د شمېر کتاب

څلوردېرشم فصل

د اسراییلو سرحدونه

۱ څښتن موسی ته وویل ۲ چې د اسراییلو قوم ته داسې حکم وکړي: «کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوځئ، یعنې هغې خاورې ته چې تاسو ته یې درکوم، نو ستاسو سیمه به دغه سرحدونه ولري: ۳ جنوبي سرحد به د صین دښته او د ادوم شمال لوېدیځ سرحد وي. دا سرحد به د مړې بحیرې په جنوبي اخرني سر کې پیل شي. ۴ د هغه ځای څخه به هغه د لوېدیځ خواته ورسیږي، خو د جنوب خواته به وروګرځي چې د عقربیم غاښی، د صین کلی او د قادش برنیع ښار په کې شامل شي. د هغه ځای څخه به دا سرحد حصرادار او عصمون ته ورسیږي، ۵ چې د هغه خوړ په لوري به وروګرځي چې د مصر په سرحد کې دی او د مدیترانې په بحیره کې به ختم شي.

۶ د مدیترانې بحیره به لوېدیځ سرحد وي. ۷ شمالي سرحد به د مدیترانې په بحیره کې پیل شي بیا به د ختیځ په لور د هور غره ته ورسیږي. ۸ له هغې وروسته به هغه د حمات د غاښي په لاره صدد ته ورسیږي. ۹ د صدد څخه به سرحد په ختیځ کې زفرون ته ورسیږي او په حصرعینان کې به پای ته ورسیږي. ۱۰ ختیځ سرحد به په شمال کې په حصرعینان کې پیل شي، بیا به جنوب خواته شفام ۱۱ او ربله ته ورسیږي چې د عین په ختیځې خوا کې دی. د هغه ځای څخه به هغه د جنوب په لور د جلیل د بحیرې ختیځو غونډیو ته ورسیږي، ۱۲ بیا به د اردن د سیند په لاره د مړې بحیرې د شمالي برخې اخرني سرته ورسیږي. کومه ځمکه چې د هغو څلورو سرحدونو په منځ کې وي، هغه به ستاسو شي.»

۱۳ نو موسی اسراییلیانو ته داسې امر وکړ: «دا هغه ځمکه ده چې تاسو به یې د پچې اچولو له مخې تر لاسه کړئ، یعنې هغه ځمکه چې څښتن د نهه نیمو قبیلو دپاره ټاکلې ده. ۱۴ د روبین، جاد او د منسي نیمې قبیلې خپله ځمکه تر لاسه کړې ده چې د هغوی د کورنیو له مخې وېشل شوې ده. ۱۵ دا اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په ختیځ کې ده.»

هغه مشران چې ځمکه به ووېشي

۱۶ څښتن موسی ته وویل: ۱۷ «العازار کاهن او د نون زوی یوشع به خلکو ته ځمکه ووېشي. ۱۸ د هرې قبیلې څخه یو یو مشر وټاکه چې د هغوی سره د ځمکې په وېشلو کې مرسته وکړي. ۱۹‏-۲۸ دا د هغوی د نومونو لست دی:

  • د یهودا د قبیلې څخه - د یفنه زوی کالیب
  • د شمعون د قبیلې څخه - د عمیهود زوی شموییل
  • د بنیامین د قبیلې څخه - د کسلون زوی الیداد
  • د دان د قبیلې څخه - د یجلي زوی بقي
  • د منسي د قبیلې څخه - د ایفود زوی حني ییل
  • د افرایم د قبیلې څخه - د شفطان زوی قموییل
  • د زبولون د قبیلې څخه - د فرناک زوی الیصافان
  • د یساکار د قبیلې څخه - د عزان زوی فلتییل
  • د اشیر د قبیلې څخه - د شلومي زوی اخیهود
  • او د نفتالي د قبیلې څخه - د عمیهود زوی فده ییل.»

۲۹ دا هغه کسان دي چې څښتن ورباندې حکم وکړ چې د اسراییلیانو دپاره د ځمکې په وېشلو کې د العازار او یوشع سره مرسته وکړي.