فصل قبلی

د عیسی مسیح په هکله د لوقا انجیل

لومړی فصل

۱ښاغلی تیوفیلوسه:

ډېرو خلکو کوښښ کړی دی ترڅو هغه پېښې بیان کړي چې زمونږ په منځ کې رامنځته شوې دي. ۲هغوی هغه څه لیکلي دي چې مونږ ته د عیني شاهدانو او د خدای د کلام د خدمتګارانو له خوا رارسېدلي دي. ۳ښاغلی تیوفیلوسه، ما هم په خپل وار سره دا ټولې پېښې له پیل څخه په غور سره وڅېړلې، نو دا راته ښه ښکاره شوه چې هغه تاسو ته په ترتیب سره ولیکم. ۴دا کار د دې دپاره کوم ترڅو ته د هغو ټولو شیانو په هکله چې ورڅخه خبر شوی یې، په حقیقت پوه شې.

د یحیی د زېږېدنې په هکله پېشګويي

۵د یهودیې د پاچا هیرودیس په زمانه کې یو یهودي کاهن ؤ چې زکریا نومېده او د ابیا د ډلې څخه ؤ. د هغه ښځه الیزابت نومېدله او هغه هم د هارون کاهن د کورنۍ څخه وه. ۶هغوی دواړه د خدای په نظر کې عادلان خلک وو او په پوره توګه یې د څښتن په ټولو قوانینو او حکمونو باندې عمل کاوه. ۷خو هغوی اولاد نه درلود، ځکه چې الیزابت شنډه وه او دواړه ډېر زاړه وو.

۸کله چې د خدای په کور کې د خدمت وار د زکریا ډلې ته ورسېده، نو زکریا د کاهن په توګه په خپله وظیفه کې بوخت شو. ۹د کاهنانو د دود له مخې هغه د پچې په وسیله غوره شو، ترڅو د خدای کور ته ننوځي او خوشبویي وسوځوي. ۱۰د خوشبویۍ د سوځولو په وخت کې ګڼ شمېر عبادت کوونکي دباندې ولاړ وو او دعا یې کوله. ۱۱په دې وخت کې د څښتن یوه فرښته زکریا ته ورښکاره شوه چې د قربانۍ د ځای ښي خواته چې خوشبویي په کې سوځېدله، ولاړه وه. ۱۲کله چې زکریا هغه ولیدله، نو ټکان یې وخوړ او وېره ورباندې راغله. ۱۳خو فرښتې هغه ته وویل: «ای زکریا، مه وېرېږه! ستا دعا قبوله شوې ده او ستا ښځه الیزابت به تاته یو زوی وزېږوي او ته به په هغه باندې یحیی نوم کېږدې. ۱۴هغه به ستا دپاره د خوښۍ او خوشحالۍ سبب شي او ډېر خلک به د هغه په زېږېدلو خوشحالي وکړي. ۱۵ځکه چې هغه به د څښتن په نظر کې لوی سړی وي. هغه باید هېڅکله شراب او یا داسې کوم شی ونه څښي چې ورباندې نشه شي. هغه به د مور د ګېډې نه د روح القدس څخه ډک وي، ۱۶او ډېر اسراییلیان به د خپل څښتن خدای خواته راواړوي. ۱۷یحیی به په هماغه روح او قدرت سره چې الیاس نبي درلود د څښتن په مخکې روان وي، ترڅو پلرونه او اولادونه سره پخلا کړي، سرکښه کسان د نېکانو د حکمت نه ډکې لارې ته راوګرځوي او خلک د څښتن راتللو ته تیار کړي.»

۱۸زکریا فرښتې ته وویل: «زه څنګه په دې باور کولای شم چې داسې به وشي؟ ځکه چې زه زوړ سړی یم او ښځه مې هم زړه ده.» ۱۹فرښتې په ځواب کې وویل: «زه جبراییل یم چې د خدای په حضور کې ودرېږم. زه رالېږل شوی یم چې ستا سره خبرې وکړم او دا زېری درته درکړم. ۲۰خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدلو پورې به خبرې نه شې کولای، ځکه چې تا زما په خبرو چې په ټاکل شوي وخت کې به رښتیا شي، باور ونه کړ.»

۲۱په دې وخت کې خلکو د زکریا دپاره انتظار کاوه او حیران وو چې هغه ولې د خدای په کور کې دومره زیات وخت تېر کړ. ۲۲کله چې هغه راووت، د هغوی سره یې خبرې نه شوې کولای. نو دوی پوه شول چې هغه د خدای په کور کې کومه رویا لیدلې، ځکه چې هغوی ته یې په لاسونو اشارې کولې، خو خبرې یې نه شوې کولای.

۲۳کله چې د خدای په کور کې د زکریا د خدمت موده پای ته ورسېدله، نو هغه بېرته خپل کور ته لاړ. ۲۴څه موده وروسته د هغه ښځه الیزابت امیدواره شوه او پنځه میاشتې یې خپل ځان د خلکو څخه پټ وساته او د خپل ځان سره به یې ویل: ۲۵«څښتن اوس زما دپاره دا کار وکړ او په ما یې رحم وکړ او زه یې د خلکو په مخکې د شرم څخه خلاصه کړم.»

د عیسی مسیح د زېږېدنې په هکله پېشګويي

۲۶د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصرې په نوم یو ښار ته ولېږله، ۲۷ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پاچا د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ. ۲۸فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.» ۲۹مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي. ۳۰فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې، مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی. ۳۱ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې. ۳۲هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي. ۳۳هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.» ۳۴مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر‌اوسه واده شوې نه یم.» ۳۵فرښتې په ځواب کې وویل: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي. ۳۶وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه ویل کېدله، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده. ۳۷ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.» ۳۸مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.

مریم د الیزابت لیدلو ته ورځي

۳۹څه موده وروسته مریم روانه شوه او په بیړه یو ښار ته چې د یهودیې په غرنۍ سیمه کې ؤ، لاړه. ۴۰هغه د زکریا کور ته ورننوتله او په الیزابت یې سلام واچاوه. ۴۱کله چې الیزابت د مریم سلام واورېد، نو په ګېډه کې یې ماشوم ټوپونه ووهل. الیزابت د روح القدس نه ډکه شوه ۴۲او په لوړ اواز سره یې وویل: «ته په ټولو ښځو کې ډېره مبارکه ښځه یې او هغه ماشوم مبارک دی چې ستا نه به پیدا شي! ۴۳زه څوک یم چې زما د بادار مور دې زما لیدلو ته راشي؟ ۴۴کله چې ستا د سلام اواز زما تر غوږ شو، نو ماشوم له خوشحالۍ نه زما په ګېډه کې ټوپونه ووهل. ۴۵ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»

د مریم د ثنا او صفت سندره

۴۶مریم وویل:

«بیانوي مې زړه لویي د څښتن

۴۷دی زما روح خوشحاله

ځکه خدای مې دی ژغورونکی

۴۸ځکه زه یې کړمه یاده، خپله عاجزه خدمتګاره

له همدې اوس نه به ټول خلک ما بختوره بولي

۴۹ځکه قادر خدای کړي لوی کارونه ماته

چې سپېڅلی یې دی نوم

۵۰د یو نسل نه تر بله کړي رحمت

په هغو خلکو باندې چې کوي وېره ځینې

۵۱هغه کړي دي قوي کارونه په خپلو مټو

کبرجن خلک یې خواره واره کړل

د خپلو زړونو د خیالونو سره

۵۲راغورځولي یې شاهان خپلو تختونو څخه

سرلوړي کړي یې دي عاجزه خلک

۵۳ماړه کړي یې دي وږي په ښو شیانو

شتمن خلک یې شړلي تش لاسونه

۵۴مرسته یې کړې د خپل خادم اسراییلو سره

رحم یې کړی تل په خپلو خلکو

۵۵لکه یې څنګه چې وعده کړې وه زمونږ نیکونو،

ابراهیم او اولادې سره یې د تل دپاره»

۵۶مریم نژدې درې میاشتې د الیزابت سره پاتې شوه او بیا بېرته خپل کور ته لاړه.

د یحیی زېږېدنه

۵۷هغه وخت راورسېد چې الیزابت ماشوم وزېږوي او د هغې زوی پیدا شو. ۵۸ګاونډیانو او خپلوانو یې واورېدل چې څښتن په هغې باندې ډېر رحم کړی دی او ټولو ورسره خوشحالي وکړه. ۵۹کله چې ماشوم د اتو ورځو شو، نو هغوی راغلل چې سنت یې کړي او غوښتل یې چې د خپل پلار زکریا نوم پرې کېږدي. ۶۰خو مور یې وویل: «نه، د هغه نوم به یحیی وي.» ۶۱هغوی ورته وویل: «خو ستاسو په خپلوانو کې په دې نوم څوک نشته.» ۶۲بیا هغوی د هغه پلار ته اشاره وکړه او پوښتنه یې ترې وکړه چې په ماشوم باندې کوم نوم غواړي کېږدي. ۶۳زکریا یوه تخته راوغوښتله او په هغې باندې یې ولیکل: «د هغه نوم یحیی دی.» هغوی ټول ډېر حیران شول. ۶۴زکریا سمدلاسه بېرته په خبرو راغی او خدای ته په ثنا ویلو یې پیل وکړ. ۶۵ټول ګاونډیان ووېرېدل او د یهودیې په ټوله غرنۍ سیمه کې خلکو د دې شیانو په هکله خبرې کولې. ۶۶هرچا چې دا خبره اورېدله، نو د هغې په هکله یې فکر کاوه او پوښتنه یې کوله: «د دې ماشوم څخه به څه جوړ شي؟» ځکه چې د څښتن لاس د هغه په سر باندې ؤ.

د زکریا پېشګويي

۶۷د یحیی پلار زکریا د روح القدس نه ډک شو او د خدای پیغام یې ورکړ:

۶۸«ثنا او صفت دې وي څښتن ته چې دی خدای د اسراییلو

ځکه راغی چې وکړي مرسته د خپل قوم سره چې کړي ازاد هغوی

۶۹هغه پیدا کړ مونږ ته زورور ژغورونکی

د اولادې نه د داود چې خدمتګار یې ؤ خپل

۷۰لکه څنګه چې پخوا یې وو ویلي

په خوله د سپېڅلو پخوانیو پیغمبرانو

۷۱چې مو خلاص کړي د خپلو دښمنانو ځینې

د هغو خلکو څخه چې کوي کرکه له مونږ

۷۲رحم به وکړي هغه زمونږ نیکونو باندې

او رایادوي به خپل سپېڅلی لوظ

۷۳هغه قسم چې ؤ خوړلی هغه

زمونږ د نیکه ابراهیمه سره

۷۴چې به کړي خلاص هغه مونږ له دښمنانو ځینې

چې بې له وېرې وکړو مونږه خدمت د هغه

۷۵په ټول ژوندون کې د پاکۍ او عدالت سره

۷۶او ای ماشومه زما

ته به یادېږې پیغمبر د خدای تعالی

ځکه چې ځې به له څښتنه مخکې

چې کړې تیاره لاره ته د هغه دپاره

۷۷چې په دې پوه کړې قوم د هغه

چې دوی به ومومي خلاصون

د خپلو ګناهونو په بخښلو سره

۷۸زمونږ د خدای د رحم او مهربانۍ په سبب

په مونږ را وبه خېژي لمر د سهار

پاس له اسمانه څخه

۷۹ترڅو چې راولي رڼا په هغو خلکو باندې

چې تېروي ژوند په تیارو کې د مرګ

او برابر کړي قدمونه زمونږ د سولې او سلامتۍ په لاره»

۸۰هغه ماشوم غټېده او په روحاني توګه قوي کېده او تر هغه وخته پورې په دښته کې اوسېده، ترڅو د اسراییلو خلکو ته په څرګنده توګه ورښکاره شو.

فصل قبلی