۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

يوولسم باب

حلال او حرام ځناور

۱ مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل ۲ کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ ۳ چې د هغې د پښو سومونه په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، ۴‏-۶ خو تاسو دا ځناور مۀ خورئ، يعنې اوښ، ځنګلى سوه، يا عامه سوه. دا به ناپاک ګڼلے شى، دا بيا بيا شخوند وهى، خو د دې سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى. ۷ خنزير مۀ خورئ. دا به خامخا ناپاک ګڼلے شى، د دې د پښو نوکونه په مينځ بېل وى، خو بيا بيا شخوند نۀ وهى. ۸ دا ځناور مۀ خورئ يا چې مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ، دا ناپاک دى. ۹ تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى، ۱۰ خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه نۀ شئ خوړلے. ۱۱ داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ. ۱۲ تاسو هر هغه څيز مۀ خورئ کوم چې په اوبو کښې اوسيږى او وزر او په څرمن پترى نۀ لرى. ۱۳‏-۱۹ دا هغه مارغان دى چې تاسو به ترې نه کرکه کوئ چې تاسو يې ونۀ خورئ ځکه چې دا حرام دى، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شتر‌مرغ، ايلۍ، زاڼې، ډينګ، ماهى خور مارغۀ، سمندرى بطحه، ملا‌چرچک يا ښاپېرک. ۲۰ الوتونکى حشرات ناپاک دى، تاسو د دې نه کرکه وکړئ، ۲۱ خو بغېر د هغې نه چې په پښو ګرځى او ټوپونه وهى. ۲۲ تاسو کېرړى، د قحطۍ مُلخان او نور مُلخان خوړلے شئ. ۲۳ خو نور ټول واړۀ څيزونه چې وزر لرى او په زمکه باندې په پښو ګرځى دا به ستاسو دپاره حرام وى. ۲۴‏-۲۸ دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۹‏-۳۰ ړنده مږه، عامه مږه، منږکان او سمسېره، کربوړے او هر قِسم چرمښکۍ به خامخا ناپاک ګڼلے شى. ۳۱ دا ستاسو دپاره ناپاک دى. چې دا مړۀ وى او هر څوک چې لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۳۲ او يا کۀ دا مړۀ وى او په څۀ څيز باندې وغورزيږى، نو هغه به ناپاک وى. هغه څيز کۀ د لرګى نه جوړ وى، کپړه، څرمن، يا بوجۍ وى، کۀ هر څيز دپاره هم استعماليږى. هغه څيز به په اوبو کښې غوپه کړے شى، خو دا به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۳۳ کۀ دا مړۀ شوى ځناور د خاورو په لوښى کښې وغورزيږى، په هغې کښې چې هر څۀ وى نو هغه به ناپاک وى، نو تاسو هغه لوښے مات کړئ. ۳۴ هر هغه خوراک کوم چې په عامه توګه خوړلے شى، خو کۀ په دې خوراک باندې د هغه لوښى نه اوبۀ توئ کړے شوې وى، نو هغه خوراک به ناپاک وى او په داسې لوښى کښې چې د څښلو څۀ هم وى نو هغه به ناپاک وى. ۳۵ کۀ دا مړۀ شوى ځناور په هر څۀ باندې راوغورزيږى نو هغه به ناپاک وى، کۀ هغه د خټې نغرے وى يا د پخلى لوښے وى نو ماتولے به شى، ۳۶ خو چينه يا ډيګۍ به پاکه وى، خو کۀ بل هر څوک دې مړو ځناورو له لاس وروړى نو هغه به ناپاک وى. ۳۷ کۀ دا په هغه تخم باندې وغورزيږى کوم چې کَرلے کيږى، نو تخم به پاک وى. ۳۸ خو کۀ تخم په اوبو کښې پستولے شى او دا قِسم مړ ځناور ورباندې راوغورزيږى، نو تخم به ناپاک وى. ۳۹ کۀ يو حلال ځناور مړ شى، کۀ هر څوک ورله لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۰ کۀ هر څوک د دې ځناور څۀ غوښه وخورى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى، هر څوک چې دا مړۀ ځناور يوسى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۱ تاسو هغه ټول ځناور مۀ خورئ کوم چې په زمکه باندې ګرځى، ۴۲ لکه چې په خېټه باندې، يا په څلورو پښو باندې او يا په ډېرو پښو ګرځى. ۴۳ د دې په خوړلو باندې خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. ۴۴ زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم. ۴۵ زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم. ۴۶ نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى. ۴۷ چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.