۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

پينځلسم باب

د بدن ناپاکوالے

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل ۲ کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. کۀ د سړى د ذکر نه څۀ اوبۀ ووځى، نو هغه اوبۀ ناپاکې دى، ۳ کۀ د هغۀ د ذکر نه اوبۀ روانې وى يا بند وى نو هغه ناپاک وى. ۴ چې په کومه بستره هغه څملاستلے وى يا په بل څۀ باندې ناست وى نو هغه به هم ناپاک وى. ۵ هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى ۶ يا په هر څۀ باندې کښېنى په کوم باندې چې هغه سړے ناست وى نو هغه به جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۷ کۀ څوک هغه سړى له لاس وروړى چې د کوم نه اوبۀ ځى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاکه وى. ۸ چې د کوم سړى د ذکر نه اوبۀ ځى کۀ هغه په يو پاک کس توکاڼې اوتُوکى، نو هغه کس به خامخا جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۹ په کوم زين چې هغه سړے کښېنى چې د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى نو هغه زين به ناپاک وى. ۱۰ هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۱۱ د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى کۀ هغۀ خپل لاسونه نۀ وى وينځلى او چا له ګوتې وروړى، نو هغه کس به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۱۲ هغه سړے کۀ د خټو لوښى له لاس وروړى نو دا به ماتولے شى او کۀ د لرګى لوښى له لاس وروړى نو خامخا به وينځلے شى. ۱۳ د کوم سړى چې د ذکر نه اوبۀ ځى او هغه روغ شى نو د هغې نه پس، هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به خپلې جامې ووينځى او د چينې په تازه اوبو کښې به غسل وکړى او هغه به پاک شى. ۱۴ په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى او اِمام له به يې ورکړى. ۱۵ او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۱۶ کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى او هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۱۷ هر څيز چې د کپړې يا څرمنې نه جوړ وى او منى ورباندې پرېوځى نو خامخا به وينځلے شى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۱۸ د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۱۹ چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاکه وى. هر څوک چې هغې له لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۰ د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې چې هغه په هر څيز باندې کښېنى يا څملى نو دا به ناپاک وى. ۲۱‏-۲۳ هر څوک چې د هغې بسترې يا هر هغه څيز له لاس وروړى چې په کوم باندې هغه ناسته وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۲۴ کۀ يو سړے د هغې سره په داسې وخت کښې څملى چې مياشتنۍ بيمارى يې وى، نو هغه د هغې د ناپاکۍ په وجه ناپاک دے او اووۀ ورځې به ناپاک وى او هغه بستره هم ناپاکه ده په کومه باندې چې هغه څملى. ۲۵ کۀ د يوې ښځې د مياشتنۍ بيمارۍ نه بغېر هم د ډېرو ورځو پورې وينه بهيږى يا د مياشتنۍ بيمارۍ د ورځو نه اخوا هم د هغې نه وينه جارى وى، نو تر کومې پورې چې ترې نه وينه بهيږى هغه ناپاکه ده، لکه چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په وخت کښې وى. ۲۶ په دې دوران کښې چې هغه په کومه بستره څملى او په څۀ څيز باندې کښېنى نو دا ناپاک دى. ۲۷ هر څوک چې دې څيزونو له لاس وروړى نو هغه ناپاک دے او خامخا به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۸ چې د هغې نه وينه بهېدل بند شى نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به هغه پاکه شى. ۲۹ په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له يوسى. ۳۰ اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، نو د هغې دپاره به د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسيږى، نو د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې بې‌عزتى به نۀ کيږى، کومه چې د خېمو په مينځ کښې ده. کۀ هغوئ بې‌عزتى وکړه، نو مړۀ به شى. ۳۲ دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى، ۳۳ دا د داسې ښځې په حقله دى چې د هغې مياشتنۍ بيمارى وى، يا د يو سړى په حقله چې د يوې ښځې سره څملى کومه چې ناپاکه وى.