د نحمیا کتاب

درېم فصل

د اورشلیم د دېوال بیا ودانېدل

۱بیا مشر کاهن الیاشیب او د هغه ملګرو کاهنانو د پسه دروازه بېرته جوړه کړه، هغه یې وقف کړه او دروازې یې بېرته په خپل ځای کې کېښودلې. هغوی هغه دېوال د سلو د برج او د حنن ییل تر برج پورې ودان او وقف کړ. ۲د دېوال بله برخه د اریحا خلکو ودانه کړه. ورپسې برخه یې د امري زوی زکور ودانه کړه.

۳د هسناه طایفې د ماهي دروازه جوړه کړه. هغوی تیرونه او دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل. ۴مریموت چې د اوریا زوی او د هقوس لمسی ؤ د دېوال بله برخه جوړه کړه. د برکیا زوی او د مشیزبییل لمسي مشلام د دېوال بله برخه جوړه کړه او بله برخه یې صادوق د بعنه زوی جوړه کړه. ۵د دېوال بله برخه د تقوع خلکو جوړه کړه، خو د تقوع مشرانو د هغه کار څخه انکار وکړ چې د کار د مسوولانو له خوا هغوی ته ورسپارل شوی ؤ.

۶یویاداع د فاسیح زوی او مشلام د بسودیا زوی د یشانه دروازه جوړه کړه. هغوی تیرونه او د دروازې پلې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل. ۷د جبعون څخه ملتیا، د میرونوت څخه یادون او د جبعون او مصفه خلکو د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د سیمې د والي تر استوګنځي پورې د دېوال بله برخه جوړه کړه. ۸د دېوال بله برخه عزییل د حرهایا زوی چې زرګر ؤ جوړه کړه. حننیا چې د عطر جوړوونکو څخه ؤ تر پلن دېواله پورې د دېوال بله برخه جوړه کړه. ۹رفایا د حور زوی چې د اورشلیم د نیمې ناحیې حاکم ؤ، د دېوال بله برخه جوړه کړه. ۱۰یدعیا د حروماف زوی د دېوال هغه برخه جوړه کړه چې د هغه د کور مخې ته وه. د دېوال بله برخه حطوش د حشبنیا زوی جوړه کړه. ۱۱ملکیا د حاریم زوی او حشوب د فحت موآب زوی د دېوال ورپسې برخه او هم د تنورونو برج جوړ کړ. ۱۲شلوم د هلوحیش زوی چې د اورشلیم د بلې نیمې ناحیې حاکم ؤ، د دېوال بله برخه جوړه کړه. د هغه لورګانو د هغه سره په دې کار کې مرسته وکړه.

۱۳حانون او د زانوح د ښار اوسېدونکو د درې دروازه بېرته جوړه کړه. هغوی د دروازې پلې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل. وروسته یې د خزلو د دروازې پورې څلور سوه او پنځوس متره دېوال بیا جوړ کړ.

۱۴ملکیا د رکاب زوی چې د بیت هکاریم د ناحیې حاکم ؤ، د خزلو دروازه یې بېرته جوړه کړه. هغه د دروازې پلې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل.

۱۵شلون د کلحوزه زوی چې د مصفه د ناحیې حاکم ؤ، د فوارې دروازه یې بېرته جوړه کړه. هغه د دروازې چت جوړ کړ، د دروازې پلې یې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل. هغه د سیلوحا د حوض څخه چې د شاهي باغ په څنګ کې ؤ د هغو زینو پورې چې د داود د ښار څخه کوزې شوې وې، دېوال ودان کړ. ۱۶نحمیا د عزبوق زوی چې د بیت صور د نیمې ناحیې حاکم ؤ، د دېوال بله برخه چې د داود د کورنۍ هدیرې، حوض او عسکري قشلو پورې رسېدله، جوړه کړه.

هغو لاویانو چې په دېوال باندې یې کار کاوه

۱۷هغه لاویان چې د دېوال څو نورې برخې یې جوړې کړې، دا دي: رحوم د باني زوی لومړنۍ برخه جوړه کړه. حشبیا چې د قعیلې د نیمې ناحیې حاکم ؤ، د خپلې ناحیې په استازیتوب بله برخه جوړه کړه. ۱۸بوای د حیناداد زوی چې د قعلې د ناحیې د بلې نیمایي برخې حاکم ؤ، بله برخه جوړه کړه. ۱۹ایصر د یشوع زوی چې د مصفې حاکم ؤ، د دېوال هغه بله برخه جوړه کړه چې هغې لارې ته مخامخ وه چې جبه خانې او د وسلو ګودام ته ورختلې وه او د دېوال تر کنجه پورې رسېدله. ۲۰باروک د زبای زوی د دېوال بله برخه چې د مشر کاهن الیاشیب د کور تر دروازې پورې رسېدله، جوړه کړه. ۲۱مریموت چې د یوریا زوی او د هقوس لمسی ؤ، یوه بله برخه د الیاشیب د کور د دروازې څخه د هغه د کور تر پایه پورې جوړه کړه.

هغو کاهنانو چې په دېوال باندې یې کار کاوه

۲۲هغه کاهنان چې د دېوال څو نورې برخې یې جوړې کړې، دا دي: د اورشلیم د شاوخوا سیمې کاهنانو د دېوال بله برخه جوړه کړه. ۲۳بنیامین او حشوب هغه برخه جوړه کړه چې د هغوی کور ته مخامخ وه. د معسیا زوی او د عننیا لمسي عزریا هغه برخه جوړه کړه چې د هغه د کور په خوا کې وه. ۲۴بنوي د حیناداد زوی بله برخه جوړه کړه چې د عزریا د کور څخه د دېوال تر کنجه پورې وه. ۲۵‏-۲۶فالال د اوزای زوی بله برخه جوړه کړه چې د دېوال د کنج او د هغې پورتنۍ ماڼۍ د برج څخه پیل شوې وه چې د ساتونکو حوېلۍ ته نژدې وه. فدایا د فرعوش زوی بله برخه جوړه کړه چې په ختیځ کې د اوبو د دروازې او د خدای د کور د پهره دارۍ برج ته مخامخ وه. (دا د ښار هغې برخې ته نژدې وه چې د عوفل په نوم یادېدله او د خدای د کور خدمتګاران په کې اوسېدل.)

د دېوال نور ودانوونکي

۲۷د تقوع خلکو د دېوال بله برخه جوړه کړه او دا د هغوی دوهمه برخه وه. هغه برخه د هغه ځای څخه پیل شوې وه چې د خدای د کور د څارنې لوی برج ته مخامخ وه او د عوفل تر دېواله پورې رسېدله. ۲۸د کاهنانو یوې ډلې د دېوال بله برخه جوړه کړه چې د اسونو د دروازې په شمال کې وه. هر یو په هغې برخې باندې کار کاوه چې د هغه د کور په مخکې وه. ۲۹صادوق د یمیر زوی د دېوال بله برخه جوړه کړه چې د هغه د کور په مخکې وه. شمعیه د شکنیا زوی چې د ختیځې دروازې ساتونکی ؤ، د دېوال بله برخه جوړه کړه. ۳۰حننیا د شلمیا زوی او حانون د صالاف شپږم زوی د دېوال بله برخه جوړه کړه چې دا د هغوی دپاره دوهمه برخه وه. مشلام د برکیا زوی د دېوال بله برخه جوړه کړه چې د هغه د کور په مخکې وه. ۳۱ملکیا چې یو زرګر ؤ، د دېوال هغه برخه جوړه کړه چې د خدای د کور د کار کوونکو او سوداګرانو تر کوره پورې رسېدله. دا ځای د حاضرۍ دروازې ته مخامخ ؤ چې هغې کوټې ته نژدې ؤ چې د دېوال په شمال ختیځ کنج باندې وه. ۳۲زرګرانو او سوداګرانو د دېوال وروستنۍ برخه چې د کنج د کوټې څخه د پسه تر دروازې پورې رسېدله، جوړه کړه.