۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

شپاړسم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱ هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى. ۲ او د اِتوار په ورځ سحر وختى د نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ قبر له ورغلې. ۳ په لاره هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”مونږ ته به د غار د خولې نه کاڼے څوک ورغړوى؟“ ۴ خو چې هغوئ په غور سره وکتل نو څۀ ګورى چې کاڼے د مخکښې نه رغړېدلے وو اګر چې دغه کاڼے ډېر غټ وو. ۵ هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې. ۶ خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو. ۷ خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“ ۸ نو هغوئ بهر ووتلې او د قبر نه په تېښته لاړې ځکه چې هغوئ يرې او ډېر هيبت اخستې وې. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چې هغوئ يرېدلې.

د حضرت عيسىٰ مريم مګدلينى ته څرګندېدل

۹ کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو. ۱۰ هغه لاړه او د هغۀ مريدانو له ورغله چې ژړا انګولا يې کوله او هغوئ ته يې ټوله قيصه بيان کړه. ۱۱ خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.

د حضرت عيسىٰ خپلو مريدانو ته څرګندېدل

۱۲ پس له هغې نه هغه په يو بل شکل په دوو مريدانو راپېښ شو څوک چې بهر پټو ته په لاره روان وُو. ۱۳ هغوئ واپس لاړل او نورو مريدانو ته يې ووئيل خو هغوئ پرې يقين ونۀ کړو. ۱۴ وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو. ۱۵ بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ. ۱۶ هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى. ۱۷ څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى. ۱۸ کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“

د حضرت عيسىٰ آسمان ته ختل

۱۹ هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو. ۲۰ نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.

فصل بعدی