۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

نهم باب

۱ او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“

د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل

۲ شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو. ۳ د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې، داسې سپينې چې د زمکې په مخ داسې چا نۀ شوې سپينولے. ۴ نو هغوئ ته هلته الياس او موسىٰ ښکاره شو چې د عيسىٰ سره يې خبرې کولې. ۵ نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل څومره ښۀ دى. مونږ له اجازه راکړه چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ ۶ هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو. ۷ بيا يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه يو آواز راغلو، ”دا زما محبوب زوئ دے. د هغۀ خبرې واورئ.“ ۸ ناګهانه چې کله هغوئ ګېرچاپېره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره پاتې وو. ۹ نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“ ۱۰ هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى. ۱۱ نو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان دا ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“ ۱۲ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى. ۱۳ خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“

د پيريانو نيولے هلک جوړول

۱۴ چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو. ۱۵ هر کله چې هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق حېران شول او په منډه هغۀ له ستړى مشى له ورغلل. ۱۶ هغۀ تپوس ترې وکړو چې، ”دا د څۀ بحث روان دے؟“ ۱۷ په ګڼه کښې يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، ما خپل زوئ تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے چې ورنه خبرې نۀ شى کولے. ۱۸ کله چې پرې چپه راشى نو په زمکه يې راوولى او په خولۀ يې ځګونه راشى، غاښونه چيچى، او بدن يې اېغ نېغ شى. ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“ ۱۹ عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“ ۲۰ نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل. ۲۱ عيسىٰ د هغۀ د پلار نه تپوس وکړو چې، ”څومره موده کيږى چې دے په دې حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”د وړوکوالې راسې. ۲۲ څو ځله يې د هلاکولو دپاره اور او اوبو ته هم غورزولے دے، او کۀ تۀ څۀ کولے شې نو په مونږ رحم وکړه او مدد راسره وکړه.“ ۲۳ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“ ۲۴ د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“ ۲۵ کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“ ۲۶ هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“ ۲۷ خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو. ۲۸ بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“ ۲۹ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا قِسم صرف او صرف د دُعا په وسيله شړلے کيږى.“

د حضرت عيسىٰ په دوېم ځل د خپل مرګ او د راژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې کول

۳۰ بيا هغوئ د هغې علاقې نه لاړل او د ګليل نه واوړېدل. عيسىٰ دا غوښتل چې هيڅوک پرې خبر نۀ شى چې چرته دى، ۳۱ ځکه چې هغۀ خپلو مريدانو له تعليم ورکولو او ورته يې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. هغوئ به دے قتل کړى، خو د مرګ نه درې ورځې پس به هغه بيا راژوندے شى.“ ۳۲ خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.

د ټولو نه لوئ څوک دے؟

۳۳ هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل کله چې عيسىٰ په کور کښې دننه وو نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو په لار کښې د څۀ په حقله بحث کولو؟“ ۳۴ خو هغوئ غلى وُو، ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے. ۳۵ هغه کښېناستو او هغه دولس مريدان يې راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک دا غواړى چې د ټولو نه اول شى نو هغه دې ځان د ټولو نه وروستو کړى او د ټولو خادِم دې شى.“ ۳۶ بيا هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو او خپله غېږه يې ترې تاو کړه او ورته يې وفرمائيل، ۳۷ ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى هغه ما نه، بلکې هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“

هغه څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے زمونږ ملګرے دے

۳۸ يوحنا هغۀ ته ووئيل، ”اُستاذه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه چې هغه زمونږ نه نۀ وو.“ ۳۹ خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې داسې هيڅوک نشته چې زما په نوم معجزې ښکاره کوى او بيا به په ما پسې بد وائى. ۴۰ خو هر څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے هغه زمونږ ملګرے دے. ۴۱ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بې‌اجره پاتې نۀ شى.

د ګناه لمسون

۴۲ او هر څوک چې له دې وړو نه چې په ما ايمان لرى، د هغوئ په لار کښې خنډونه جوړوى نو دا به د هغۀ دپاره غوره وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى. ۴۳‏-۴۴ کۀ ستا لاس تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره دا غوره ده چې په ابدى ژوندون کښې د يو بونډى لاس سره داخل شې، نۀ دا چې دواړه لاسونه دې سم وى او دوزخ ته لاړ شې چرته چې نۀ مړ کېدونکے اور دے. ۴۵‏-۴۶ او کۀ ستا پښه تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه ځکه چې ستا دپاره دا ښۀ ده چې په ابدى ژوندون کښې په يوه پښه شل داخل شې نۀ دا چې دواړه پښې دې سمې وى او دوزخ دې ځائ شى. ۴۷ او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى، ۴۸ چرته چې چينجى چرې نۀ مرى او اور يې نۀ مړ کيږى. ۴۹ هر څوک به په اور سره مالګين کيږى. ۵۰ مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“