کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ هر کال د اوومې میاشتې په لومړۍ ورځ تاسې د عبادت دپاره سره راټول شئ او باید هېڅ ورځنی کار ونه کړئ. په هغې ورځ باید سرني ووهل شي. ۲ څښتن ته سوځېدونکې نذرانه یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي وړاندې کړئ: یو خوسی، یو پسه او اووه یو کلن وري، ټول باید بې عیبه وي. ۳ د غویي سره باید درې کیلو ګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلو ګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي ۴ او یو کیلو ګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. ۵ همدارنګه یو سېرلی د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ. ۶ دا نذرانې دې د میاشتې د اولې ورځې د عادي سوځېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او ورځنۍ سوځېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي.
۷ د اوومې میاشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راټول شئ. په دې ورځ روژه ونیسئ او کار مه کوئ. ۸ څښتن ته یوه سوځېدونکې نذرانه وړاندې کړئ، یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي: یو خوسی، یو پسه او اووه یو کلن وري، دا ټول باید هېڅ عیب ونه لري. ۹ د غویي سره باید درې کیلو ګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلو ګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي، باید د پسه سره وړاندې شي ۱۰ او یو کیلو ګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي، باید د هر وري سره وړاندې شي. ۱۱ همدارنګه برسېره په هغه سېرلي چې د خلکو د کفارې دپاره قرباني کیږي، د ورځنۍ سوځېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو د نذرانې څخه یو سېرلی د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړئ.
۱۲ د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ د عبادت دپاره سره راټول شئ. اووه ورځې دا اختر څښتن ته د درناوي دپاره ولمانځئ او هېڅ ورځنی کار مه کوئ. ۱۳ په لومړۍ ورځ څښتن ته دیارلس خوسیان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري چې په ټولو کې هېڅ عیب نه وي، د سوځېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۴ د هر غویي سره باید درې کیلو ګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دوه کیلو ګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي، ۱۵ د دې څوارلسو وریو څخه د هر وري سره وړاندې کړئ. ۱۶ همدارنګه یو سېرلی د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دا دې برسېره پر ورځنۍ سوځېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې او څښلو د نذرانې وړاندې شي. ۱۷ په دوهمه ورځ دولس خوسیان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هېڅ عیب ونه لري. ۱۸-۱۹ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه. ۲۰ په درېمه ورځ یوولس غویان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هېڅ عیب ونه لري. ۲۱-۲۲ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه. ۲۳ په څلورمه ورځ لس غویان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هېڅ عیب ونه لري. ۲۴-۲۵ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه. ۲۶ په پنځمه ورځ نهه غویان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هېڅ عیب ونه لري. ۲۷-۲۸ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه. ۲۹ په شپږمه ورځ اته غویان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هېڅ عیب ونه لري. ۳۰-۳۱ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه. ۳۲ په اوومه ورځ اووه غویان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هېڅ عیب ونه لري. ۳۳-۳۴ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه. ۳۵ په اتمه ورځ د عبادت دپاره راټول شئ او هېڅ ورځنی کار مه کوئ. ۳۶ څښتن ته یو خوسی، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې کوم عیب نه وي د یوې سوځېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په هغه باندې ښه لګیږي. ۳۷-۳۸ د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته اړتیا وه.
۳۹ دا مقررات د سوځېدونکو نذرانو، د غلو دانو د نذرانو، د څښلو د نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو په اړه دي چې تاسو یې باید په خپلو ټاکل شویو اخترونو کې څښتن ته ورکړئ. دا برسېره په هغو نذرانو دي چې تاسو یې د نذر د ورکولو یا د خپلې خوښې نذرانو په توګه ورکوئ.»
۴۰ نو موسی د اسراییلو قوم ته هغه ټول شیان وویل چې څښتن ورته حکم کړی ؤ.