۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

دوويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش

۱ خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى. ۲ نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل. ۳ خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو. ۴ او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى. ۵ هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه. ۶ نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.

د فسح د اختر تيارے

۷ بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو. ۸ نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“ ۹ هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۰ هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ. ۱۱ او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟ ۱۲ نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارى وکړئ.“ ۱۳ هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.

د عشاء ربانى مقررول

۱۴ کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو. ۱۵ هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم. ۱۶ ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“ ۱۷ بيا عيسىٰ يوه پياله راواخسته او د شُکر کولو نه پس يې وفرمائيل، ”دا واخلئ او په خپلو کښې يې تقسيم کړئ. ۱۸ ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ د انګورو رس بيا تر هغې ونۀ څښم ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى رانۀ شى.“ ۱۹ بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ ۲۰ او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے. ۲۱ خو ګورئ، زما د مُخبر لاس هم ما سره په دسترخوان باندې دے. ۲۲ ځکه چې اِبن آدم څنګه چې مقرر شوے دے، هغه شان به مرګ ته ورځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى.“ ۲۳ په دې خبره هغوئ په خپلو کښې په بحث شُو چې په مونږ کښې به دا کار څوک کوى.

د لويوالى په حقله بحث کول

۲۴ بيا د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په دوئ کښې به د ټولو نه لوئ څوک وى. ۲۵ خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د قومونو بادشاهان په خپلو خلقو حکومت کوى او څوک چې پرې اختيار لرى هغوئ ته د خلقو خير خواه وئيلے کيږى. ۲۶ خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې دې د ټولو نه مشر ځان د ټولو نه کشر ګڼى او ستاسو مشر دې لکه ستاسو د خادِم په شان وى. ۲۷ نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم. ۲۸ تاسو هغه خلق يئ چې زما په آزمېښتونو کښې ما سره ولاړ وئ. ۲۹ او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده. ۳۰ نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.

د حضرت عيسىٰ د پطروس د اِنکار پېشګوئې کول

۳۱ شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى. ۳۲ خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“ ۳۳ پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“ ۳۴ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“

په خُدائ پاک باندې توکل کول

۳۵ عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بې‌پېسو، بې‌بټوې او بې‌پيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“ ۳۶ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى. ۳۷ ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بې‌شکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“ ۳۸ هغوئ ووئيل، ”وګوره مالِکه، مونږ سره دا دوه تُورې دى.“ هغۀ وفرمائيل، ”دا کافى دى.“

د زيتُونو په غر د حضرت عيسىٰ دُعا

۳۹ بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو. ۴۰ هر کله چې هغه هغه ځائ ته ورسېدو نو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“ ۴۱ هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه، ۴۲ ”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ ۴۳ بيا يوه فرښته د آسمان نه راغله چې هغه مضبوط کړى. ۴۴ او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله. ۴۵ کله چې عيسىٰ د دُعا نه پاڅېدو او خپلو مريدانو له راغلو نو هغوئ يې غم زپلى اودۀ وموندل. ۴۶ هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“

د حضرت عيسىٰ مُخبرى کول او د هغۀ ګرفتارول

۴۷ خو چې عيسىٰ لا دا خبرې کولې نو ډېر خلق راغلل، او يهوداه نومې سړے څوک چې د دولسو مريدانو نه يو وو، د هغوئ نه مخکښې وو. هغه عيسىٰ له راغلو چې ښکل يې کړى. ۴۸ خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”يهوداه، تۀ د اِبن آدم مُخبرى په ښُکلولو کوې څۀ؟“ ۴۹ کله چې د عيسىٰ ملګرو دا وليدل چې څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ د خپلو تُورو نه کار واخلو څۀ؟“ ۵۰ او په هغوئ کښې يو د مشر اِمام په نوکر ګزار وکړو او د هغۀ ښے غوږ يې پرې کړو. ۵۱ خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”بس مۀ کوئ.“ بيا هغۀ د هغه سړى په غوږ لاس کېښودو او روغ يې کړو. ۵۲ بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟ ۵۳ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“

د حضرت عيسىٰ نه د پطروس اِنکار

۵۴ بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو. ۵۵ کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو. ۵۶ نو بيا يوې وينځې چې د اور په رڼا کښې هغه وليدو نو ورته يې نېغ وکتل او وې وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو.“ ۵۷ خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“ ۵۸ لږه شېبه وروستو بل چا وليدو او وې وئيل چې، ”تۀ خو هم په هغوئ کښې يو يې.“ خو پطروس ووئيل چې، ”نۀ، زۀ هغه نۀ يم.“ ۵۹ يوه ګينټه به تيره وه چې يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چې، ”بې‌شکه، دا سړے هم ورسره وو ځکه چې دے هم ګليلى دے.“ ۶۰ خو پطروس ووئيل، ”سړيه، زۀ خبر نۀ يم چې دا تۀ لا څۀ وائې.“ په هغه ساعت چې هغۀ لا خبرې کولې نو چرګ بانګ ووئيلو. ۶۱ بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو، ”نن هم په دې شپه د چرګ د بانګ وئيلو نه مخکښې به تۀ درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۶۲ نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.

د حضرت عيسىٰ سپکاوے او وهل

۶۳ کومو خلقو چې د عيسىٰ څوکيدارى کوله، هغوئ ورپورې ټوقې وکړلې او وې وهلو. ۶۴ سترګې يې ورله وتړلې او د هغۀ نه يې بار بار دا تپوسونه کول، ”کۀ تۀ نبى يې نو مونږ ته دا ووايه چې تۀ چا ووهلې.“ ۶۵ او دغه شان هغوئ د هغۀ نور ډېر سپکاوے هم کولو.

حضرت عيسىٰ د جرګې په وړاندې

۶۶ چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو. ۶۷ هغوئ ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ په رښتيا مسيح يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ. ۶۸ او کۀ زۀ درنه تپوس وکړم نو تاسو به جواب رانۀ کړئ. ۶۹ خو د دې نه پس به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست وى.“ ۷۰ هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ د خُدائ پاک زوئ يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چې زۀ يم.“ ۷۱ بيا هغوئ ووئيل، ”ولې د دې نه پس مونږ ته د نورې ګواهۍ حاجت شته څۀ؟ مونږ د دۀ د خپلې خولې نه په خپله دا خبره واورېده.“