کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ دا د عوبدیا هغه رویا ده چې څښتن خدای ورته د ادوم د قوم په هکله ښودلې وه:
مونږ واورېد د څښتن نه یو پیغام
هغه ولېږه قومونو ته استازی چې وایي
پاڅئ او تیار شئ د ادوم سره د جنګ دپاره
۲ وایي څښتن ادوم ته
زه به کمزوری کړم تا د قومونو منځ کې
هرڅوک به ګوري درته په سپکه سترګه
۳ ته غولولی یې خپل غرور
ته چې اوسېږې په کمرونو کې
او جوړوې خپل کور لوړو ځایونو کې
د خپل ځان سره ته وایې چې
څوک به راښکته کاندي ما لاندې؟
۴ که د عقاب په شان والوزې ته پورته
او جوړه کړې خپله ځاله د ستورو منځ کې
چې ښکاره شي داسې چې وي د ستورو منځ کې
خو راښکته کوم به دې زه څښتن داسې ویلي دي:
۵ که غله راشي د شپې او لوټ کړي تا
نو یوازې یوسي به هغه څه چې زړه یې غواړي
کله چې خلک راټولوي انګور
لږ څه پرېږدي همېشه
خو ستا دښمنان به تا بیخي ورک کړي
۶ اولاده به د عیسو لوټ شي
او یووړل به شي پټې خزانې د هغوی
۷ ته غولولی یې ټولو ملګرو خپلو
ته یې شړلی یې له خپل وطنه
چې روغه جوړه کومو خلکو کړې وه تا سره
اوس شول کامیاب په تا
کومو دوستانو چې خوړلې وه ډوډۍ ستا
دام تا ته یې ایښی ؤ
ستا په هکله وایي: څه شوه د هغه ځیرکتیا؟ ۸ څښتن داسې ویلي دي:
په هغه ورځ چې ادومیانو ته سزا ورکوم
زه به تباه کړمه د دوی هوښیار خلک
او زه به ورک کړم ټول پوه خلک د هغوی
۹ سخت به ووېریږي تیمان د ښار جنګیالیان
او وبه وژل شي هر عسکر ادوم کې
۱۰ په دې خاطر چې تا دی کړی ظلم
په خپلو ورونو یعنې په اولادې د یعقوب
ته به پټ شې په شرمونو او تباه به شې د تل دپاره
۱۱ چې کله ماتې دښمنانو کړلې دروازې د هغوی
په هغه ورځ ته یوه خوا کې وې ولاړ ورته
ته هم وې داسې بد پردیو خلکو په شان
چا چې یووړلو مال او دولت د اورشلیم
ویې ووېشلو اورشلیم خپل منځ کې
په پچې اچولو سره
۱۲ باید چې ته خوشحاله شوی نه وای
په بدبختۍ د خپلو ورونو په یهودا کې
باید چې تا خوشحالي کړې نه وای
د هغوی د بربادۍ په ورځ
تا باید دوی پورې خندلي نه وای
د هغوی د مصیبت په ورځ
۱۳ باید چې ته ورننوتی نه وای زما د قوم ښار ته
په هغه ورځ چې وو راګېر سختو کې
خوشحاله شوی باید نه وای د هغوی په تماشه باندې
لوټ کړی نه وای تا مال او دولت د هغوی
په هغه ورځ چې مصیبت کې ؤ دوی
۱۴ ته باید نه وای ولاړ په څلور لارې کې
چې ووژنې هغه خلک چې تښتېدل به
باید چې نه وای تسلیم کړي دوی تا دښمنانو ته
په کومه ورځ چې مصیبت کې وو دوی
۱۵ رانژدې شوې هغه ورځ چې زه څښتن به
قضاوت کومه نورو قومونو سره
ای ادومه، تا چې کړي دي څه
وبه شي تا سره هماغسې کار
څه چې تا کړي دي په تا به وشي
۱۶ تریخ جام دی څښلی زما قوم د سزا
په سپېڅلي غره زما
خو هم به یې وڅښي ادوم او د شاوخوا قومونه
د دې نه ډېر تریخ جام د سزا
هغوی به ټول وڅښي او شي به پناه له سترګو
۱۷ خو ځینې به بچ شي د صهیون په غره کې
او سپېڅلی ځای به وي بیا
بیا اولاده به د یعقوب ونیسي د هغو خلکو ځمکه
چې یې نیولې وه له دوی څخه
۱۸ وي به د اور په شان د یعقوب او د یوسف اولاده
کړي به نابود هغوی اولاده د عیسو
لکه څنګه چې اور بوس سوځوي
داسې به پاتې ژوندۍ نه شي د عیسو اولاده ما څښتن داسې ویلي دي.
۱۹ د جنوبي یهودا خلک به ادوم ونیسي
او د لوېدیځو غرو لمنو خلک به فلسطین ونیسي
اسراییلیان به نیسي د افرایم او د سامرې سیمې
او د بنیامین خلک به جلعاد ونیسي
۲۰ شي راستانه به د اسراییلو له شماله
جلاوطنه لښکر به فینیقیه ونیسي
د شمال نه تر زرفت پورې
د اورشلیم جلاوطني خلک چې دي ساردیس کې
هغوی به ونیسي ښارونه د جنوبي یهودا
۲۱ د اورشلیم بریالي خلک به
حمله وکړي په ادوم باندې
حکومت به کاندي په هغه باندې
او څښتن به خپله وي پاچا