کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په هغه وخت کې چې یوتام، آحاز او حزقیا د یهودا پاچاهان وو، څښتن دا پیغام میکاه ته چې د مورشیت د ښارګوټي څخه ؤ، ورکړ. میکاه د سامرې او اورشلیم په هکله دا رویا ولیدله:
۲ ای ټولو قومونو، واورئ دا خبره
ای د ځمکې په مخ ټولو اوسېدونکو خلکو
غوږ ونیسئ
څښتن تعالی ورکوي شاهدي ستاسو خلاف
هغه خبرې کوي له خپل سپېڅلي معبده
۳ ګورئ څښتن راځي له خپله ځایه
هغه لاندې راځي او ګرځي د غرونو په سرونو
۴ داسې ویلي کیږي غرونه د هغه د پښو لاندې
لکه موم چې ویلي کیږي اور کې
داسې راتوییږي درو ته
لکه اوبه چې راتوییږي له غونډیو څخه
۵ دا هرڅه به پېښ شي، ځکه چې د اسراییلو قوم سرکښي او ګناه کړې ده. د اسراییلو د سرکښۍ په خاطر څوک ملامته دی؟ سامره یعنې په خپله پایتخت! په یهودا کې د بتپرستۍ مرکز چېرته دی؟ په خپله اورشلیم!
۶ څښتن وایي: «نو زه به سامره په کنډوالو یعنې داسې ځای باندې بدله کړم چې د انګورو تاکونه په کې کرل کیږي. زه به د ښار د خاورو او خښتو ډېرۍ لاندې درې ته وغورځوم او د ښار بنیادونه به لوڅ پراته وي. ۷ د هغې ټول قیمتي بتان به ټوټې ټوټې شي او د هغې د بدلمنتوب ټوله ګټه به په اور کې وسوځول شي او ټولې مجسمې به یې ویجاړې شي. اوس به یې دښمنان هغه شیان نورو ځایونو ته د فاحشو د اجورې دپاره یوسي.»
۸ نو میکاه وویل: «په دې سبب به زه ژړا او ویر کوم. د خپل غم د ښکاره کولو په خاطر به زه لوڅې پښې او لوڅ بدن ګرځم. زه به د سورلنډي په شان انګولم او د شترمرغ په شان به ژړا او انګولا کوم. ۹ ځکه چې د سامرې ناروغي نه رغیږي او تر یهودا پورې خپره شوې ده. حتی هغه ناروغي د اورشلیم تر دروازو پورې یعنې چېرته چې زما قوم اوسیږي، هم رارسېدلې ده.»
۱۰ نو میکاه د یهودا خلکو ته وویل:« په جت کې زمونږ دښمنان زمونږ د ماتې نه مه خبروئ او مه پرېږدئ چې هغوی ستاسو ژړا وویني. ای د بیتعفره خلکو، په خاورو کې ورغړېږئ. ۱۱ ای د شافیر د ښار خلکو، زمونږ دښمنان به تاسو لوڅ کړي او تاسو به په شرم سره مجبور کړي چې جلاوطنه شئ. د صعنان د ښار خلک نه شي کولای چې د ښار نه ووځي. کله چې تاسو د بیتایزل د ښار د خلکو ویرونه واورئ، نو تاسو به پوه شئ چې هلته هم د پناه ځای نشته. ۱۲ د ماروت خلک په پرېشانۍ سره د ارامۍ د راتللو انتظار کوي، ځکه چې څښتن مصیبت د اورشلیم تر دروازو پورې رارسولی دی. ۱۳ ای د لاخیش اوسېدونکو، په اسونو پسې جنګي ګاډۍ وتړئ او وتښتئ. تاسو د اسراییلو د ګناهونو پیروي وکړه او اورشلیم مو ګناه ته راوکاږه. ۱۴ ای د یهودا خلکو، د مورشتجت د ښارګوټي سره خدای پاماني وکړئ. د اسراییلو پاچاهانو ته د اکزیب د ښارګوټي څخه مرسته نه رارسیږي. ۱۵ ای د مریشې خلکو، څښتن به تاسو هغه دښمن ته په لاس ورکړي چې غواړي ستاسو ښارګوټی ونیسي. د اسراییلو مشران به لاړ شي او د عدولام په سمڅه کې به پټ شي. ۱۶ ای د یهودا خلکو، د خپلو خوږو اولادونو له غمه خپل سرونه وخرایئ او خپل ځانونه د ټپوسانو په شان ګنجیان کړئ، ځکه چې ستاسو اولادونه به ستاسو نه لېرې وطنونو ته جلاوطنه شي.»