۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

ديارلسم باب

د خُدائ پاک د کور د بربادۍ په باب کښې پېشګوئې

۱ څۀ وخت چې عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”وګوره، اُستاذه. څومره ښکلى کاڼى او عمارتونه دى.“ ۲ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا لوئ لوئ عمارتونه وينې؟ په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“

د تکليفونو شروع

۳ او هر کله چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ د خُدائ کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس ترې ځانله تپوس وکړو، ۴ ”مونږ ته ووايه چې دا کار به کله کيږى او د دې ټولو د پوره کېدو نښه به څۀ وى؟“ ۵ نو بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”خيال کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى. ۶ ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى. ۷ هر کله چې تاسو د لرې او نزدې جنګونو خبر واورئ نو مۀ وارخطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. ۸ قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى خو دا به د لنګون د دردونو شروع وى. ۹ خو تاسو بېدار اوسئ. تاسو به عدالتونو ته حواله کېږئ، تاسو به په عبادتخانو کښې په کوړو وهلے کېږئ، او تاسو به د حاکمانو او بادشاهانو په وړاندې زما په وجه پېش کولے شئ چې د هغوئ په وړاندې زما ګواهان شئ. ۱۰ خو د آخر وخت نه اول به زما د زيرى بيان ټولو قومونو ته وکړے شى. ۱۱ خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى. ۱۲ ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى. ۱۳ ټول به زما د نوم په وجه تاسو نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.

لوئ مصيبت

۱۴ هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى. ۱۵ کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې کله هم کور ته ښکته نۀ راکوزيږى چې څۀ ترې وباسى. ۱۶ کۀ څوک په پټى کښې وى نو هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى. ۱۷ افسوس دے په هغه ښځو چې په هغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ۱۸ دُعا کوئ چې دا واقعه په ژمى کښې پېښه نۀ شى. ۱۹ ځکه چې هغه به ډيرې د بد حالۍ ورځې وى. خُدائ پاک چې دا دُنيا پېدا کړې ده لا تر اوسه داسې وخت نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى. ۲۰ کۀ چرې مالِک خُدائ هغه د تکليف ورځې لنډې کړې نۀ وے نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خپلو غوره کړو د خاطره هغۀ دا ورځې لنډې کړې. ۲۱ او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ، مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ. ۲۲ دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى. ۲۳ خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو د اول نه په دې خبر کړئ.

د اِبن آدم راتلل

۲۴ خو په هغه ورځو کښې د دې تنګسيا نه پس به نمر تور شى او سپوږمۍ به رڼا نۀ کوى. ۲۵ ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى. ۲۶ بيا به هغوئ ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په لوئ قدرت او ډېر شان او شوکت سره راځى. ۲۷ او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.

د اينځر د ونې نه سبق

۲۸ د اينځر د ونې نه سبق زده کړئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. ۲۹ هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه ډېر نزدې او په دروازه کښې ولاړ دے. ۳۰ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. ۳۱ زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.

نامعلومه ورځ او وخت

۳۲ خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے. ۳۳ خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى. ۳۴ د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى. ۳۵ نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه. ۳۶ کۀ چرې هغه ناګهانه راشى نو چې هغه مو اودۀ لاندې نۀ کړى. ۳۷ او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“