۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عیسی مسیح په هکله د متي انجیل

اووم فصل

د نورو په هکله قضاوت کول

(لوقا ۶‏:‌۳۷‌‏-‌۳۸، ۶‏:‌۴۱‌‏-‌۴۲)

۱ د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، ترڅو تاسو تر قضاوت لاندې ونه نیول شئ. ۲ ځکه لکه څنګه چې تاسو نور خلک ملامتوئ، نو تاسو به هم ملامته کړای شئ. په هره پیمانه چې تاسو یې ورکوئ، نو په هماغه پیمانه به تاسو ته هم درکړل شي. ۳ ته ولې د خپل ورور په سترګه کې خسڼی ګورې، خو په خپله سترګه کې غټ لرګی لیدلی نه شې؟ ۴ یا ته څنګه خپل ورور ته ویلی شې چې اجازه راکړه ستا د سترګې څخه خسڼی راوباسم، حال دا چې ستا په خپله سترګه کې لرګی دی؟ ۵ ای منافقه! ته باید لومړی د خپلې سترګې څخه لرګی وباسې، نو بیا کولای شې چې په ښکاره توګه ووینې چې څنګه د خپل ورور د سترګې څخه خسڼی وباسې.

۶ سپيانو ته سپېڅلي شیان مه ورکوئ او خپلې مرغلرې خوګانو ته مه وراچوئ، هسې نه چې هغه تر‌پښو لاندې کړي او بېرته راوګرځي او په تاسو باندې حمله وکړي.

وغواړئ، ولټوئ او دروازه وټکوئ

(لوقا ۱۱‏:‌۹‌‏-‌۱۳)

۷ وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ، نو پیدا به یې کړئ. دروازه وټکوئ، نو درته خلاصه به شي. ۸ ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاس ته به یې راوړي او هرڅوک چې څه ولټوي، نو پیدا به یې کړي او هرڅوک چې دروازه وټکوي، نو ورته خلاصه به شي. ۹ ایا په تاسو کې داسې څوک شته چې زوی یې ورڅخه ډوډۍ وغواړي او هغه ورته تیږه ورکړي؟ ۱۰ او یا ورڅخه ماهي وغواړي او هغه ورته مار ورکړي؟ ۱۱ نو تاسو چې بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره ښه شیان هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه یې وغواړي. ۱۲ د نورو سره داسې چلند کوئ لکه څنګه چې تاسو یې د ځان دپاره د هغوی څخه غواړئ. دا هغه څه دي چې تورات او د پیغمبرانو لیکنې یې وایي.

تنګه دروازه

(لوقا ۱۳‏:‌۲۴)

۱۳ په تنګه دروازه ننوځئ، ځکه کومه دروازه چې لویه ده او هغه لاره چې اسانه ده هغه د تباهۍ خواته ځي او کوم خلک چې په دې لاره ځي، هغه زیات دي. ۱۴ خو کومه دروازه چې د تلپاتې ژوندون خواته ځي هغه تنګه او لاره یې سخته ده او د هغې موندونکي هم لږ دي.

ونه او د هغې مېوه

(لوقا ۶‏:‌۴۳‌‏-‌۴۴)

۱۵ د جعلي پیغمبرانو سره احتیاط کوئ، هغوی د پسونو په شکل کې تاسو ته راځي، خو په حقیقت کې داړونکي لېوان دي. ۱۶ تاسو به هغوی د خپلو عملونو څخه وپېژنئ. ایا د اغزو څخه څوک انګور یا انځر راټولولی شي؟ ۱۷ نو هره ښه ونه ښه مېوه نیسي او خرابه ونه خرابه مېوه نیسي. ۱۸ ښه ونه خرابه مېوه نه شي نیولی او نه خرابه ونه ښه مېوه نیولی شي. ۱۹ کومه ونه چې ښه مېوه نه نیسي، نو هغه ونه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي. ۲۰ په دې ډول به تاسو هغوی د خپلو عملونو څخه وپېژنئ.

زه تاسو هېڅ نه پېژنم

(لوقا ۱۳‏:‌۲۵‌‏-‌۲۷)

۲۱ هر هغه څوک چې ما ته باداره، باداره ووایي د خدای په پاچاهۍ کې به وردننه نه شي، خو یوازې هغه خلک به دننه شي چې زما د اسماني پلار اراده پوره کوي. ۲۲ د اخرت په ورځ به ډېر ما ته وایي: ‹ای باداره، ای باداره، ایا ستا په نوم مونږ د خدای پیغام ونه رساوه؟ ایا ستا په نوم مو پېریان نه وو ویستلي؟ ایا ستا په نوم مو ډېرې معجزې ونه ښودلې؟› ۲۳ بیا به زه هغوی ته په ښکاره ووایم: ‹ای بدکارانو، زه تاسو هېڅ نه پېژنم، زما د مخې نه لېرې شئ.›

دوه ډوله بنیادونه

(لوقا ۶‏:‌۴۷‌‏-‌۴۹)

۲۴ نو هرڅوک چې زما دا خبرې اوري او عمل ورباندې کوي هغه د هغه پوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په تیږو باندې جوړ کړی ؤ، ۲۵ چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، خو هغه راونه غورځېده، ځکه چې بنیاد یې په تیږو باندې ایښودل شوی ؤ. ۲۶ خو هرڅوک چې زما خبرې واوري او عمل ورباندې ونه کړي، نو هغه د هغه ناپوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په شګو باندې جوړ کړی ؤ، ۲۷ او کله چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، نو هغه راوغورځېد او بیخي وران شو.»

۲۸ کله چې عیسی دا خبرې پای ته ورسولې، نو خلک د هغه تعلیم ته حیران پاتې شول، ۲۹ ځکه چې هغه د شریعت د عالمانو په شان نه، بلکې په واک او اختیار سره هغوی ته تعلیم ورکاوه.