د حضرت ميکاه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

مشران او پېغمبران ورټلے شول

۱بيا ما ووئيل، غوږ شئ، اے د يعقوب مشرانو، اے د اِسرائيل حکمرانانو. آيا تاسو په اِنصاف نۀ پوهېږئ، ۲تاسو چې د نېکۍ نه نفرت او د بدۍ سره مينه کوئ، څوک چې زما د قوم نه څرمن وباسئ او د هغوئ د هډوکو نه غوښه لرى کوئ، ۳تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ. ۴بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى. ۵مالِک خُدائ دا فرمائى چې، هغه پېغمبران چې څوک زما خلق بې‌لارې کوى، کۀ څوک په هغوئ څۀ وخورى نو هغوئ د امن اعلان کوى، خو کۀ هغه دا نۀ شى کولے، نو دوئ د هغۀ خلاف د جنګ کولو تيارے کوى. ۶نو په دې وجه به په تاسو شپه راشى، چې بغېر د رويا به وى، او تيارۀ به راشى چې بغېر د پېشګويۍ به وى. نمر به ښکته شى د پېغمبرانو دپاره، او ورځ به د هغوئ دپاره تيارۀ شى. ۷رويا کتونکى به وشرميږى او قسمت ښودونکى به بې‌عزته شى. هغوئ ټول به خپل مخونه پټ کړى ځکه چې د خُدائ پاک د طرف نه ورته جواب نۀ ملاويږى. ۸خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم. ۹دې ته غوږ شئ، اے د يعقوب د قوم مشرانو، او د اِسرائيل د قوم حکمرانانو، څوک چې اِنصاف نه نفرت کوئ او هغه هر څۀ غلطوئ چې صحيح وى، ۱۰څوک چې صيون په قتل عام جوړَوئ، او يروشلم په بدعملۍ جوړَوئ. ۱۱د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“ ۱۲نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.