه شان وکړل او چې کله هغه ښځه په پټو کښې ناسته وه نو د خُدائ پاک هغه فرښته ورله واپس راغله، خو د هغې خاوند منوحه د هغې سره نۀ وو. ۱۰ نو هغې سمدستى منډه کړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”ګوره، هغه بله ورځ چې کوم سړے ما له راغلے وو هغه بيا ما ته څرګند شوے دے.“ ۱۱ منوحه پاڅېدو او خپلې ښځې پسې لاړو. هغه سړى له ورَغلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”آيا تۀ هغه سړے يې څۀ چا چې زما د ښځې سره خبرې کولې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ هم هغه يم.“ ۱۲ نو منوحه ترې نه تپوس وکړو، ”کله چې ستا خبره رښتيا شى، نو د هغه هلک د ژوند اصُول به څۀ وى او د هغۀ کار به څۀ وى؟“ ۱۳ د مالِک خُدائ فرښتې ورته وفرمائيل، ”ستا ښځه به دا خبره يقينى کړى چې هغه هر څۀ وکړى چې څۀ ما ورته وئيلى دى. ۱۴ هغه به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو باغ نه راځى، هغه به يو قِسم مے هم نۀ څښى او نۀ به حرام څيز خورى. هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې ما ورته وئيلى دى.“ ۱۵‏-۱۶ منوحه ته پته نۀ وه چې دا د مالِک خُدائ فرښته ده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”مونږ سره لږ ايسار شه او مونږ پرېږده چې تا له يو د چېلۍ بچے پوخ کړُو.“ خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ ستاسو سره ايساره شم، نو زۀ به ستاسو خوراک نۀ خورم. کۀ تاسو دا پَخول غواړئ، نو دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه وسوزوئ.“ ۱۷ منوحه ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل نوم وښايه، چې کله ستا خبره رښتيا شى نو مونږ به ستا عزت وکړُو.“ ۱۸ فرښتې ورته وفرمائيل، ”تۀ زما د نوم تپوس ولې کوې؟ دا يو داسې عجيبه نوم دے چې تۀ به ورباندې پوهه نۀ شې.“ ۱۹ نو منوحه د چېلۍ يو بچے او څۀ غله واخستله او د ګټ په قربان‌ګاه باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړه. او چې کله منوحه او د هغۀ ښځې ورته کتل نو مالِک خُدائ يو عجيبه کار وکړو. ۲۰‏-۲۱ په کوم وخت کښې چې د قربان‌ګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه. ۲۲ منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“ ۲۳ خو ښځې يې جواب ورکړو، ”کۀ مالِک خُدائ زمونږ وژل غوښتلے، نو هغۀ به هيڅکله زمونږ نذرانې نۀ قبلولې، نو هغۀ به مونږ ته دا هر څۀ نۀ ښودلے او نۀ به يې راته دا خبرې کړې وې.“ ۲۴ نو د هغۀ د ښځې يو زوئ وشو او سمسون نوم يې ورباندې کېښودو. هغه ماشوم لوئېدو او مالِک خُدائ برکت ورکړو. ۲۵ او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.