د شمېر کتاب

شپاړسم فصل

د قورح، داتان او ابیرام یاغي کېدل

۱‏-۲ د یصهار زوی قورح چې د لاوي د زوی قهات اولاده وه د موسی د مشرۍ په خلاف سرکښي وکړه. هغه د روبین د قبیلې د درېو غړو یعنې د الیاب د زامنو داتان او ابیرام او اون د فالت زوی او د نورو دوه سوه پنځوسو مشهورو اسراییلي مشرانو سره چې د قوم له خوا ټاکل شوي وو، یوځای شو. ۳ هغوی موسی او هارون ته ورغلل او ویې ویل: «تاسو ولې داسې فکر کوئ چې د نورو څخه ډېر ښه یئ؟ د قوم ټول غړي د څښتن سپېڅلي خلک دي او څښتن زمونږ ټولو سره مل دی. نو موسی بیا ولې خپل ځان د څښتن د قوم څخه لوړ ګڼې؟»

۴ کله چې موسی دا خبرې واورېدلې، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۵ بیا هغه قورح او د هغه پیروانو ته داسې وویل: «سبا سهار به څښتن مونږ ته راوښایي چې څوک د هغه خپل کس دی او څوک سپېڅلی دی. او هغه کس چې هغه غوره کړی دی، هغه به پرېږدي چې نژدې ورشي. ۶‏-۷ قورح، اوس باید ته او ستا پیروان داسې کار وکړئ: یو څو د اور لوښي راپیدا کړئ، د سکرو او خوشبویۍ څخه یې ډک کړئ او سپېڅلې خېمې ته یې نژدې راوړئ. بیا به وګورو چې څښتن زمونږ څخه څوک غوره کړی دی. قورح، دا ځل تاسو لاویانو د خپل حد څخه تېری کړی دی!»

۸ موسی د قورح سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «ای لاویانو، واورئ! ۹ تاسو فکر کوئ چې دا وړه خبره ده چې د اسراییلو خدای تاسو د خپل قوم څخه غوره کړي یئ د دې دپاره چې هغه ته ورنژدې شئ، په سپېڅلې خېمه کې خپل کار وکړئ او د قوم خدمت وکړئ؟ ۱۰ څښتن تاسو ته یو ځانګړی مسوولیت در په غاړه کړی دی او اوس فکر کوئ چې تاسو به هم کاهنان شئ. ۱۱ تا او ستا پیروانو د څښتن په وړاندې سرکښي کړې ده، د هارون په وړاندې مو نه ده کړې.»

۱۲ بیا موسی داتان او ابیرام راوغوښتل، خو هغوی بېرته دا پیغام ورولېږه: «مونږ نه راځو! ۱۳ ایا دا بس نه ده چې مونږ دې د مصر د غني او حاصلخېزې ځمکې څخه راوستلو چې دلته په دښته کې مو ووژنې؟ اوس ته غواړې چې په مونږ باندې خپل ځان بادار کړې؟ ۱۴ بله دا چې تا مونږ غني او حاصلخېزې ځمکې ته رانه وستلو او نه دې مونږ ته هغه ځمکه د خپل ملکیت په توګه راکړه چې پټي او د انګورو باغونه په کې دي او اوس هڅه کوې چې مونږ وغولوې. مونږ به رانه شو.»

۱۵ موسی ډېر په قهر شو او څښتن ته یې وویل: «د هغوی نذرانې مه قبلوه! ما د هغوی سره هېڅ غلطي نه ده کړې. حتی د هغوی څخه مې یو خر هم نه دی اخیستی.»

۱۶ بیا موسی قورح ته وویل: «سبا ته او ستا دوه سوه پنځوس تنه پیروان باید د هارون سره د څښتن حضور ته سپېڅلې خېمې ته لاړ شئ. ۱۷ تاسو هر یو د ځان سره خپل د اور لوښی چې خوشبویي په کې وي یوسئ او څښتن ته خوشبویي وړاندې کړئ.»

۱۸ نو بله ورځ هغوی هر یو خپل د اور لوښی واخیست او بل شوي سکاره او خوشبویي یې په کې واچول او د موسی او هارون سره د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل. ۱۹ بیا قورح ټول قوم راټول کړ او هغوی موسی او هارون ته مخامخ د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې ودرېدل. ناڅاپه د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو ۲۰ او څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲۱ «د دې خلکو څخه لېرې شئ، زه به همدا اوس هغوی ووژنم!»

۲۲ خو موسی او هارون پړمخې پرېوتل او داسې دعا یې وکړه: «زمونږ خدایه، تا دغو خلکو ته ژوند ورکړ. ولې د یو سړي د ګناه په خاطر ټول قوم ته سزا ورکوې؟» ۲۳ څښتن موسی ته وویل: ۲۴ «خلکو ته ووایه چې د قورح، داتان او ابیرام د خېمو څخه لېرې شي.»

۲۵ موسی داتان او ابیرام ته ورغی او د اسراییلو نور مشران ورپسې شول. ۲۶ بیا موسی قوم ته داسې خبرداری ورکړ: «د دغو بدکارو خلکو د خېمو څخه لېرې شئ! د هغوی شیانو ته لاس مه وروړئ. که نه، نو د هغوی د ګناهونو له امله به تاسو هم له منځه لاړ شئ.» ۲۷ نو هغوی د قورح، داتان او ابیرام د خېمو څخه لېرې شول. داتان او ابیرام راوتلي وو او د خپلو ښځو او ماشومانو سره د خپلو خېمو په دروازو کې ولاړ وو.

۲۸ موسی قوم ته وویل: «تاسو به په دې پوه شئ چې څښتن زه رالېږلی یم چې دا ټول کارونه وکړم، دا کارونه مې په خپله خوښه نه دي کړي. ۲۹ که چېرې دا خلک د خدای د سزا څخه پرته په خپل مرګ مړه شي، د دې معنی به دا وي چې څښتن زه نه یم رالېږلی. ۳۰ خو فرض کړئ څښتن داسې کار وکړي چې پخوا هېڅکله نه وي شوی. که چېرې ځمکه پرانیستل شي او هغوی د خپلو ټولو شیانو سره ژوندي تېر کړي، ترڅو هغوی ژوندي په ځمکه کې ښخ شي، بیا به تاسو پوه شئ چې هغوی د څښتن څخه مخ اړولی دی!»

۳۱ څنګه چې د موسی خبرې خلاصې شوې، د داتان او ابیرام د پښو لاندې ځمکه سره بېله شوه ۳۲ او هغوی او د هغوی کورنۍ یې د قورح د ټولو پیروانو او د هغوی د مالونو سره ژوندي تېر کړل. ۳۳ نو هغوی د خپلو مالونو سره ژوندي په ځمکه ننوتل. ځمکه بېرته په هغوی باندې بنده شوه او هغوی له سترګو څخه پناه شول. ۳۴ کله چې د اسراییلو ټولو خلکو چې په هغه ځای کې وو د هغوی فریادونه واورېدل، نو وتښتېدل. هغوی چیغې ووهلې: «تښتئ، کېدای شي چې ځمکه مونږ هم ژوندي تېر کړي!»

۳۵ بیا څښتن اور نازل کړ او هغه دوه سوه پنځوس کسان یې چې څښتن ته یې خوشبویي وړاندې کړې وه، وسوځول.

۳۶ بیا څښتن موسی ته وویل: ۳۷ «د هارون زوی العازار ته ووایه چې د سوځېدل شویو خلکو څخه د اور لوښي لېرې کړي او سکاره دې په یو لېرې ځای کې وشیندي. دا لوښي سپېڅلي دي، ۳۸ ځکه چې ماته د خوشبویۍ د وړاندې کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل شوی ؤ. هغه په چا باندې په څټک وټکوه چې د قربانۍ د ځای دپاره نری پوښ ورڅخه جوړ شي. هغه خلک د خپلې ګناه له امله مړه شول او اوس به د هغوی د اور لوښي د پاتې خلکو دپاره یو خبرداری وي.»

۳۹‏-۴۰ لکه څنګه چې څښتن العازار کاهن ته د موسی په وسیله ویلي وو، هغه برنجي لوښي راټول کړل او په یو چا باندې یې په څټک وټکول او د قربانۍ د ځای دپاره یې ورڅخه نری پوښ جوړ کړ. دا لوښي د اسراییلیانو دپاره یو خبرداری ؤ چې یوازې کاهنان یعنې د هارون اولاده به اجازه ولري چې څښتن ته خوشبویي وړاندې کړي. که چېرې بل څوک دا هڅه وکړي، د قورح او د هغه د پیروانو په شان به ورته سزا ورکړل شي.

هارون قوم ژغوري

۴۱ په راتلونکې ورځ د اسراییلو قوم د موسی او هارون په خلاف شکایت وکړ او ویې ویل: «تاسو د څښتن خلک ووژل!» ۴۲ کله چې هغوی ټول راټول شول چې د موسی او هارون په ضد اعتراض وکړي، موسی او هارون د سپېڅلې خېمې په لور مخ واړاوه او ویې لیدل چې خېمه ناڅاپه په ورېځ کې پټه شوه او د څښتن جلال ښکاره شو. ۴۳ نو موسی او هارون د خېمې مخې ته ورغلل ۴۴ او هلته څښتن موسی ته وویل: ۴۵ «شاته شئ! زه دا اسراییلیان دلته ځای په ځای له منځه وړم.»

هغوی دواړو د څښتن په وړاندې پړمخې پرېوتل. ۴۶ بیا موسی هارون ته وویل: «خپل د اور لوښی راواخله او په هغه کې د قربانۍ د ځای څخه سره سکاره واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبویي واچوه. بیا د هغه سره سمدلاسه خلکو ته ورشه او د هغوی دپاره کفاره ادا کړه. زر شه! ځکه چې څښتن ډېر په قهر دی او وبا لا د مخکې څخه شروع شوې ده!» ۴۷ نو څنګه چې موسی ویلي وو هارون هماغسې وکړل او د خلکو منځ ته یې ورمنډه کړه. وبا لا مخکې په خلکو کې شروع شوې وه، خو هارون خوشبویي وړاندې کړه او د هغوی دپاره یې کفاره ادا کړه. ۴۸ هغه د مړو او ژوندیو ترمنځ ودرېده او وبا بنده شوه. ۴۹ خو ۱۴۷۰۰ تنه اسراییلیان مړه شوي وو، پرته له هغو خلکو څخه چې د قورح او د هغه د پیروانو سره مړه شوي وو. ۵۰ کله چې وبا ودرېدله، هارون بېرته د سپېڅلې خېمې دروازې ته موسی ته ورستون شو.