کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل
لسم فصل
د طلاق په هکله د عیسی تعلیم
(متي ۱۹:۱-۱۲ او لوقا ۱۶:۱۸)
۱ بیا عیسی له هغه ځای نه روان شو او د یهودیې سیمې ته لاړ چې د اردن د سیند بلې غاړې پرته ده. یوځل بیا ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او د خپل عادت له مخې یې هغوی ته تعلیم ورکول، پیل کړ.
۲ ځینې فریسیان راغلل او د دې دپاره چې هغه وازمایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا دا روا ده چې یو سړی دې خپله ښځه طلاقه کړي؟» ۳ عیسی په ځواب کې د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «موسی په دې هکله تاسو ته څه حکم کړی دی؟» ۴ هغوی وویل: «موسی اجازه ورکړې ده چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاقنامه ورکړي او هغه وشړي.» ۵ خو عیسی هغوی ته وویل: «موسی دا حکم د دې دپاره تاسو ته ولیکه ځکه چې ستاسو زړونه سخت وو. ۶ خو د نړۍ د پیدایښت نه داسې وو:
خدای انسانان نر او ښځه پیدا کړل. ۷ له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای کیږي ۸ او دواړه یو بدن کیږي.
نو هغوی به نور دوه تنه نه، بلکې یو تن وي. ۹ ځکه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، نو انسان باید هغوی سره بېل نه کړي.»
۱۰ کله چې هغوی بېرته کور ته ننوتل، نو شاګردانو د دې موضوع په هکله د عیسی څخه پوښتنه وکړه. ۱۱ هغه ورته وویل: «هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي، نو هغه د خپلې لومړنۍ ښځې په وړاندې زنا کوي. ۱۲ په همدې ډول که یوه ښځه خپل مېړه ته طلاق ورکړي او د بل سړي سره واده وکړي، نو هغه هم زنا کوي.»
عیسی ماشومانو ته برکت ورکوي
(متي ۱۹:۱۳-۱۵ او لوقا ۱۸:۱۵-۱۷)
۱۳ خلکو عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي، خو شاګردانو هغوی ورټل. ۱۴ خو کله چې عیسی ولیدل چې هغوی څه کوي، نو خفه شو او خپلو شاګردانو ته یې وویل: «ماشومان پرېږدئ چې ما ته راشي او هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده. ۱۵ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په شان ونه مني، نو هغه به هېڅکله هغې ته وردننه نه شي.» ۱۶ بیا عیسی ماشومان په غېږ کې ونیول او خپل لاس یې د هغوی په سرونو باندې د برکت دپاره کېښود.
شتمن خلک او د خدای پاچاهي
(متي ۱۹:۱۶-۳۰ او لوقا ۱۸:۱۸-۳۰)
۱۷ کله چې عیسی په خپله لاره روان ؤ، نو یو سړي رامنډه کړه او د هغه په مخکې په ګونډو شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای نېک استاذه، زه باید څه وکړم ترڅو تلپاتې ژوندون وګټم؟» ۱۸ عیسی هغه ته وویل: «ولې ما ته نېک وایې؟ بې له خدایه بل هېڅوک نېک نه دی. ۱۹ ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، په دروغو شاهدي مه ورکوه، ټګي مه کوه او د خپل مور او پلار عزت کوه.» ۲۰ هغه سړي ځواب ورکړ: «استاذه، ما د ځوانۍ له وخته په دې ټولو حکمونو باندې عمل کړی دی.» ۲۱ عیسی هغه ته وکتل او په هغه باندې یې مینه راغله او ورته ویې ویل: «په تا کې د یو شي کمی شته، لاړ شه او هر څه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې او بیا راشه او زما پیروي وکړه.» ۲۲ په دې خبره د هغه څېره بدله شوه او له هغه ځای څخه غمجن روان شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.
۲۳ عیسی شاوخوا ته وکتل او خپلو شاګردانو ته یې وویل: «د شتمنو خلکو دپاره د خدای په پاچاهۍ کې ننوتل به ډېر سخت کار وي.» ۲۴ شاګردان د هغه په خبرو حیران شول، خو عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «ای بچیانو، د خدای پاچاهۍ ته ننوتل ډېر سخت کار دی. ۲۵ د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسان دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.» ۲۶ شاګردان ډېر زیات حیران شول او یو بل ته یې وویل: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟» ۲۷ عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده خو د خدای دپاره نه، ځکه چې د خدای دپاره هر څه ممکن دي.» ۲۸ بیا پطروس هغه ته وویل: «وګوره، مونږ هر څه پریښي دي او تا پسې روان شوي یو.» ۲۹ عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرچا چې زما او زما د زېري د رسولو په خاطر خپل کور یا خپل ورونه یا خویندې یا مور او پلار یا خپل اولادونه یا خپلې ځمکې پریښي وي، ۳۰ په دې نړۍ کې به اوس هغوی سل چنده لاس ته راوړي. هغوی به سل چنده نور کورونه، ورونه، خویندې، میندې، اولادونه او ځمکې لاس ته راوړي او د دې ترڅنګ به وځوریږي او په اخرت کې به تلپاتې ژوندون ومومي. ۳۱ خو ډېر چې لومړني دي هغوی به وروستي شي او ډېر چې اوس وروستي دي هغوی به لومړني شي.»
عیسی د درېم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پېشګویي کوي
(متي ۲۰:۱۷-۱۹ او لوقا ۱۸:۳۱-۳۴)
۳۲ عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره د اورشلیم په لاره روان ؤ او هغه د شاګردانو څخه مخکې روان ؤ. شاګردان حیران پاتې وو او کوم خلک چې په هغوی پسې روان وو، وېرېدل. عیسی یوځل بیا خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او ورته ویې ویل چې په هغه باندې به کومه پېښه کیږي. ۳۳ او هغوی ته یې وویل: «ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي او غیریهودیانو ته به یې وسپاري. ۳۴ هغوی به په هغه باندې ملنډې ووهي، لاړې به ورتو کړي، په دورو به یې ووهي او وبه یې وژني، خو درې ورځې وروسته به بیا راژوندی شي.»
د یعقوب او یوحنا غوښتنه
(متي ۲۰:۲۰-۲۸)
۳۵ بیا د زبدي زامن یعقوب او یوحنا عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ چې ستا څخه کوم څه غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.» ۳۶ عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «زما څخه څه غواړئ چې درته ویې کړم؟» ۳۷ هغوی ورته وویل: «کله چې ته د خپل جلال څخه ډکې پاچاهۍ په تخت باندې کښېنې، نو مونږ ته اجازه راکړه چې یو ستا ښي لاس ته او بل دې چپ لاس ته کښېنو.» ۳۸ عیسی هغوی ته وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه یې څښم، تاسو هغه څښلی شئ او یا کوم تعمید چې ما ته راکول کیږي، ایا هغه تاسو اخیستلی شئ؟» ۳۹ هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.» عیسی هغوی ته وویل: «کومه پیاله چې زه څښم، تاسو به یې وڅښئ او کوم تعمید چې زه یې اخلم، تاسو به یې هم اخلئ. ۴۰ خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا چپ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې له مخکې نه ورته تیار شوي دي.»
۴۱ کله چې هغو نورو لسو شاګردانو دا واورېدل، نو د یعقوب او یوحنا څخه خفه شول. ۴۲ نو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې کوم خلک چې د غیریهودیانو حاکمان ګڼل کیږي، هغوی په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښیي. ۴۳ خو په تاسو کې دې داسې نه وي، که په تاسو کې څوک غواړي چې تر ټولو لوی وګڼل شي، نو باید هغه دې ستاسو خدمتګار شي ۴۴ او په تاسو کې چې څوک غواړي لومړی شي، هغه باید ستاسو د ټولو خدمتګار شي. ۴۵ ځکه چې د انسان زوی هم د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي، بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو دپاره قربان کړي.»
عیسی بارتیماوس بینا کوي
(متي ۲۰:۲۹-۳۴ او لوقا ۱۸:۳۵-۴۳)
۴۶ بیا هغوی د اریحا ښار ته راغلل او کله چې عیسی د خپلو شاګردانو او ګڼ شمېر خلکو سره د ښار څخه وتلو، نو یو ړوند سوالګر چې بارتیماوس نومېده او د تیماوس زوی ؤ د سرک په غاړه ناست ؤ. ۴۷ کله چې هغه خبر شو چې دا ناصري عیسی دی، نو په چیغو وهلو یې پیل وکړ: «ای عیسی، د داود زویه! په ما رحم وکړه.» ۴۸ ډېرو خلکو هغه ورټلو او ورته ویې ویل چې غلی شه، خو هغه نورې هم چیغې وهلې: «ای د داود زویه، په ما باندې رحم وکړه.» ۴۹ عیسی ودرېده او ویې ویل: «هغه ته غږ وکړئ چې راشي.» هغوی هغه ړوند سړي ته غږ وکړ او ورته ویې ویل: «خوشحاله اوسه، پاڅېږه، هغه دې غواړي.» ۵۰ نو هغه خپله چپنه یوې خواته وغورځوله، د خپل ځای څخه راپورته شو او عیسی ته راغی. ۵۱ عیسی هغه ته وویل: «زما نه څه غواړې چې درته ویې کړم؟» هغه ړوند سړي ځواب ورکړ: «زما استاذه، زه غواړم چې بېرته بینا شم.» ۵۲ عیسی هغه ته وویل: «ځه، ته خپل ایمان روغ کړې.» نو سمدلاسه هغه بینا شو او په عیسی پسې روان شو.