کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کله چې حضرت موسیٰ د مقدسې خېمې د ودرولو څخه وزګار شو، نو خېمه او د هغې ټول سامان او د قربانۍ ځای او د هغه ټول سامان یې مسح کړ او هغه یې څښتن ته وقف کړ. ۲ بیا د اسراییلو دولس قبیلوي مشران یعنې هماغه نفر چې د خلکو د سرشمېرنې مشري یې په غاړه وه مقدسې خېمې ته ۳ د هغو سوغاتونو سره راغلل چې د څښتن دپاره وو. هغوی شپږ ګاډۍ ګانې او دولس غوایان راوړل، هر مشر یو یو غویی او دوو مشرانو یوه یوه ګاډۍ راوستله.
۴ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۵ <دا سوغاتونه د هغوی څخه قبول کړه چې د مقدسې خېمې په کار کې ورڅخه ګټه واخیستل شي او هغه لاویانو ته د هغه کار دپاره ورکړه چې هر یو یې په مقدسه خېمه کې اجرا کوي.> ۶ نو حضرت موسیٰ ګاډۍ ګانې او غوایان واخیستل او هغه یې لاویانو ته ۷-۸ چې د حضرت هارون د زوی ایتامار تر مشرۍ لاندې وو ورکړل. حضرت موسیٰ جرشونیانو ته د هغوی د کار دپاره دوه ګاډۍ ګانې او څلور غوایان ورکړل او څلور ګاډۍ ګانې او اته غوایان یې مراریانو ته د هغوی د کار دپاره ورکړل. ۹ مګر قهاتیانو ته یې هیڅ ورنه کړل، ځکه چې هغوی د هغو مقدسو شیانو مسوولان وو چې باید په خپلو اوږو باندې یې یوسي.
۱۰ کله چې د قربانۍ ځای مسح کړای شو، مشرانو خپلې نذرانې د هغه د وقف کولو دپاره راوړلې او هغه یې د قربانۍ د ځای په مخ کې وړاندې کړې. ۱۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <مشرانو ته ووایه چې تر دولسو ورځو پورې دې یو یو مشر هره ورځ خپله نذرانه د قربانۍ د ځای د وقف کولو دپاره راوړي.>
۱۲-۸۳ نو هر مشر دا لاندیني سوغاتونه راوړل:
د سپینو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یونیم کیلوګرام ؤ او د وینې د شیندلو دپاره د سپینو زرو یوه کاسه چې وزن یې اته سوه ګرامه ؤ. دواړه د ښو اوړو او زیتونو د تېلو څخه ډک وو، دا د غلې دانې د نذرانې په توګه وو او وزن یې د مقدس ځای د اندازې په مطابق ؤ:
قبیلوي مشرانو خپل سوغاتونه او نذرانې په لاندیني ترتیب سره راوړلې:
۸۴-۸۸ په دې ډول کله چې د قربانۍ ځای مسح او څښتن ته وقف کړای شو، دغو دولسو مشرانو دا لاندیني سوغاتونه راوړل:
۸۹ کله به چې حضرت موسیٰ غوښتل چې د څښتن سره خبرې وکړي نو مقدسې خېمې ته به ورننوت. هلته به هغه د دوو کروبیانو له منځ څخه د کفارې د پوښ دپاسه چې د لوظ په صندوق باندې پروت ؤ، د څښتن غږ اورېده چې د هغه سره یې خبرې کولې.