کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د هرې قبیلې څخه یو یو مشر غوره کړه او کنعان ته یې د جاسوسانو په توګه ولېږه چې هغه وطن وګوري چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.»
۳ نو موسی د څښتن د حکم سره سم د فاران د دښتې څخه دولس قبیلوي مشران ولېږل ۴-۱۶ او حکم یې ورکړ چې د کنعان ځمکه وګوري. د هغوی نومونه دا دي:
۱۷ مخکې له دې چې موسی هغوی کنعان ته ولېږي، داسې یې ورته وویل: «کله چې د کنعان د جنوبي دښتې څخه تېر شوئ، غرنۍ سیمې ته چې په شمال کې ده لاړ شئ. ۱۸ دا معلومه کړئ چې هغه هېواد څه ډول دی، په هغه ځای کې څومره خلک اوسیږي او هغوی څومره قوي دي. ۱۹ هغه ځمکه ښه ده یا خرابه او ایا خلک په بې دېواله ښارونو کې اوسیږي یا په دېوال لرونکو ښارونو کې؟ ۲۰ خاوره یې حاصلخېزه ده او یا ځمکه یې ځنګلي ده؟ د هغو مېوو څخه چې هلته پیدا کیږي لږه خامخا د ځان سره راوړئ.» (دا د لومړنیو پخو شویو انګورو موسم ؤ.)
۲۱ نو کسان د شمال خواته لاړل او هغه ځمکه یې د صین د دښتې څخه چې په جنوب کې وه تر رحوب پورې چې په شمال کې د حمات غاښي ته نژدې وه، وکتله. ۲۲ هغوی لومړی د هغه وطن جنوبي برخې ته لاړل او حبرون ته ورغلل. هلته د اخیمان، شیشای او تلمای طایفې اوسېدلې، دا د عناقیانو د قوم اولاده وه، چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل. (حبرون اووه کاله مخکې د صوعن څخه چې په مصر کې ؤ، جوړ شوی ؤ.) ۲۳ هغوی د اشکول درې ته ورغلل او هلته یې یوه څانګه پرې کړه چې د انګورو یو وږی په کې ؤ او دومره درنده وه چې دوه تنو هغه د یوې میلې په وسیله انتقال کړه. هغوی لږ انار او انځر هم راوړل. ۲۴ د انګورو د وږي له امله چې اسراییلیانو هلته پرې کړ، هغه ځای د اشکول د درې په نوم یاد شو.
۲۵ د کنعان د خاورې د کتلو څخه وروسته چې څلوېښت ورځې یې دوام وموند، ۲۶ هغه دولس کسان قادش ته چې د فاران په دښته کې ؤ، راستانه شول او څه یې چې لیدلي وو، موسی، هارون او د اسراییلو ټول قوم ته وویل او هغه مېوه چې هغوی راوړې وه هغوی ته یې وروښودله. ۲۷ هغوی موسی ته وویل: «مونږ هغه ځمکه وکتله او معلومه شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ده او دا د هغې ځمکې لږه مېوه ده. ۲۸ خو د هغه ځای خلک قوي او ښارونه یې ډېر لوی او دېوال لرونکي دي. برسېره پردې، مونږ هلته د عناقیانو اولاده هم ولیدله. ۲۹ عمالیقیان په جنوبي دښته کې اوسیږي، حیتیان، یبوسیان او اموریان په غرنۍ سیمه کې دي او کنعانیان د مدیترانې د بحیرې او د اردن د سیند په غاړه اوسیږي.»
۳۰ کالیب هغه خلک غلي کړل چې د موسی په ضد یې شکایتونه کول او ویې ویل: «راځئ چې اوس لاړ شو او دا ځمکه ونیسو. زه پوهېږم چې مونږ دا کار کولای شو!» ۳۱ خو هغو کسانو چې د کالیب سره تللي وو، وویل: «نه، مونږ دومره قوي نه یو چې په هغوی باندې حمله وکړو، د هغه ځای خلک زمونږ څخه ډېر قوي دي.» ۳۲ نو هغوی د هغې ځمکې په اړه چې کتلې یې وه د اسراییلیانو په منځ کې بد خبر خپور کړ. هغوی وویل: «هغه ځمکه دومره حاصل هم نه ورکوي چې د هغه ځای د خلکو د مړولو دپاره کفایت وکړي. هرڅوک چې مونږ لیده ډېر لوړ قد یې درلود، ۳۳ حتی مونږ په هغه ځای کې د عناقیانو اولاده هم ولیدله. هغوی دومره قوي وو او لوړ قدونه یې درلودل چې مونږ ته خپل ځانونه داسې کوچني ښکاره شول لکه د ملخانو په شان او هغوی ته هم همداسې ښکاره کېدلو.»