۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

څوارلسم باب

د پړسوب بيمارى روغول

۱ د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو. ۲ هلته يو سړے وو چې ورته د پړسوب بيمارى لګېدلې وه. ۳ عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“ ۴ هغوئ لاجوابه پاتې شُو نو عيسىٰ هغه سړے د لاسه ونيولو او شفا يې ورکړه او رُخصت يې کړو. ۵ بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې د سبت په ورځ ستاسو زوئ يا څاروے په کوهى کښې پرېوځى، ولې تاسو به هغه سمدستى راونۀ باسئ؟“ ۶ نو د هغوئ سره د دې خبرې هيڅ جواب نۀ وو.

د کوربه او مېلمنو دپاره نصيحت

۷ کله چې عيسىٰ دا وکتل چې مېلمنو څنګه د عزت ځايونه کتل نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو، ۸ ”کله چې تاسو څوک د وادۀ روټۍ ته وغواړى نو د عزت په ځائ مۀ کښېنئ. کېدے شى چې ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى. ۹ نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې. ۱۰ کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو. ۱۱ ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“ ۱۲ بيا عيسىٰ خپل کوربه ته وفرمائيل، ”هر کله چې تۀ د غرمې يا ماښام د روټۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو دوستانو، وروڼو، عزيزانو او اميرانو ګاونډيانو ته بلنه مۀ ورکوه ځکه چې هغوئ به هم تا ته بلنه درکړى او بدل به دې خلاص کړى. ۱۳ خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله، ۱۴ او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“

د لوئې مېلمستيا مِثال

۱۵ په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“ ۱۶ عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو. ۱۷ د روټۍ په وخت هغۀ خپل نوکر رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږلو او ورته يې ووئيل چې مهربانى وکړئ، روټۍ تياره ده راشئ. ۱۸ خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه. ۱۹ دوېم ووئيل چې، ما پينځۀ قلبې غوَيان اخستى دى، زۀ ځم چې هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه، زما عُذر قبول کړه. ۲۰ بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم. ۲۱ کله چې نوکر واپس شو نو دا هر څۀ يې خپل مالِک ته ووئيل. د کور مالِک په غصه شو او نوکر ته يې ووئيل چې زر د ښار کوڅو او بازارونو ته لاړ شه خواران، شل ګوډ او ړاندۀ راټول کړه او دلته يې راوله. ۲۲ نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته. ۲۳ نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى. ۲۴ خو دا درته وايم څوک چې اول رابللے شوى وُو په هغوئ کښې به يو تن هم دا روټۍ ونۀ څکى.“

د حضرت عيسىٰ د مريدۍ قيمت

۲۵ اوس چې يوه لويه ګڼه د عيسىٰ سره جوړه شوې وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ۲۶ ”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى. ۲۷ او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى. ۲۸ ولې په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه يو برج جوړول غواړى او د مخکښې نه به د خرچې اندازه ونۀ لګوى چې په هغې يې سر ته رسولے شى او کۀ نه؟ ۲۹ ګنې کۀ چرې هغۀ د دې بنيادونه اېښى وى او بيا يې سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدونکى به ورپورې خندا ګانې کوى. ۳۰ هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو. ۳۱ يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟ ۳۲ او کۀ هغه نۀ شى کولے نو د حملې کولو نه وړاندې به هغه خپله جرګه هغۀ ته ورولېږى او د صُلح د شرطُونو به ورنه خواست وکړى. ۳۳ هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.

بې‌خونده مالګه

۳۴ مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ ۳۵ بيا دا نۀ په زمکه او نۀ په ډيران پکاريږى، دا بس د عبث غورزولو ده. کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغوئ دې واورى.“