کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲ «د اسراییلو قوم باید موسی ته یوه داسې سره غوا راولي چې کوم عیب په کې نه وي او هېڅکله ورباندې قلبه نه وي شوې. ۳ هغوی به هغه العازار کاهن ته ورکړي، بیا به هغه د کمپ څخه دباندې وویستل شي او د هغه په حضور کې به حلاله شي. ۴ بیا به العازار د هغې څخه لږه وینه واخلي او په خپله ګوته باندې دې اووه ځلې د سپېڅلې خېمې مخې ته وشیندي. ۵ بیا ټوله غوا باید د پوستکي، غوښې، وینې او کولمو سره د هغه په مخکې وسوځول شي. ۶ کاهن دې د سبر د ونې لږ لرګي، د وېلني بوټی او سور تار په اور کې واچوي. ۷ د مراسمو څخه وروسته دې کاهن خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي. بیا هغه کولای شي چې بېرته کمپ ته ننوځي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. ۸ هغه سړی چې غوا یې سوځولې وي هم باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۹ یو سړی چې ناپاک نه وي د سوځېدل شوې غوا ایرې دې واخلي او د کمپ څخه دباندې دې په یو پاک ځای کې واچوي. د اسراییلو قوم کولای شي چې دا ایرې د هغو اوبو سره ګډې کړي چې د ګناه د پاکولو په مراسمو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۱۰ هغه سړی چې ایرې راټولوي باید خپل کالي ووینځي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. د اسراییلو قوم او هغه پردي خلک چې د دوی په منځ کې اوسیږي، باید تل د دې قانون اطاعت وکړي.
۱۱ که چېرې څوک یو مړي ته لاس وروړي، اووه ورځې به ناپاک وي. ۱۲ خو که چېرې په درېمه ورځ او بیا په اوومه ورځ په هغو اوبو باندې چې د غوا ایرې ورسره ګډې وي خپل ځان پاک کړي، هغه به پاک شي. که په هغو ورځو کې خپل ځان پاک نه کړي، نو ناپاک به پاتې شي. ۱۳ که چېرې څوک مړي ته لاس وروړي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاکه پاتې کیږي، ځکه چې د پاکوالي اوبه ورباندې نه دي اچول شوې. هغه کس سپېڅلې خېمه ناپاکه کړې ده او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
۱۴ په هغه حالت کې چې یو کس په خېمه کې مړ شي، نو هغه څوک چې د هغه کس د مرګ په وخت کې په خېمه کې وي یا څوک چې خېمې ته ورننوځي هغه به اووه ورځې ناپاک وي. ۱۵ هر منګی او لوښی چې په خېمه کې وي او سرپوښ ونه لري، هغه ناپاک کیږي. ۱۶ که چېرې څوک د یو داسې کس مړي ته لاس وروړي چې د کور څخه دباندې په وسله باندې وژل شوی وي یا په خپل مرګ مړ شوی وي یا که چېرې د انسان هډوکي یا قبر ته لاس وروړي، هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
۱۷-۱۸ مخکې له دې چې هغه کس له نجاست څخه پاک شي، یو څوک چې پاک وي باید د سوځول شوې غوا لږې ایرې واخلي او د چینې د اوبو په یو لوښي کې دې هغه ولړي. همدا کس باید د وېلني د بوټي یوه څانګه په اوبو او ایرو کې غوټه کړي، بیا دې هغه په خېمه او هرڅه چې په هغې کې دي او د هر هغه چا په شمول چې په خېمه کې ؤ وشیندي. که چېرې هغه د انسان هډوکي یا قبر یا مړي ته لاس وروړی وي، هغه اوبه باید په هغه کس باندې وشیندل شي. ۱۹ هغه کس چې پاک وي، په ناپاکه کس باندې دې په درېمه او اوومه ورځ هغه اوبه وشیندي. په اوومه ورځ هغه کس چې پاکیږي باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، نو ماښام به هغه پاک شي.
۲۰ که چېرې یو کس په مذهبي لحاظ ناپاک وي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاک پاتې کیږي، ځکه چې په هغه باندې د پاکوالي اوبه نه دي اچول شوې. هغه سپېڅلې خېمه ناپاکه کړې ده او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي. ۲۱ دا قوانین به هېڅکله بدل نه شي. کوم کس چې د پاکوالي په خاطر هغه اوبه شیندي باید خپل کالي هم ووینځي. که څوک دې اوبو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. ۲۲ یو ناپاک کس چې هر شي ته لاس وروړي هغه شی به ناپاک شي او که بل کس هغه شي ته لاس وروړي، هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وي.»