د نحمیا کتاب

نهم فصل

د ګناهونو د اقرار دعا

۱‏-۲ د همدې میاشتې په څلورویشتمه ورځ د اسراییلو قوم سره راغونډ شو چې روژه ونیسي، د دې دپاره چې د خپلو ګناهونو په خاطر خپل خفګان څرګند کړي. هغوی له پخوا نه خپل ځانونه د ټولو پردیو قومونو څخه جدا کړي وو. هغوی د خفګان د علامې په توګه د ویر کالي اغوستي وو او په خپلو سرونو باندې یې خاورې اچولې وې. بیا هغوی ودرېدل او په هغو ګناهونو باندې یې اقرار وکړ چې دوی او د دوی نیکونو کړي وو. ۳ هغوی درې ساعته ولاړ وو او د خپل څښتن خدای تورات ته یې غوږ نیولی ؤ او درې ساعته نور یې په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړ او د خپل څښتن خدای عبادت یې وکړ.

۴ یشوع، باني، قدمي ییل، شبنیا، بوني، شربیا، باني او کناني په هغه منبر باندې ودرېدل چې د لاویانو دپاره ؤ او په لوړ اواز یې خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې.

۵ دغو نورو لاویانو خلکو ته د عبادت دپاره بلنه ورکړه: یشوع، قدمي ییل، باني، حشبنیا، شربیا، هودیا، شبنیا او فتحیا. هغوی وویل:

پاڅېږئ وکړئ ستاینه مو د خپل څښتن خدای

ستاینه وکړئ د هغه د تل دپاره

هر یو دې وکړي د هغه د جلالي نوم ستایش

ثنا دې وي ستا پر جلاله نوم ته ستر چې دی د ټولو صفتونو ځنې

۶ ته څښتن یې یوازې ته څښتن یې

تا ټول اسمانونه او هم ستوري یې جوړ کړي دي

تا ځمکه دریاب او هر چې دي هغو کې ټول راپیدا کړي دي

تا دی وربخښلی ژوندون ټولو ته

کړي تاته سجده ستا عبادت کړي اسماني ځواکونه

۷ ته هغه څښتن خدای یې چا غوره چې ابرام کړلو

تا هغه د کلدانیانو د اور ښار څخه راوویست

او د هغه نوم دې ابراهیم کېښود

۸ ته شوې پوه چې هغه تاته وفادار دی

او تا د هغه سره لوظ وکړ

تا وکړه وعده د کنعانیانو ځمکه وربه کړې د هغه اولادې ته

هم د حیتیانو، اموریانو ځمکه

د فرزیانو، یبوسیانو، جرجاشیانو ځمکه

ودرېدلې ته خپله وعده باندې

ځکه چې ته یې وفادار

۹ تا ولید مصر کې زمونږه د نیکونو کړاو

کله چې هغوی سرې بحیرې سره وو

تا واورېدلې چې هغوی چیغې وهلې په خاطر د مرستې

۱۰ تا د فرعون او د هغه د درباریانو

او د هغه د وطن د خلکو مقابل کې

وښودلې معجزې حیرانوونکې

ځکه پوهېدلې ته چې څنګه کبرجنه رویه وکړه

دوی زمونږ نیکونو سره

تا داسې نوم وګاټه چې پاتې دی تر نن پورې

۱۱ جوړه دې کړه لاره د دریاب په منځ کې خپل قوم ته

پورې وتل هغوی دریاب باندې په وچه ځمکه

ژورو اوبو ته دې ګوزار کړل هغوی

څوک چې ورپسې وو ستا ولس پسې

ډوب شول لکه تیږه چې شي ډوبه توفاني دریاب کې

۱۲ د ورځې کړه دې لارښوونه ورته ورېځ باندې

روښانوله ورته لاره دې د شپې له خوا په اور باندې

۱۳ ته شوې راکوز د سینا غره باندې

اسمان نه وکړې دې خبرې دوی ته

ورکړله زده کړه دې هغوی ته د باور نه ډکه

ښه قوانین عادلانه دې ورکړل

۱۴ وښوده هغوی ته دې سپېڅلې ورځ د سبت خپله

ورته دې ورکړل قوانین او تورات

په وسیله د خدمتګار خپل موسی

۱۵ کله چې وږي شول هغوی

تا ورته ورکړله ډوډۍ له اسمانه څخه

ورته دې ورکړلې د ګټ څخه اوبه چې کله تږي شول

ودې ویل هغوی ته چې ورننوځي

ونیسي هغه ځمکه چې تا ورته قسم کړی چې وربه یې کړې

۱۶ خو زمونږ نیکونه شول سرزوري مغرور

سرغړونه یې وکړه ستا د اوامرو ځنې

۱۷ سرغړونه یې وکړه ستا د اطاعته ځنې

هغه معجزې چې تا ښودلې وې هغه یې هېرې کړلې

هغوی د خپلې سرزورۍ په سبب کړلو یو مشر غوره

چې د مصر غلامۍ ته بېرته بوځي هغوی

خو ته بخښونکی خدای یې

ته مهربانه یې او ته رحیم یې

زر ته په قهرېږې نه

د ستا تلپاتې مینه لویه ده

تا هغوی پرېنښودل

۱۸ حتی هغوی د خوسي په شکل بت جوړ کړ

او ویل یې چې دا هغه خدای دی

چې یې راوویستئ له مصر څخه

ای څښتنه! وکړ څومره سپکاوی ستا هغوی

۱۹ خو تا هغوی هلته په دښته کې پرېنښودل،

ځکه چې ستا رحمونه ډېر زیات دي

لېرې نه کړه ورېځ او اور هغوی نه دې

ورېځ به د ورځې ورته لار ښودله

اور به د شپې رڼا کوله لاره

۲۰ د خپل نېک روح په وسیله دې د هغوی وکړه لارښوونه

تا د خوراک دپاره من ورکاوه او اوبه د څښاک دپاره

۲۱ ودې ساتل دښته کې څلوېښت کاله

هېڅکله محتاج نه شو هېڅ څه ته دوی

د هغوی جامې هېڅکله زړې نه شوې

د هغوی پښې له درده نه پړسېدې

۲۲ ورته دې ورکړل پاچاهیانې او قومونه

کړل دې آباد هغوی په هر ځای کې

ویې نیوه د سیحون پاچا د حشبون هېواد

هم یې د عوج پاچا د باشان هېواد

۲۳ تا هغوی ته دومره زیات بچي ورکړل

دومره لکه ستوري چې اسمان کې وي

تا هغوی هغه وطن ته راوستل

چې د هغوی د نیکونو سره

د ورکولو دې وعده کړې وه

۲۴ نو د کنعان خاوره هغوی ونیوه

تا د هغه ځای اوسېدونکي کړل مغلوب هغوی ته

تا خپل قوم ته قوت ورکړ

چې هرڅه چې هغوی غواړي

ویې کړي د خلکو د کنعان سره او هم یې پاچاهانو سره

۲۵ ښارونه ونیول ستا قوم دېوال لرونکي

او هم ځمکه حاصلخیزه هغوی

د ډېرو ښو شیانو ډک کورونه او

د لا پخوا نه کیندل شوې د اوبو زېرمې

ویې نیولې د زیتونو ونې او هم

مېوه دارې ونې او هم د انګور باغونه

وخوړل ټول هغه شیان چې یې غوښتل

شول چاغ خوړلو سره

چې دې ورکړي وو هغوی ته ټول ښه شيان

هغوی ترې خوند واخیست

۲۶ خو نافرمانه شو ستا قوم او شو یاغي د ستا نه

هغوی کړه شا ستا شریعت ته کړل یې مړه ستا نبیان

خبرداری یې چې ورکړی ؤ هغوی ته

چې بیا ستا خواته دروګرځي

هغوی هر وخت ستا ستر توهین کړی دی

۲۷ نو تا هغوی خپل دښمنانو ته په لاس ورکړل

چې هغوی وکړ بد سلوک ورسره

خو هغوی وکړ تاته سوال د خپل تکلیف په وخت کې مرستې لره

تا دعاګانې د هغوی اسمان نه واورېدلې

تا له امله د خپل لوی رحم

ژغورونکي ولېږل چې خلاص کړي هغوی

۲۸ کله چې سوله راغله بیا وکړه هغوی ګناه د ستا په خلاف

او تا بیا ورکړل هغوی د دښمنانو لاس ته

چې په هغوی باندې حکومت وکړي

خو بیاهم کله چې وویستله توبه هغوی

ستا نه یې سوال وکړ چې وژغورې دوی

تا په اسمان کې هغه واورېد

او په خپل رحمت دې هغوی بیا بیا وژغورل

۲۹ خبرداری دې ورکړ دوی ته چې د ستا شریعت ته بېرته راشي

خو هغوی ونه منل خپل غرور کې ستا قوانین

که څه هم ستا په قوانینو باندې تلل د ژوندانه لاره ده

مګر هغوی شولو سرزوري او سخت زړي اطاعت یې نه کړ

۳۰ کلونه صبر وکړ تا او په خپل روح باندې دې

خبرداری یې ورکړ دوی ته په وسیله د نبیانو سره

خو وو کاڼه ستا خلک تا پرې حاکم کړل نور قومونه

۳۱ خو بیاهم تا د خپل لوی رحمت په سبب

هغوی پرېنښودل او نه دې کړل نابود هغوی

ته مهربانه او رحیم خدای یې!

۳۲ ای زمونږ خدایه څومره ستر یې ته

څومره ځواکمن او وېروونکی یې ته

په وفادارۍ سره ولاړ یې په خپل لوظ باندې

دغه سختۍ او کړاوونه چې تېر کړي دي مونږ

ستا په نظر کې باید نه شي دا بې ارزښته ښکاره

له هغې ورځې پاچاهان چې د اشور بریالي شوي په مونږ بیا تر ننه

ډېرې بلاوې نازل شوې په مونږ ټولو په شاهانو او مشرانو زمونږ

په کاهنانو، نبیانو او نیکونو زمونږ

۳۳ ته وې په حقه چې هر ځل دې راکړه مونږ ته سزا

که څه هم مونږ ده ګناه کړې خو ته یې وفادار

۳۴ زمونږ پاچاهانو زمونږ مشرانو، کاهنانو او نیکونو زمونږ

ستا په شریعت باندې عمل ونه کړ

هغوی غوږ ونه نیوه ستا خبرداریو او حکمونو لره

۳۵ تا لوی برکت ورکړ هغوی ته د پاچاهۍ

پرېمانه شتمني او هم د ځمکې حاصلخېزې سره

مګر هغوی نه عبادت وکړ د ستا

او نه یې پرېښودلې خپلې بدۍ

۳۶ ګوره مونږ نن یو غلامان

زمونږ نیکونو ته ورکړې دې چې ځمکه حاصلخېزه وه

چې یې مېوې او ښه فصلونه وخوري

وګوره نن مونږ غلامان یو په کې

۳۷ اخلي پرېمانه حاصلات د ځمکې دا پاچاهان

چې دې ټاکلي دي په مونږ باندې

ځکه چې مونږه ګناه کړې ده

څه چې یې وي خوښه

کړي یې په مونږه او په څارویو زمونږ

لوی مصیبت کې ګرفتار یو مونږ

قوم او د څښتن سره لوظ

۳۸ د هغو ټولو پېښو له امله چې وشوې، مونږ د اسراییلو قوم یو لیکل شوی ټینګ لوظ کوو او زمونږ مشران، لاویان او زمونږ کاهنان به په هغه باندې خپل مهرونه ولګوي.