کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «څه چې مدیانیانو د اسراییلو د خلکو سره کړي وو، د هغه په خاطر هغوی ته سزا ورکړه. چې کله دې دا کار وکړ، بیا به ته مړ شې او د خپلو نیکونو سره به یوځای شې.» ۳ بیا موسی قوم ته وویل: «د جګړې دپاره تیار شئ، ترڅو وکولای شئ چې د څښتن په امر د مدیانیانو څخه بدل واخلئ او هغوی ته سزا ورکړئ. ۴ د اسراییلو د هرې قبیلې څخه زر تنه جنګ ته ولېږئ.» ۵ نو د هرې قبیلې څخه زر تنه غوره شول، ټول ۱۲۰۰۰ تنه د جګړې دپاره تیار شول. ۶ موسی هغوی جګړې ته ولېږل او د العازار کاهن زوی فینحاس د هغوی سره ؤ. هغه د سپېڅلې خېمې څخه لږ سامان او سرني واخیستل چې د جګړې د اعلانولو د اشارې دپاره ووهل شي.
۷ څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، اسراییلیانو د مدیانیانو سره جګړه وکړه او د هغوی ټول نارینه یې ووژل. ۸ په هغو کې د مدیان پنځه پاچاهان یعنې اوي، راقم، صور، حور او رابع هم شامل وو. همدارنګه هغوی د بعور زوی بلعام هم وواژه. ۹ د اسراییلو خلکو د مدیانیانو ښځې او ماشومان ونیول، د هغوی ټولې پادې او رمې یې بوتللې او ټوله شتمني یې ورته لوټ کړه ۱۰ او د هغوی ټول ښارونه او کمپونه یې وسوځول. ۱۱ هغه ټول غنیمت چې هغوی نیولی ؤ او په هغه کې اسیران او حیوانات هم شامل وو، واخیستل ۱۲ او هغه یې موسی، العازار او د اسراییلو قوم ته هغه کمپ ته چې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ ؤ، راوړل.
۱۳ موسی، العازار او د قوم ټول مشران د کمپ څخه د هغوی مخې ته ورووتل. ۱۴ موسی د لښکرو په قوماندانانو باندې چې د جګړې څخه راستانه شوي وو، په قهر شو. ۱۵ د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «تاسو ولې ټولې ښځې ژوندۍ پریښې دي؟ ۱۶ هغوی هغه څوک دي چې د بلعام په مشوره یې عمل کړی ؤ او زمونږ خلکو ته یې بلنه ورکړې وه چې د بعل فغور د خدای عبادت وکړي. ځکه څښتن مونږ ته سزا راکړه او په خپل قوم باندې یې وبا راوستله. ۱۷ نو اوس ټول هلکان ووژنئ او هره ښځه چې د کوم سړي سره یوځای شوې وي ووژنئ، ۱۸ خو ټولې پېغلې نجونې ژوندۍ پرېږدئ او هغوی د خپلو ځانونو دپاره وساتئ.» ۱۹ بیا موسی جنګیالیو ته وویل: «که چېرې ستاسو څخه چا څوک وژلی وي یا مو یو مړي ته لاس وروړی وي، باید اووه ورځې د کمپ څخه دباندې پاتې شي. په درېمه او اوومه ورځ باید تاسو خپل ځانونه او هغه ښځې چې تاسو اسیرانې نیولې دي، پاکې کړئ. ۲۰ همدارنګه هغه ټول کالي او ټول شیان چې د څرمنې، د وزو د وړیو او لرګیو څخه جوړ شوي وي هم پاک کړئ.»
۲۱ العازار کاهن هغو کسانو ته چې د جګړې څخه راستانه شوي وو، وویل: «دا هغه مقررات دي چې څښتن موسی ته ورکړي دي: ۲۲ سره زر، سپین زر، برنج، اوسپنه، قلعي او سرپ ۲۳ او نور ټول هغه شیان چې نه سوځي، باید په سره اور کې واچول شي او هغه به پاک شي. خو هغه هم باید د هغو اوبو په وسیله پاک شي چې د پاکوالي دپاره کارول کیږي او هغه شیان چې په اور کې سوځي باید د اوبو په وسیله پاک شي. ۲۴ په اوومه ورځ باید خپل کالي ووینځئ، بیا به په مذهبي لحاظ پاک شئ او کمپ ته د ننوتلو اجازه به ولرئ.»
۲۵ څښتن موسی ته وویل: ۲۶ «باید ته او العازار د قوم د نورو مشرانو سره د اسیرانو او حیواناتو په شمول هغه ټول شیان وشمارئ چې د مدیانیانو څخه نیول شوي دي. ۲۷ هغه نیول شوي شیان په دوو مساوي برخو ووېشئ، یوه برخه یې هغو جنګیالیو ته چې جګړې ته تللي وو او بله برخه یې پاتې قوم ته ورکړئ. ۲۸ د هغو جنګیالیو د برخې څخه چې په جګړه کې جنګېدلي دي، د هرو پنځو سوو اسیرانو، غویانو، خرو، پسونو او یا وزو څخه یو یو څښتن ته د هغه د برخې په توګه بېل کړئ. ۲۹ هغه څښتن ته د ځانګړې اعانې په توګه العازار ته ورکړئ. ۳۰ د پاتې قوم د برخې څخه د هرو پنځوسو اسیرانو څخه یو او هماغه شان د پنځوسو غویانو، خرو، پسونو او وزو څخه یو یو واخلئ او هغو لاویانو ته یې ورکړئ چې د سپېڅلې خېمې مسوولان دي.» ۳۱ څښتن چې کوم حکم کړی ؤ، موسی او العازار هماغسې وکړل.
۳۲-۳۵ دا د هغو شیانو لست دی چې د جنګیالیو له خوا نیول شوي وو، یعنې دا برسېره په هغو شیانو دي چې هغوی د خپلو ځانونو دپاره ساتلي وو: ۶۷۵۰۰۰ پسونه او وزې، ۷۲۰۰۰ غویان، ۶۱۰۰۰ خره او ۳۲۰۰۰ پېغلې.
۳۶-۴۰ د جنګیالیو په نیمایي برخه کې ۳۳۷۵۰۰ پسونه او وزې وې، چې د هغو څخه ۶۷۵ یې د څښتن برخه وه. ۳۶۰۰۰ په کې غویان وو، چې د هغو څخه ۷۲ یې د څښتن برخه وه. ۳۰۵۰۰ په کې خره وو، چې د هغو څخه ۶۱ یې د څښتن برخه وه او ۱۶۰۰۰ په کې پېغلې شاملې وې، چې د هغو څخه ۳۲ تنه یې د څښتن برخه وه. ۴۱ نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، موسی د څښتن ټوله برخه العازار کاهن ته ورکړه.
۴۲-۴۶ د قوم برخه کټ مټ هماغه شان وه لکه څنګه چې د جنګیالیو وه: ۳۳۷۵۰۰ پسونه او وزې، ۳۶۰۰۰ غویان، ۳۰۵۰۰ خره او ۱۶۰۰۰ پېغلې. ۴۷ د دې برخې څخه موسی د هرو پنځوسو اسیرانو او حیواناتو څخه یو یو واخیست او هغه یې د څښتن د حکم له مخې لاویانو ته چې د سپېڅلې خېمې مسوولان وو، ورکړل.
۴۸ د لښکرو قوماندانان موسی ته ورغلل ۴۹ او ورته ویې ویل: «باداره، مونږ خپلې لښکرې وشمېرلې، یو کس هم کم نه دی. ۵۰ نو مونږ د سرو زرو ګاڼې، بازوبندونه، بنګړي، ګوتې، غوږوالۍ او غاړکۍ چې مونږ هر یو نیولي دي، راوړي دي. مونږ هغه څښتن ته د خپل ژوند د بیې د ادا کولو دپاره وړاندې کوو، ترڅو هغه زمونږ ساتنه وکړي.» ۵۱ موسی او العازار هغه سره زر واخیستل چې ټول د ګاڼو په شکل کې وو. ۵۲ د قوماندانانو د ټولې اعانې وزن نژدې دوه سوه کیلو ګرامه ؤ. ۵۳ په دې کې هغه شیان شامل نه وو کوم چې جنګیالیو د خپلو ځانونو دپاره ساتلي وو. ۵۴ نو موسی او العازار سره زر سپېڅلې خېمې ته راوړل، ترڅو اسراییلیان هغه د یادګار په توګه وساتي چې څښتن د هغوی سره مرسته کړې وه.