۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضيانو کِتاب

اتم باب

د ميديانيانو آخرى شکست

۱ بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو. ۲ خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى. ۳ د دې نه علاوه، د خُدائ پاک د طاقت په ذريعه تاسو د ميديانيانو دوه مشران عوريب او زئيب ووژل. ما داسې څۀ نۀ دى کړى چې ستاسو سره ځان برابر کړم.“ کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو د هغوئ غصه سړه شوه. ۴ په دې وخت کښې جدعون او د هغۀ درې سوه سړى د اُردن سيند له راغلى وُو او د دې نه پورې وتى هم وُو. هغوئ ډېر ستړى وُو، خو بيا هم په دشمن پسې وُو. ۵ کله چې هغوئ سُکات ته ورسېدل، نو هغۀ د ښار خلقو ته وفرمائيل، ”زما سړو له لږه روټۍ ورکړئ. هغوئ ډېر ستړى دى او زۀ د ميديانيانو بادشاهان زِبح او ضلمنع پسې يم.“ ۶ خو د سُکات مشرانو ووئيل، ”مونږ ستاسو لښکر له خوراک ولې ورکړو؟ تاسو تر اوسه پورې زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى.“ ۷ نو جدعون وفرمائيل، ”ټيک ده. کله چې مالِک خُدائ زِبح او ضلمنع ما ته په حواله کړى، نو ستاسو غوښې به د صحرا په ازغو او غنو باندې وشلوم.“ ۸ جدعون فنواېل ته لاړو او هلته يې خلقو ته هم دغه شان درخواست وکړو، خو د فنواېل خلقو هم د سُکات د خلقو په شان هم دغه شان جواب ورکړو. ۹ نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ ځم، په خېر سره به واپس راځم او ستاسو دا برج به راغورزوم.“ ۱۰ زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو. ۱۱ جدعون د نوبح او يګبها نمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه. ۱۲ د ميديانيانو دوه بادشاهان زِبح او ضلمنع وتښتېدل، خو هغه ورپسې وُو او وې نيول او د هغوئ ټول لښکر يې په وارخطايۍ آخته کړو. ۱۳ کله چې جدعون د حِرس درې په لاره د جنګ نه واپس روان وو، ۱۴ هغۀ د سُکات يو زلمے ونيولو او تپوس يې ترې نه وکړو. هغه زلمى جدعون ته د سُکات د اووۀ اوياؤ مشرانو نومونه وليکل. ۱۵ بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“ ۱۶ بيا هغۀ د صحرا نه ازغى او غنې يوړې او د سُکات مشرانو له يې ورباندې سزا ورکړه. ۱۷ هغۀ په فنواېل کښې برج هم راغورزولو او د ښار خلق يې ووژل. ۱۸ بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“ ۱۹ جدعون ورته وفرمائيل، ”هغوئ زما وروڼه وُو، زما د خپلې مور زامن وُو. زۀ دا قسم خورم کۀ تاسو هغوئ وژلى نۀ وے، نو ما به تاسو نۀ وژلئ.“ ۲۰ بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه.“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو. ۲۱ بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو. ۲۲ د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميديانيانو نه بچ کړى يُو.“ ۲۳ جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حکمران وى.“ ۲۴ خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.) ۲۵ خلقو جواب ورکړو، ”مونږ به په داسې کولو خوشحاله شُو.“ هغوئ يوه کپړه خوره کړه او چې هغوئ په لوټ مار کښې کومې د سرو زرو والۍ اخستې وې هغه يې ورباندې کېښودې. ۲۶ جدعون ته چې کومې د سرو زرو والۍ مِلاو شوې وې هغه تقريباً شل کلو وې او په دې کښې کالى، هارونه او د کاسنى رنګ جامې شاملې نۀ وې چې د ميديان بادشاهانو اغوستې او هغه پټه هم په کښې شامله نۀ وه چې د هغوئ د اوښانو په غاړه وه. ۲۷ جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو. ۲۸ نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.

د جدعون مرګ

۲۹ جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو. ۳۰ د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې. ۳۱ په شِکم کښې د هغۀ يوه وينځه هم وه، د هغې نه يې يو زوئ وشو او ابى‌مَلِک نوم يې پرې کېښودو. ۳۲ د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو. ۳۳ چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بې‌غېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعل‌بريت وو، ۳۴ او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو. ۳۵ جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.